پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهليکوال او کره کتنه| ګل رحمن رحماني

ليکوال او کره کتنه| ګل رحمن رحماني

  له کره کتنې د خپل اثر اوچت بلل، له حقيقت او سمون  نه د تېښتې مانا لري، د نيمګړتياوو او کمزوري ټکو منل، زموږ د پوهې، پراخ نظرۍ او علمي زغم څرګندونه کوي، خو له بده مرغه چې په ادبي کړيو او بهيرونو کې مو دا ستونزه  لا هم موجود ده او ځينې ليکوال خپله خبره د کاڼي کره او په ټوله مانا نهايي بولي.

  د غوره او معياري اثارو د پنځولو لپاره بايد دې حقيقت ته غاړه کېږدو چې  د هر اثر لومړى لوستونکى خپله د اثر ليکوال دى، خلاق او هڅاند ليکوال خپله هره ليکنه د ليکنې په جريان کې او د ليکنې تر بشپړېدو وروسته په بيا بيا په انتقادي نظر لولي، خو دا لوستنه يې د عادي لوستونکي په څېر نه وي.

  دى د لوستنې پرمهال ځانته خنډونه را ولاړوي، نيوکې  پرې کوي، ځان ته په لوى لاس پوښتنې پيدا کوي، بيا يې د حل او له منځه وړلو له پاره په خپله ليکنه کې سمون راولي او محتوا يې هر ځل تر پخوانۍ بڼې ښه کېږي او اثر يې د جامعيت او بشپړتيا خواته ځي.

که چېرته ليکوال دا هنر ولري، د خپلې ليکنې خوګانې(نيمګړتياوې) د نورو تر نيوکې او اشارې وړاندې خپله پيدا کوي او حل لاره ورته لوټوي، نو ځکه  د اثر د وړاندې کولو پر مهال  د کره کتونکو له نيوکو تر ډېره  خوندي وي او د يوه ډول ارام احساس کوي چې دا احساس کله کله د ليکنې څخه د رضايت لپاره وي، خو کله بيامضرتمامېږي.

مضر په دې مانا چې که ليکوال تل په دې فکر وي چې عالي او بې نيمګړتياوو ليکنه يې کړې او له خپلې هرې ليکنې رضايت او قناعت څرګند کړي، له نيوکې يې اوچته بولي؛  نو پر مخ يې د نوښت دروازې تړل کېږي، نوښتيز او يا حتى شاهکار اثار نه شي پنځولى.

په بل عبارت ، ارام او ټنبل اموخته کېږي، يو ډول داسې غرور ورسره ملګرى کېږي چې په تدريجي ډول ليکوال له خپلو لوستونکو لرې کوي او له اثر نه يې د نوښت او خوند مالګه ورکېږي.

ځينې داسې ليکوالان شته چې د ليکنې پر مهال ځان تېر باسي، نه يواځې چې په خپله ليکنه په بيا بيا کتنه نه کوي، بلکې ځينې ستونزې او نيمګړتياوې چې په اثر کې يې موجودې وي او دى يې هم درک کوي، چندان پاملرنه ورته نه کوي،  همداسې يې پټې ساتي.

دا کار شايد د ټنبلۍ او يا هم په ددې سبب وکړي چې لوستونکو ته اوچت او تجسسي مقام نه ورکوي، لوستونکى عادي ګڼي، فکر کوي چې دا يوازى خپله دى دى چې د ليکنې ستونزې يې درک کوي، شايد لوستونکى دا وړتيا ونه لري.

په داسې حال کې چې خپل لوستونکى بايد هېڅ وخت هم عادي ونه ګڼي، داسې فکر وکړي چې د اثر هر عادي لوستونکى يې نقاد ذهن لري، يوازې دده د ليکنو نيمګړتياوو ته ځير دى او د ليکنې په ستونزو پسې يې  څراغ را اخيستى.

له لوستونکي دا وېره که څه هم لوستونکى به نقاد ذهن ونه لري، خو دا موضوع له ليکوال سره مرسته کوي چې تر ډېره حده بشپړ او جامع اثر رامنځته کړي، د نيوکو پروړاندې جامع ځواب او استدلال ولري.

دلته يوه بله ډېره مهمه خبره دا ده چې ليکوال بايد د خپلې ليکنې د لوستلو پرمهال سره له دې چې د سمون او ترتيب(حذف او زياتونې) بشپړ صلاحيت يې لري، له ځانه لوستونکى جوړ کړي، خلاق او نقاد ذهن ولري.

دى چې له خپلې ليکنې سره کوم چلند او په اړه يې قضاوت کوي، نو دا دې په ياد وساتي چې د هر بل لوستونکي قضاوت او چلند به له ليکنې سره تر ده سخت وي.

که ليکنه يې خوښه شوه، نو اړينه ده چې د خوښېدو يا ښېګڼو ټکي يې په ذهن کې يادښت کړي، په دې پوه شي چې ليکنه يې ولې ښه وه، کوم مثبت ټکي يې درلودل، له ابهام او ګونګتيا نه څومره لرې وه، پيغام او موخه يې څومره روښانه وه، تورې او جملې يې څومره پر ځاى کارېدلې وې، د لفظونو او ماناګانو تړاو يې څنګه و؟

په همدې ترتيب د منفي خواوو يا کمزورو برخو په ياد ساتل، لاملونه يې او د حل يا د له منځه وړل يې ياداشت کول د ليکوال لپاره ډېر اړين دي.

دا يادښتونه نه يواځې چې ليکوال سره د همدې تر لاس لاندې ليکنې په اصلاح کې مرسته کوي، بلکې دده د راتلونکو ليکنو پرمهال ورته د يوه لارښود مانا لري، په اثر کې يې پوخوالى، کره والى او دروند والى پيدا کوي.

پرځان کره کتنه د ځان پېژندنې او ځان موندنې بنسټ جوړوي، په يوه داسې ټولنه کې چې پر ادبي اثارو يې معياري او بې پرې نقد يا کره کتنه ډېره کمه وي، د ليکوال اثر خپله د ليکوال کره کتنې ته خورا ډېر اړ دى.

دا خبره به داسې توضېح کړم چې معياري او اصولي کره کتنه له ليکوال سره د غوره اثر په رامنځته کولو کې مرسته کوي، ليکوال ته خپلې نيمګړتياوې يا خامۍ ور په ګوته کوي، خو که دا کار ونه شي، نو په اثر کې يې شته خامي خامخا يوه ورځ د کوم بل خلاق لوستونکي له لوري را برسېره کېږي.

سره ددې چې د ليکوال کره کتنه هم د هغه د پوهې او معلوماتو په دايره کې وي، خو دا به لږ تر لږه لوستونکو او يا کره کتونکو ته ددې قناعت ورکړي چې هغه له خپلې ليکنې سره بې پروايي نه ده کړې، خپل ځواک او نهايي پوهه يې ورڅخه نه ده سپمولې.

زه نه وايم چې له دې لارې به ليکوال رښتيا هم يو بشپړ او معياري اثر وړاندې کړي، خو لږ تر لږه به يې دا کار کړى وي چې د لوړې کچې د کره کتونکو او نقادو لوستونکو کار اسانه کړي او ځان له ملامتيا وژغوري.

د ليکنې تر خپرېدو يا مخاطب ته تر وړاندې کېدو وړاندې دا موضوع ځکه ډېره مهمه ده چې تر دې وخته د ليکوال اثر د هغه خپل مال ګڼل کېږي، دى ورباندې بشپړ حاکميت لري، اثر يې لا په واک کې دى.

کله چې بيا اثر دده له لاسه ووت، د لوستونکو يا خپلو مخاطبينو لاس ته ورغى، نو نور هغوى هم په کې شريک دي، کتابتونونو او بازارونو ته ځي، د بېلابېلو کچو لرونکو لوستونکو لاس ته ورځي.

بيا نو ليکوال د چا د نقد او نيوکې مخه نه شي نيولى او نه يې هم په ځانګړي مخاطب پورې محدودولى شي، دى مجبور دى چې دهغوى قضاوت ته غاړه کېږدي او د خپل اثر مثبت او منفي خواوې د هغوى په نظرونو او وړانديزونو کې و ارزوي.

يوه ورځ مې له يوې راډيو نه د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونه اورېده، په وروستۍ برخه کې يې کوچنۍ ډرامه درلوده، څو ماشومان باغ ته د مېلې لپاره ځي، هر يو له کوره د پخلي لپاره يو څه وړي.

يو ماشوم له ډېرې بې وزلې کورنۍ څخه وي، کور کې يې څه نه وي، مور يې يوازې مالګه ورکوي، کله چې مېله پيل شي، نو له دې ماشوم سره يوازې مالګه وي، نور ماشومان يې له مېلې شړي، په لاره کې باغوان په مخه ورځي.

باغوان يې د ژړا د لامل پوښتنه کوي، چې خبر شي بېرته يې  ور ولي او ماشومانو ته وايي چې خير دى غريب دى، درسره ملګرى يې کړئ، ماشومان د باغوان خبره مني او  ډرامه د ماشومانو په خندا پاى ته رسېږي.

ددې ډرامې له اورېدو وروسته ماته ځينې پوښتنې پيدا شوې، که زه ددې ډرامې ليکوال وى، ما ډرامه داسې جوړوله چې ماشومان ډوډۍ پخوي، د خوړلو په وخت کې يې پام شي چې بې مالګې ده، هغه شړلي ماشوم ته يې پام کېږي چې مالګه ورسره ده.

پسې ورځي، را پخلا کوي يې، د ډوډۍ مالګه برابروي او سره خاندي، دلته له يوې خوا د مالګې پر اهميت يو پيغام وړاندې کېږي او له بلې خوا ماشومان خپله يوه ستونزه په خپله هواروي، درېيم کس ته اړتيا نه پيدا کېږي.

دلته څرګندېږي چې په خوړوکې تر ټولو مهم شى( مالګه) له بېوزلي ماشوم سره وه، له داسې مېلو پرته په عادي ژوند کې هم هر څوک ځانګړى ځاى لري، هېڅ شى او هېڅوک بې ضرورته نه دي پيدا شوي، بايد بې ګتې او کوچني ونه ګنل شي.

ما داسې فکر وکړ چې د ډرامې ليکوال په خپله ډارمه بيا ځلي نقد او کتنه نه ده کړې، پيل يې ښه کړى، خو پايله يې بې خونده او ښايي د عامو لوستونکو د توقع خلاف او ډېره زړه را ښکونکې نه وي.

ليکوال بايد پوه شي چې د خپلو مخاطبينو پر وړاندې مسوول دى، هغوى حق لري چې دده پر اثر نيوکه وکړي، وړانديز ولري او په منفي خواوو يې سترګې پټې نه کړي.

دا هم طبيعي ده چې په ليکوال نيوکه ډېره ښه نه لګي، خامخا ورسره يو څه حساسيت څرګندوي، په ځانګړي ډول د عامو لوستونکو په نيوکه زرجدي کېږي، ځکه فکرکوي چې دى ترهغوى ښه پوهېږي.

ددې لپاره چې ليکوال تر يوې کچې ددې ستونزو او نيوکو مخه ونيسي، نو د لوستونکو تر نيوکې او کتنې وړاندې دې د خپلې ليکنې کره کتونکى او لوستونکي شي، تشې دې ډکې کړي او شته پوښتنو ته دې مخکې له مخکې  علمي او منطقي ځواب ووايي.

يادښت: دا ليکنه په “کندهار” دوه مياشتنۍ مجله کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب