یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهموبايل (لنډه کيسه) ايمل پسرلى

موبايل (لنډه کيسه) ايمل پسرلى

نه مې غوښت خو په وچ زور يې راباندې ومانۀ. موبايل تيلې فون يادوم. لس کاله وړاندې ما ويل زما يې له موبايل سره څه. په کور او دفتر کې تيلې فون لرم نور يې څه کوم. خو مېرمن مې زوروره شوه. ويل يې په دې عصر کې بې موبايله انسان اصلآ ژوند نه شي کولى. منطق يې راته د منلو نه و. خو نوى پيل کړى ودنى ژوند مې په يوۀ تيلې فون نه خراباوۀ.

مېرمن مې خپله شمېره په کې ثبت کړه. ما ورسره مخالفت وکړ. ورته ومې ويل:

– ستا شمېره مې له يادو زده ده، څه ته يې په تيلې فون کې ږدې.

– د انسان په حافظې څه باور دى.

وروسته وروسته هغه ټولې شمېرې چې کلونه راسره په حافظه کې وې موبايل کې ثبت شوې. ورو ورو مې له ذهنه د تيلې فون شمېرې داسې پاکې شوې لکه د کمپيوټر پر اسنادو چې د ډيليټ تڼۍ کېکاږل شي.

د وخت په تېرېدا مې موبايل هم هغسې بدل شو لکه زۀ چې بدلېدم.

سهار له خوبه د راويښېدا زنگ مې ورک کړ. موبايل به په يوې خوندورې موسيقۍ راوېښولم. لاسي ساعت مې پرېښود، موبايل له وخته خبرولم. جنتري مې نه اخيسته، موبايل درلوده. د کمپيوټر غټ سکرين ته ناسته کمه شوه، د موبايل پر رڼې ښېښې مې اينټرنيټ کوت. د ښار نقشه راسره په موبايل کې وه. د غونډو د رارسېدا خبر موبايل راکاوۀ. د ملگرو او خپلوانو له کاليزې موبايل خبرولم. د وادۀ ، کوژدې او نکاح له ټيک وخته موبال خبرولم.

دا نن سهار چې له کوره وتلم مېرمن مې په ډېر تاکيد راته وويل:

– هېرجن سړى يې، موبايل دې هېر نه کړې.

– څه مې بيا هېر کړي دي؟

– در خبره يم، مه يې راسره شاربه، دا ښه ورځ نه خرابوم.

مېرمن مې له کوره ووته. خبره يې ښه راباندې ونه لگېده. له کوره چې وتلم موبايل مې جېب ته واچاوۀ. د اورگاډي په تمځاى کې خبر شوم چې کوم اورگاډى خراب شوى، گاډي پر وخت نه ځي. مهمه غونډه مې درلوده. موبايل کې مې وخت وليد. که اورگاډي ته منتظر شوى واى ناوخته کېدۀ. د ټکسي د دفتر شمېره مې د موبايل له اينټرنيټه وموندله. زنگ مې ورته وواهۀ. ويل يې په لسو دقيقو کې به د اورگاډي د تمځي په خولۀ کې راته ولاړ وي.

دباندې ودريدم. زړۀ مې په تنگ شو. مېرمن ته مې زنگ وواهۀ.

– خير خو دى، ولې دومره وخته زنگ وهې؟

– ولې د زنگ لپاره هم بايد وخت درڅخه واخلم؟

– نه موټر چلوم.

– ښه ښه ځه، هسې مې حال اخيست. لارې ته گوره چې ټکر ونه کړې.

– سمه ده وروسته بيا يوه مهمه خبره درته لرم.

– څه شى؟

تيلې فون يې بند کړ. بيا مې زنگ ور ونه واهۀ. ما ويل ټکر ونه کړي.

ورور مې راياد شو، دا ډېر وخت مې زنگ نه و وروهلى. په کابل کې و. پوره لا زنگ نه و ورغلى چې ځواب يې کړ:

– بلې بلې بلې اورم اورم

– سلام زۀ يم له لندنه

– اوووووو سلام سلام اورم دې ښه خو يې

– هو د خداى فضل څه حال څه احول؟

– يوه ډېره مهمه او ضروري خبره درسره لرم، ښه دى چې زنگ دې وواهۀ.

– خير خو دى؟

– خير دى خو خبره مهمه ده اوس يې نه شم ويلى داسې نيم ساعت وروسته زنگ راووهه.

– اوس ولې نه؟

– په يوه مجلس کې يم.

ټيلې فون بند شو. په موبايل کې مې نيم ساعت وروسته وخت ثبت کړ چې فون يې راياد کړي چې بيا ورور ته زنگ ووهم. ورپسې مې په موبايل کې د هوا حال وغوښت. ويل يې لندن کې باران اوري. فون مې بند کړ.

د سړک پورې غاړې لوى دوکانونه وو. مخته يې د اوبو کوچنى ډنډ او فواره وه. ورغلم. د اوبو شور خوند راکړ. لاس مې اوبو ته يووړ. يخې وې. د ډنډ پر ژۍ کښېناستم. دړز شو ويې ډار کړم. که گورم دوو موټرو ټکر کړى دى. د چا غږ مې واورېد چې امبولانس يې غوښت. ما ويل زۀ به زنگ ووهم. له لاندۀ لاسه مې موبايل داسې ښوى وښوېيد ته وا کب مې نيولى و. موبايل نيغ د اوبو ډنډ ته ولويد. لستوڼي مې راپورته کړل. په يخو اوبو کې مې لاس ډوب شو. موبايل مې راويوست. بيټرۍ ته يې اوبه ورغلې وې. ښيښه يې له اوبو ډکه وه. له کاره لويدلى و.

د پوليسو موټر راغلل. سړک يې بند کړ. نور موټر يې په دې لاره نه پرېښودل. په ټکر کې د دواړو موټرانو چلوونکي خوږ شوي وو. د ټکسي وال راياد شو. دا سړک ورته بند و که راغلى هم وي د اورگاډي تمځي ته نه شي راتلى. بايد زنگ راووهي. خو تيلې فون مې له کاره لويدلى دى. د تيلې فون غرفه مې پيدا کړه. د ټکسي د دفتر شمېره راسره نه وه. په حافظې مې زور راوست چې د مېرمن شمېره راياده کړم. گټه يې ونه کړه. نه پوهېدم څو بجې وې. د لاندۀ ټيلې فون بيټرۍ مې وايستله، وچه مې کړه بيرته مې ورواچوله خو موبايل کار ونه کړ.

کور ته ستون شوم. ما ويل که کوم زوړ موبايل ومومم چې د لاندۀ شوي سيم کارت ورواچوم. د دروازې کړپ شو. مېرمن مې راستنه شوې وه. وار له واره يې وويل:

– دومره وخته ولې راغلى يې؟

– ولې په ليدو مې خپه شوې؟

– نه بابا، خود خوشاله يم خو ما ويل زنگ به راوهې.

– زنگ چې مې وواهۀ راته ويل دې مهمه خبره لرم.

– نو مهمې خبرې ته خو لا وخت شته.

– ولې ؟

– موبايل به يې بيا در په زړۀ کړي.

– موبايل اوبو ته ولويد، له کاره لويدلى دى.

د مېرمنې تندى مې وليد چې تريو شو. ما ويل که په موبايل خپه شوې ده، ډاډ مې ورکړ:

– سمېږي بس چې وچ شي سم به شي.

هغې څه ونه ويل. ما وپوښتله:

– په کور کې کوم زوړ تيلې فون نشته؟

– تيلې فون به پيدا شي خو ستا له حافظې سره به څه کوو؟

– ولې؟

– ته پوهېږې چې نن کومه ورځ ده؟

– موبايل مې لوند شوى دى چې درته ويې گورم.

– نن مو د وادۀ لسمه کاليزه ده، په موبايل کې مې درته وخت کوک کړى و چې پوره ١٠ بجې به زنگ راوهې چې د وادۀ لس کاله دې مبارک شه.

– اوس څو بجې دي؟

مېرمن مې راڅخه تېره شوه. د کور شمېرې ته زنگ راغى. د دفتر اداري مسووله وه.

– وبخښئ موبايل مو ځواب نه وايه نو کور ته مې زنگ وواهۀ.

– نه خير دى، وبخښئ زۀ کار ته نن نه شم درتللى.

– هو پويه شوم، سهار نه وئ، خو دلته تاسو ته د گلانو سره گېډۍ راغلې ده ، تاسو ته يو ليک هم شته، ما ويل چې خبر مو کړم.

– ماته گلان؟

– هو ستاسو په نامۀ دي.

– کېداى شي دا ليک يې راته ولولئ؟

– د گډ ژوند لسمه کاليزه مو مبارک.

– مننه.

– نه دا په دې ليک کې ليکلي و.

– ښه ښه، د چا له خوا دى.

– ستاسو د مېرمنې له خوا.

ټيلې فون مې کېښود. مېرمنې ته مې ورغلم. داسې غلى ودرېدم لکه گناه چې مې کړې وي. هغې ځان نه راباندې پوهاوۀ. ورته ومې ويل:

– له گلانو دې مننه.خو ….

– خو څه؟

– خو ته پوهېږې چې په دې عصر کې بې موبايله ژوند نه کيږي.

د ميرمنې سترگې مې له اوښکو ډکې شوې خو ويې نه ژړل. چابکه تېره شوه پخلنځي ته لاړه. پسې ورغلم. ورته ومې ويل:

– ديگ به نه کوې، ځو دباندې ډوډۍ خورو.

څه يې ونه ويل. راياد شول چې موبايل مې لوند دى. ومې ويل:

– وبخښه دا موبايل دې راکوې چې يوۀ رستورانت ته زنگ ووهم؟

د دسمبر ٢٧ او ٢٨

د ماخوستن ١٢:١٠

لندن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب