يو وخت مي دا هيله کړې وه، چي «غزلبڼ» اوس يو نايابه اثر دی. مينه وال ئې ډېر دي، خو پيدا کېږي نه. کاش، دولت يا خپرندويو ټولنو وخت په وخت د استاد پسرلي د غزلونو دا بڼ په چاپ سمسور او تازه ساتلی وای!!
هغه هيله مي دا ده، اوس پوره شوه. د ګران «ارشاد صالح» ډالۍ کړی «غزلبڼ» مي په لاس کي دی.
د «تکتو کتاب کور» د مسؤل ښاغلي«کفيل قربان» ئې کورودان، چي دا لويه قرباني ئې ورکړه او «غزلبڼ» ئې په ښکلي صحافت بيا چاپ کړ. د مينه والو تر لاسونو ئې ورساوه. د ادب ذوقو ذوقونه ئې په غزلبڼ معطر کړل. د پښتو ادب منظومه برخه ئې بيا د استاد پسرلي د سلګونو غزلونو په رنګونو، رنګينه او حسينه کړه.
د غزل په مينه والو ئې د غزلبڼ سفر پيل کړ.
«غزلبڼ» د غزلستوري، ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي د غزلونو بڼ دی.
په دې غزلبڼ کي د استاد پسرلي د تخيل مرغان ډېر لوړ الوت کوي. اهنګيني نغمې وايي.
غزليز شور او سندريز اوازونه کوي.
د مينه والو ذوق پکي د هنري رنګونو تماشې کوي او هنري خوندونه ترې اخلي.
د لوستونکو ادبي ذوق تسکينوي او ادبي تنده ئې د دې غزليز بڼ د هر غزل تر سيوري لاندي ماتېږي.
غزلـبـڼ د پښـتو ادب په تېره بيا په منظومه برخه کي ستر ارزښتـنـاک اثر دی؛ څومره چـي ئې کميــت زيات هغسي په کيفيت هم. غزلبڼ د استاد پسرلي لوړ فکرونه، ژورخيالونه او شاعرانه کمالونه دي؛ د شاعرانه ښکلاوو دنيا ده، پرېمانه ښکلي ترکيبونه، شاعرانه انځورونه، محاورې او متلونه لري.
اجتماعي، تاريخي، فـلسفي، غنايي، عرفاني مـضاميـن او ټولنيز مسايل رانغاړي. د استــاد پسرلي صاحب د شاعرۍ ژبه ولسي ژبه ده. په پرېمانه کچه ئې محاورې، متلونه، کليوالي لهجې او د ولسي ژبي لغـتونه کارولي دي.
شاعري ئې روان سمندر دی. د تشبيهاتو، استعارو، کنايو، سيمبولونو، بديعي صنعتونو او د نورو راز- راز مضامينو مرغلري پکي موندل کېږي.
استاد پسرلی د ۱۳۰۷ل په اولو کي د غزني په قره باغ کي زيږېدلی او په ۱۳۹۲ل د ۸۵ کالو په عمر وفات شو.
پسرلي صاحب که څه هم زده کړي (تر څلورم ټولګي پوري، هغه وخت د نورو زدکړو زمينه نه وه.) نه وې کړي، خو د خدای ورکړي استعداد او پخپل ادبي ذوق ئې پښتو ژبي او ادب ته ډېر څه ورکړل.
ځان ئې «پسرلی» کړ.
پښتو غزل ئې ګلزار کړ.
دې «پسرلي» پښتو شعر و ادب تاند او تازه وساته.
پخپلو وږمو ئې ډېر ادبي او شاعرانه ذوقونه ونازول.
همداسي د غزل استاد او غزلستوری شو، چي رڼا ئې تلپاته او په دې رڼا به پښتو غزلستان روښانه او ځلانده وي.
څو بيتونه د نمونې په ډول:
استاد د فکر د ارزښت او بدلون په اړه وايي:
نه زوړ منطق چلېږي ياره نه زاړه فکرونه
ځيرک زلمي په تـاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
که بـدلون غواړې پـسرليه! فکر مه هېروه
مـوډ، خـو خولۍ بدلوي فـکر دی چې سـر بدلوي
د رنګ او ښايست په اړه ئې څه ښه ويلي دي:
رنـګ او ښـايسـت سره تـړلي نـه دي
اوبړۍ هم شنې وي خو ښکلا نـه لري
استاد په پټو سترګو تقليد او په نورو پسي تلل په دې بيت کي څنګه انځور کړي دي!!
په لومړۍ مسره کي خپله مدعا او په دويمه مسره کي مثال راوړي او ثبوتوي ئې.
نورو پسې تګ خلک خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مــخ
بل ځای وايي:
زلفو او بڼو يې په زړه دومره وېرولی يم
لاس لکه ماشوم د مار، لړم انځور ته نه وروړم
د زمانې جبر، د حالاتو او شرايطو زور او مجبوري داسي بيانوي.
زمانې يو واړه کړي، شرايطو ساړه کړي
دا ايرې هم سرې لمبې وې، دغه سکور هم يو وخت اور و
غزلبڼ ولولئ، چي د غزل په خوند، رنګ او ښايست پوه شئ!