پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورخاطرهپوهنه او سوله:- جان محمد جبارخیل

پوهنه او سوله:- جان محمد جبارخیل

پوهنه او سوله:- جان محمد جبارخیل

یوه دوست راته کیسه کوله چې د انجینرۍ پوهنځي د څلورم ټولګي یوه محصل درس پریښود، کلي ته لاړ، له مور او پلار سره یې خداي پامانې وکړه او ورته ویې ویل چې دعا راته وکړﺉ چې شهید شم.

د ملګري په قول، مور او پلار عذرونه ورته وکړل چې دا کار مه کوه، خو ځوان د ایسارېدو نه وه د انتحاري واسکټ د موندلو په تمه له کور، کلي او پوهنتون درې واړو جلا شو. ځینې کسان به دې پیښې ته د یوه روحې ناروغۍ د اقدام په سترګه ګوري. ځیني نور شاید دا و وایي چې دی به د طالبانو سړی وي.

د دغسې کسانو په اړه حکومتي تبلیغات وایي چې دوی د هیواد د غلیمانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلي دي. یو شمیر نور کسان ممکن و وایې چې په حکومت کې د موجود فساد او شته بې عدالتۍ په وجه ځینې کسان د نا هیلۍ داسې حد ته ر سیږې چې مرګ ته ترجیح ورکوې.

شاید دا ټول دلایل یا ځینې یې د دغه محصل او ده ته ورته کسانو په پریکړې اثر ولرې، خو زه په دې لیکنه کې یو بل سوال کوم او هغه دا دی چې یو څوک چې څلور کاله پوهنځي و وایي او دولس کاله یې په لیسه کې سبق لوستی وی، ولې د کلتور دې حد ته نه وې رسیدلې چی قتل او انتحار ته په سپکه سترګه وګوري؟

شپاړلس کلو زده کړو ولې د دغه سړي ذهن بدل نه کړ؟ ولې یې د ژوند د کاروان ملګرتیا ورزده نه کړه؟ ځینې کسان شاید دا پوښتنه بې مورده وبولي او و وایي چې دغسې ناروغ یا استثنایي کسان د هر هیواد په زده کوونکو او محصلینو کې پیدا کیدای شي.

دا سمه ده چې په هره ټولنه کې روحې ناروغان او جرم کولو ته مایل کسان پیدا کیږي، مګر زمونږ د تعلیمې نظام مشکل دا دی چې له لویه سره د روشنفکرۍ په تولید، د عالې کلتور په غوړولو او له خرافاتو څخه د ځوان نسل په را ایستلو کې هغسې برخه نه لري لکه څومره چې توقع کیږې.

د ښوونې او روزنې وزارت په قول، همدا اوس کابو(۱۰۰۰۰۰۰) لس میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي او په ټول هیواد کې شاوخوا (۱۸۰۰۰) اتلس زره دولتي ښوونځي شته.

د پوهنې وزارت وایي چې د افغانستان د پوهنې یو لوی مشکل دا دی چې ښونځي یې کافي ودانۍ نه لري او د مجربو ښوونکو کمی په کې احساسیږي. په افغانستان کې کابو (۷۰۰۰) اوه زره ښوونځي ودانۍ نه لري او د مجربو ښوونکو د نشتوالي یو لوی علت همدا دی چې د پوهنې وزارت بودیجه کمه ده. که څه هم د افغانستان د ټولو ملکي کارکوونکو ۶۷٪ سلنه کارکوونکي د پوهنې وزارت کارمندان دي، خو د دولتې بودیجې څخه یوازې ۱۵٪ سلنه د پوهنې وزارت ته ورکول کیږې.

دغه اندازه داسې راښي چې د پوهنې وزارت مالي مشکلات لري او دغه مالي مشکلات د کیفیت په ټیټیدو ژورې اغیزې لري. ۱ـ خو ایا د بودیجې د زیاتوالي امکانات شته؟ ۲ـ ایا که د ښوونکو تنخواوې زیاتې هم شي، تجربه به یې ورسره زیاته شي؟ ۳ـ ایا که د کتابونو کیفیت لوړ شي نو د زده کونکو په علمي سطحه به کوم اغیز ولري او کنه؟ د افغانستان په څیر بیوزله هیواد لپاره چې د بودیجې لویه برخه یې په بهرنیو مرستو ولاړه ده، د پوهنې وزارت په بودیجه کې محسوس پرمختګ ته امید لرل مشکل دی.

دغه راز دا مشکله ده چې د ښوونکو په اوسني نسل کې انقلابې تحول راشي او د پوهنې په کیفیت کې محسوسه او لازمه بهتري ووینو. د افغانستان د پوهنې په نظام کې د چټک تحول لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د نصاب په کتابونو سم کار وشي.

د پوهنې کتابونه که د سبک او محتوا له مخې معیاري او د ټولنې واقعیتونه ته په پام سره ولیکل شي، نو که معلم کمزوری هم وي، په تدریس کې به یې له جدي مشکل سره نه مخ کیږي او آن د معلم په نشتوالې کې به هم یو شمیر زده کوونکي دا قدرت ولري چې سمه استفاده ورنه وکړي.

که چیرې د ادبیاتو، ټولنیزو علومو او دیني علومو کتابونه که ښه ولیکل شي، بیا دا ممکنه ده چې د پوهنې لس میلیوني لښکر د تنویر او روشنفکرۍ په واقعې لښکر بدل شي. که چیرته زمونږ په ټولنه کې د نوي تمدن او نوي ژوند له روح او جوهر سره د بلدو کسانو شمیر سلګونو زرو ته هم رسیدای، بیا به دا امید ډیر وچې له لویه سره د خرافاتو ځای تعقل او د تشدد ځای زغم او نرمي ونیسي.

البته، دپوهنې اوسنی نظام به له ټولو مشکلاتو سره سره ورو ورو وتوانیږې چې ټولنه فکري اعتدال او د عقلانیت غلبې ته بوځي، مګر که د نصاب د کتابونو بهترۍ ته جدې توجه وشي، او په پوهنتون کې هم د ټولنیزو علومو په کتابونو کار وشي، په دغه بهیر کې به سرعت راشي او ستونزې به مو په نسبتاً لنډ وخت کې کمې شي. د بې سواده میندو او پلرونو لوی اکثریت، د مجربو ښوونکو کموالی، اوږدې جګړې، مادی او معنوي فقر مونږ باید دې نتیجې ته ورسوي چې د تدریسي کتابونو بهتري ته لازیاته توجو پکار ده.

په تیرو ۱۱ کلونو کې که څه هم د پوهنې د وزارت کتابونه څو وارې بدل رابدل شول، خوتر اوسه لا عام نظر دا دی چې تر جګړې دمخه کتابونه تر اوسنو هغو بهتر وو. که چیرې جغرافیا مونږ له دنیا سره واقعاً بلد کړي، که چیرې تاریخ د تمدن سیر او ماهیت راوپیژني، که چیري ادبیات عالي ذوق راوبخښي، او که چیرې د پوهنې د دینې علومو کتابونه زده کوونکي د دین له روح یعنې له رحم، خواخوږۍ او نرمۍ سره بلد کړي، بیا دا تمه ډیره کولای شو چې د ټولنې په رګونو کې به د سولې، زغم، ترقۍ غوښتني او ژوند پالنې وینه په کافي اندازه جاري شي. انشا الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب