تاند ( دوشنبه د لیندۍ / قوس ۱۲مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې کار عملا روان دی.
د روانې لیندۍ / قوس میاشتې په ۶مه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي تجهیزاتو یو لنډمهاله بندر جوړیدو خبر ورکړل شوی وو.
په یاد خبر کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو،چې دواړه لوریو په یوه غونډه کې افغانستان ته د ټاپي پروژې د پایپ لاین او تجهیزاتو د لېږد لپاره د بندر جوړېدو باندې خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې وه، چې دا بندر د سلیم چشمه په سرحدي سیمه کې د لنډ وخت لپاره جوړېږي.
یاده دې وي چې ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.
د چارواکو په وینا چې تر اوسه پورې ۲۱۴ کیلومتره د ګازو نللیکه په ترکمنستان کې رغول شوې.
ویل شوی چې له ترکمنستانه تر هنده پورې د ګازو په دې نللیکه کې به په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز لېږدول کېږي،چې له دې به پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې برخه به یې په مساوي ډول پاکستان او هندوستان ته ورکول کېږي.
د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.