Homeخبرونهمجاهد: د پاکستان «دښمنانه» اقدامات به پاکستاني پوځيانو لپاره سختې پایلې ولري

مجاهد: د پاکستان «دښمنانه» اقدامات به پاکستاني پوځيانو لپاره سختې پایلې ولري

تاند/ پنجشنبه د تلې – میزان ۲مه/  افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د پاکستان د نن سهار په هوايي بریدونو کې، چې پر کندهار، پکتیا او خوست یې کړي، څلور ملکي وګړي «وژل» شوي دي.

مجاهد نن (پنجشنبه، د تلې ۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه دغه بریدونه «تېری» او «جنایت» بللي او په کلکه یې غندلي دي.

هغه ویلي، دوی به د دغو بریدونو او د پاکستان د هغو کړنو پر وړاندې چې ده «سرغړونې» بللې، «قاطع دریځ» ونیسي او مناسب ځواب به ورکړي.

نوموړي زیاته کړې ده: «د افغانستان ا امارت خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د پاکستان د پوځي رژیم د دغو تېریو او بې‌شرمانه سرغړونو پر وړاندې به د قاطع دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شي، ان‌شاءالله.»

د طالبانو د حکومت ویاند همدارنګه پاکستان ته د بې‌پیلوټه الوتکو د تېرېدو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې د دغو بریدونو د توجیه کولو هڅه بللې ده.

مجاهد خبرداری ورکړی چې دا ډول «دښمنانه» اقدامات به د افغانستان د خلکو د غوسې لامل شي او د پاکستاني پوځيانو لپاره به پایلې ولري.

پاکستان د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې درې تنه «شهیدان» او څلور نور ټپیان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...