شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeادبڅو انتخابه/ اجمل ښکلى

څو انتخابه/ اجمل ښکلى

د يوه محصل په ژباړه کې مې ګوتې وهلې؛ نو پام مې شو، چې د کلمو بې فکره کارونه په مفهوم کې څومره بدلون راولي.

په ژباړه کې مو ځکه تېروتنو ته پام وي، چې اصل متن راته مخامخ پروت وي، په اسانه يې له خپلې ژباړې سره پرتله کولى شو او پر خپلو نيمګړتياوو پوهېداى شو؛ خو په خپله ليکنه کې مو چې مفهوم په ذهن کې وي، په اسانه يې له کاروونکې ژبې سره نه شو پرتله کولى؛ نو چې مفهوم له فکره د قلم څوکې ته راځي راځي، ډېر توپير پکې راغلى وي.

ځکه خو وايي، چې د ليکوالۍ، بيا د دقيقې ليکوالۍ ارزښتمنه لار ژباړه ده. په ژباړه د ژباړن د کلمو، اصطلاحاتو او جملو  ذخيره زياتېږي او بيا چې پخپله هم ليکوالي کوي؛ نو د کلمو ترمنځ توپير ته ځير وي. کلمه بېځايه نه کاروي؛ نو ژباړ راکې د دقت ځواک پياوړى کوي.

له محصلينو مې ډېر اورېدلي، چې لومړى خو موضوع  پيدا کولى نه شي، چې بيا يې پيدا کړي، پيلولى يې نه شي او چې پيل يې کړي سمه يې شنلى نه شي او ليکوالي خو ګولۍ دي نه، چې سړي ته يې ورکړې او چې سهار راپاڅي، ليکوال ترې جوړ وي. ليکوالي تش تمرين دى، د فکر تمرين، د ليکلو تمرين. که پر موضوع او ژباړ دې فکر کاوه، مطالعه دې کوله او د ژبې په کارونه پوه وې؛ نو پوه شه چې ليکوال يې.

د موضوع د پيدا کولو او ليکلو چل هم له ژباړې نه زده کولى شو. ژباړه چې کوو؛ نو له اصله متنه د فکر کولو، کره کتنې چل زده کوو. عملا وينو، چې ليکوال د نورو پر اۤثارو فکر و نقد کړى او دا موضوع يې پيدا کړې. دا هم زده کوو، چې علمي موضوعات د لنډې کيسې غوندې نه وي، چې پيل ته يې پام پکار وي. چې له کومه ځايه درته ښه ښکاري، پيل يې کړه. ليکوال له کومه ځايه خپله موضوع پيل کړې، داسې زه هم خپله موضوع پيلولى شم. وروستۍ خبره دا چې په ژباړه کې د شننې چل زده کوو. په اصل متن کې دا هم ګورو چې ليکوال دا موضوع څرنګه ګام پر ګام شنلې. لومړى يې پر ستونزه خبرې کړې، چې رښتيا هم ستونزه ده. بيا يې د دې ستونزې د رامنځته کېدو لاملونه ښوولي او بيا يې د دغو لاملونو پر بنسټ حل وړاندې کړى.

که خپله ليکنه دې وي او که ژباړه، دقت په دواړو کې پکار دى. د دقت لار هم شته.

فرديناند دوسوسور وايي، چې کلمې مجردې نه، بلکې له يو بل سره په توپير پېژنو. جملې هم له يو بل سره په توپير توپيرېږي او د توپير موضوع هله مهمه وي، چې ورته والى موجود وي. کومې کلمې او جملې چې سره لرې وي، د هغوى په کارونه کې راته ستونزه نه وي. مثلا: (دوستي) د (دښمنۍ) او (دښمني) د (دوستۍ) پرځاى نه کاروو؛ خو د (پايدار) او (همېشني) ترمنځ راته توپير سخت دى، ځکه چې فکر پرې نه کوو. دغسې د ټولو مترادفو کلمو او همفهومو جملو ترمنځ ضمني توپير وي. (پايدار) او (همېشنى) دواړه زيات عمر ښيي؛ خو (پايدار) د (ناپايددار) ضد دى او (د يوه شي) مقاومت ښيي؛ خو له (همېشني) نه د وخت ډېروالى مراد دى. د فرديناند دوسوسور اصول که مو پر خپله ليکوالۍ عملي کړل؛ ليکوالي به مو بريالۍ وي.

د کلمواو جملو د دقيقې کارونې لپاره خو مو توپير وښود. د توپير د پېژندلو لپاره درې اصول زده کول پکار دي: ورته والى، تضاد او تناسب.

(په خپلو کې د کلمو او جملو) د توپير لپاره د ورته والي، تضاد او تناسب ګټه دا ده، چې موږ ته څو انتخابه راپرلاسوي. چې څو کلمې او جملې راته د انتخاب لپاره په لاس راغلې؛ نو بيا پکې دقيقه کلمه او جمله په اسانه انتخابولى شو. د (ناپايدار) په بېلګه کې مو د تضاد په زرکاڼي درک کړه، چې (پايدار) د (ناپايدار) پر خلاف مقاومت ښيي؛ نو که د دوو کلمو او جملو په ورته والي پوه شو، له دې لارې يې په توپير هم پوهېږو. لاندې درې جملې راته ورته ښکاري؛ نو چې په ورته والي يې باورمن شوئ، بيا په دې هم ځان پوه کړئ، چې په ژبو کې کټ مټ کلمې او جملې نادرې پيدا کېږي، ځکه چې کلمې او جملې له چاپېريال سره د انسان عاطفي تړون دى. مطلب دا چې، عواطف او احساسات څرګندوي. عواطف او احساسات به سره ورته وي؛ خو کټ مټ د يو بل ځاى ناستي نه وي. څه وايئ، چې د ټولو خوشحاليو احساسات يو رنګه دي؟ د خونديتوب او د زوى د زوکړې احساس کټ مټ يو دى؟ اوس نو د دې جملو ترمنځ پر توپير فکر وکړئ. مثلا: موږ د هنر د بېلابېلو څانګو ترمنځ توپير کوو، چې نقاشي رنګونه کاروي، نڅا د حرکتونو له تناسبه پيدا کېږي؛ نو د ادب په اړه به په دې درو جملو کې کومه يوه کاروو؟

ادب لفظي هنر دى.

ادب د الفاظو هنر دى.

ادب له الفاظو نه جوړ هنر دى.

 لومړۍ جمله خو په دې نه شو انتخابولى، چې په (لفظي) کې (ي) نسبت ښيي او زموږ مراد الفاظو ته د ادب منسوبول نه دي، ځکه چې نسبت راته د يوه کل جز ښيي. درېيمه ځکه نه شو کارولى، چې د (جوړ) کلمه د لوستونکي ذهن له اصلي موضوع اړوي او وخت ته يې متوجه کوي؛ خو دويمه جمله په دې ښه ده، چې اضافي ترکيب له ملکيت سره  سره د يوه شي رغنده توکي هم ښيي. په اضافي ترکيب کې مضاف اليه رغنده توک او مضاف يې رغولى وي، لکه: د لرګو کور، د واورې بوت. په مثالونو کې (کور) له (لرګو) او (بوت) له (واورې) جوړ دى. داسې(ادب د الفاظو هنر دى).

د ښې ليکوالۍ او ژباړې لپاره پکار دي، چې په ذهن کې مو دقيقې مانا او دقيق مفهوم ته څو کلمې او جملې موجودې وي، چې يوه پکې انتخاب کړو. په همدې جمله کې راسره په ذهن کې (دقيقه) او (سمه) دواړه صفتونه وو؛ خو ما پکې انتخاب وکړ او انتخاب مې د ورته والي له لارې وکړ. ورته والي پر توپير پوه کړم، چې کېداى شي، د يوې پرځاى د بلې مترادفې کلمې کارونه سمه وي؛ خو دقيقه نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب