پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبخرافات او ماډرنيزم | اجمل ښکلی

خرافات او ماډرنيزم | اجمل ښکلی

د اردو مشهور طنز ليکوال او کره کتونکى مشتاق احمد يوسفي يو ځاى وايي، چې زما خپلو خلکو ته په دې غوسه نه راځي، چې د بواسيرو درملنه په دم و تعويذ کوي، بلکې په دې ورته غوسه يم، چې بيا ورسره ښه هم شي.

دا په ظاهره يو ښه طنز دى؛ خو د خپلې ټولنې ښه شناخت هم دى. يوسفي دا ويل غواړي، چې خرافاتو زموږ په ټولنيز لاشعور کې دومره ژورې ريښې ځغلولې، چې يوه جسمي ناروغي هم په دم و تعويذ سره ښه کېږي. زه دا نه غواړم، چې خپل لوستونکى خرافاتو ته وروبلم؛ خو هغه چې موږ خرافات بولو، ګنې يوه فوکلوريکه پوهه نه ده او په تجربه نه ده ولاړه؟ که ده؛ نو بيا ترې ګنې په عصري علم کې استفاده شونې نه ده؟

فرويډ يو ډاکټر و؛ خو متوجه شو، چې څه جسمي ناروغۍ داسې دي، چې په درملو نه ښې کېږي. په دې ډول ناروغيو کې د انسان يو غړى درد کوي؛ خو لامل يې جسمي نه وي، بلکې د انسان روان او په روان کې لاشعور وي. په لاشعور کې داسې غوښتنې او ځورونې ورټولې وي، چې په وينا او جسم کې د نښو په بڼه ځان ښيي؛ نو چې تر څو يې هغه رواني لامل له منځه لاړ نشي، جسمي درد له منځه نه ځي. فرويډ به د دې کار لپاره خلک په مصنوعي خوب ويدول يا هيپنوتيز کول او د دوى د لاشعور خبرې به يې اورېدې او بيا به يې شنلې او په دې ډول يې له دوا پرته درملنه کوله.

په معاصره نړۍ کې د ژبې په مټ له هيپنوتيزم نه سياسي استفاده کېږي. مثلا: په لويو هېوادو کې د ټاکنو په ورځو کې له دې نه د خلکو د ورماتولو لپاره کار اخيستل کېږي؛ خو که د هيپنوتيزم تاريخ ته وګورو، تر لرغوني هنده يې تاريخ رسېږي، چې د افريقا په بدوي قبايلو کې تراوسه شته؛ خو کله چې د ماډرنيزم په مست هاتي سپور اروپايي استعمار هند و افريقا ته لاړ، دا هر څه يې خرافات وبلل او موږ تراوسه د خپل فرهنګ هغه اړخونه چې لا د استفادې جوګه دي، د ماډرنيزم په چاړه وهو.

افغانان نوزېږي ماشوم ته پر غاړه بربو، مرۍ، تعويذ او چاکو اچوي. د مريو تر شا ښايي د سينګار ذوق پټ وي، د چاکو په اړه څه نشم ويلاى؛ خو بربو د دې لپاره ورپه غاړه کوي، چې له بلاګانو يې وژغوري. د بلاوو مشخص تعريف زموږ په فرهنګ کې نشته؛ خو دا زموږ د لرغوني فرهنګ پاتې شونې برېښي، چې له پېري سره توپير لري او کله کله د بدو پېښو لپاره هم د استعارې په توګه کارېږي. زموږ په انګېرنو کې دا خبره شته، چې په ونو کې بلاوې پټې وي(په ونو کې د بلاوو شتون د اوسنۍ تجربي علومو همغه کاربن ډاى اکسايډ خو نه دى؟) او بربو ماشوم له بلاوو ساتي. ما چې اورېدلي، بربو او د بربو او سپېلنو لوګى د اوسني طب په وينا، کومه بلا نه وژني، بلکې په فضا کې خپاره ميکروبونه وژني، چې ماشوم ناروغولاى شي. د انګېرنو په ژبه بلا لومړى ماشوم ناروغوي، بيا يې وژني او د طب په اند، ميکروبونه ماشوم ناروغوي او که پر وخت درملنه يې ونشي، ماشوم مري. اوس که د خرافې د “بلا” پر ځاى په دې سياق کې “ميکروب” کېږدو، د خرافې او علم ترمنځ د پوهاوي امکان پيدا کېږي. هغه چې خرافه يې بلا بولي، په علم کې ميکروب دى. ميکروب هغه بلا ده، چې ماشوم خوري. دومره ده، چې پخوانو دومره ساينسي وسايل نه درلودل، چې ناروغۍ دقيقې تشخيص کړي؛ نو لکه څرنګه يې چې د طبيعت د ښکاره شيانو لپاره له تخيل نه په استفاده اسطورې جوړې کړې وې، داسې يې د ناروغۍ اسباب د بلا په خيالي موجود کې شته کړي وو.

پوښتنه دا ده، چې هغه انګېرنه چې موږ يې خرافه بولو له طب سره په موازي محور نه ده ولاړه؟ که ولاړه ده؛ نو بيا ښکاري دا چې ستونزه د خرافې او علم ترمنځ د نه تفاهم ده. چېرته چې علم د خرافې په مانا نه دى پوه شوى، رد کړى يې دى او يا دا چې چېرته ماډرن علم له فرهنګونو سياسي وېره حس کړې، د خرافې په نوم يې ښکنځلي.

زه دا نه وايم، چې د تور ژيړي درملنه دې په دم يا په غاړه کې د پياز په ځوړندلو يا څاښت وشي؛ خو په اوسنۍ پوسټ ماډرن نړۍ کې چې د ماډرنيزم د خرافاتي ګڼلو کلچر خرافه بلل شوى او د ټولو خلکو فرهنګ ته احترام کېږي او پياوړى کېږي، موږ ولې خپله هره فرهنګي کړنه يا دود خرافه وبولو؟ د خرافې بلل ګنې ډېر دقت ته اړتيا نه لري؟ که له تاسو يې واورم، ډېر به خوشحاله شم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب