Homeخبرونهپه څو وسله والو بریدونو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ۲۰...

په څو وسله والو بریدونو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ۲۰ تنه وژل شوي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲ مه) په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د حکومت ضد وسله‌والو ترمنځ په نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا نښتې په خیبر پښتونخوا، پنجاب، او بلوچستان ایالتونو کې شوې دي.

د راپورونو له مخې، په دې نښتو کې ۱۶ حکومت ضد وسله‌وال او ۴ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د بنو په باکه خېل سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یوه یو لړ عملیاتو کې ۵ وسله‌وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. په دې نښته کې د پاکستان یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبر ولسوالۍ د شکې په سیمه کې په یوه بل برید کې ۳ وسله‌وال وژل شوي او ۲ نور د دې هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د خیبر ولسوالۍ ځایي سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې یو له وژل شویو بریدګرو څخه د روان کال په ترڅ کې د خبریال خلیل جبران د وژنې په قضیه کې ښکېل و.

له بلې خوا، د پنجاب د میانوالی د چاپري د پولیسو پر پوستې د وسله والو د برید په پایله کې ۴ وسله‌وال وژل شوي او د پاکستان دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.

پاکستان په وروستیو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو، تروریستي بریدونو، او وسله‌والو نښتو شاهد دی.

پاکستاني چارواکي د دې بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر غاړه اچوي.

1 COMMENT

  1. له بلوچیستانه پرته په نورو ایالتونو کی د داسی پېښو په ډیروالې کي برکت او بلوڅانو ته د آزادی په ترلاسه کولو کی بریالیتوب او شجاعت!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...