Homeخبرونهکرزی: پاکستان له «منفي پالیسۍ» لاس نه اخلي او دې اور یې...

کرزی: پاکستان له «منفي پالیسۍ» لاس نه اخلي او دې اور یې خپله لمن هم نیولې

تاند/ پنجشنبه د تلې – میزان ۲مه/  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د کندهار، خوست او پکتیا پر ځینو سیمو د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې له اسلام‌اباد غوښتي چې له افغانستان سره دې د ښه ګاونډیتوب لاره خپله کړي.

حامد کرزي نن (پنجشنبه، د تلې ۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې، پاکستان له خپلې «منفي پالیسۍ» لاس نه اخلي او د دې پالیسۍ «اور» یې خپله لمن هم نیولې ده.

هغه ویلي چې افغانان د پاکستان د هغو څه پر وړاندې چې ده «تېری» بللی، له هر ډول توپیر پرته، په یووالي او اتحاد ولاړ دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر یو ځل بیا د پاکستان له حکومت غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې په «متمدنانه» ډول تنظیم کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان نن سهار وختي د افغانستان پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

طالب ویاند منلې چې، په دې بریدونو کې ۴ ملکیان مړه شوي دي.

پاکستان د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

پاکستان وايي، د افغانستان پر لسو سیمو یې هوايي بریدونه کړي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...