پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+عقل یې نه مني | استاد سعدالدین شپون

عقل یې نه مني | استاد سعدالدین شپون

ایمل جان پسرلي په یوه مرکه کې زما د کیسو د رښتینولۍ په باب شک ښکاره کړی. و یل یې: یو، دا د منلو نه ده چې په سالنګ کې دې یو موټر کوز د واورې شېلې ته راورغړي. بیا اتل په یواځې ځان یوه نجلۍ په پړي پاس سړک ته راکش کړي، هغه هم بیا پرچمۍ وخېژي.

 هلته ما یو نرم غوندې عذر وغوښت، ویل مې چې مهمه دا ده چې د پېښېدو امکان یې شته.

خو هغه ورځ مې چې په تخار کې د ډله ییز زبرزنا د پېښې خبر واورېد، ورسره مې د بن لادن په سي ډېګانو کې د سیکسي صحنو د موجودیت واورېدل، پس له ډېرې غوسې، تعجبونو، شکونو، الله الله، توبه توبه مې دې وي ویلو، اول شی چې زړه ته راولوېد د ایمل پسرلي د منل توب او نه منې نیوکه وه چې په څومره زړورتوب یې په ما عاجز بنده کړې وه.

 د امریکاغږ د سید فضل اکبرکیسه رایاده شوه چې ویل یې موږ نیویارک کې د مجاهدینو د تنظیمونو د هغه هیات کوربانه وو چې مشر یې خالص مولوي و. وايی ما سره هوټل کې درې څلور نور د دویمې پایی مشران و. یو ورکې انجنیر نومی کشری هم و. هغه تلویزیون کې سیکسي صحنې کتلې، خو چې نور راننوتل، تلویزیون مو مړ کړ.

 داسې ښکاري چې هغه تازه راغلي مجاهدین راباندې پوه شول، ځکه یې لاحول ولا ډېره تکراروله. چې د خوب وخت شو، څه کش کړپ راپاڅولم. که ګورم د دې ډلې مشر لکه ځنځه تلویزیون ته وروښویېد، خو هر څومره خوارۍ یې وکړې بل یې نه شو کړای. بیا یې زه له خوبه راپاڅولم

(یا به پوهېده چې زه ویښ یم) راته کړه یې: باچا صیب، ته خو د تلویزیون تڼۍ ته یو کړچ ورکړه چې هماغه فلم وګورو.

نو اوس مې یو بل عجیبه توری له خپل کنداري یار نه یاد کړی، په اېمل به یې وازمېیم. اېمل جانه څومره ساده شیطان دې دی. دې تېرو دېرشو کالونو کې زما په ساده پټان وطن کې داسې ناشونې کانې شونې کړې چې د خره به ورته تبه شي. د مړي نڅا په سعودي عربستان کې لېدل شوې؟. د کورت او قروت په تلفظ چا په لیبیا کې ډله ییزې وژنې کړي؟ تسلیم شوي قیدیان کله هم په تهران کې کنټېنرو کې اچول شوي دي؟ اوس هم چې اېمل جان دا نه مني چې د مجاهدینو د مشرانو په وینا، قهرمان افغانستان په ګرده اسلامي نړۍ کې، په هره چار کې لمبر وړی، حتی د خپل ملک په تباه کولو کې، نو هسې به یې نه مني.

 ثبوت هم شته دی اوهغه دا چې د ناتار په همدغو سختو

کالونو کې افغانستان د نړۍ د کرکېټ لوبو قهرمانۍ ته هم قابو رسېدلی و. دا نو بله خبره ده چې د رسېدلو او قابو رسېدلو ترمېنځ دومره فرق دی لکه  د مړ او تقریبا مړ.

 د کندهار د والي مېړانې ته ایملخان څه توجیه لري چې ولس یې هم له بره وژل کېږي، هم له لره، خو دی د جاپان سونامي زپلو ته ډالري بسپنه ورکوي؟

دا محیرالعقوله مهرباني او ترحم نه دی چې روغه سپږه ، له یوه پاټک نه بل ته داسې په امانت دارۍ وړل کېږي چې یوه پښه یې نه خیانت کېږي، سالمه، غونډه مونډه د پاټک آمر ته سپارلی کېږې چې دا د قوماندان شپش تحفه ده.؟ اصل کې اېملجانه ستا ماغزه غرب درخراب کړي، په علت او معلول کې بند یې، د هرې پېښې د توضیح د پاره  له تعلیلي استلال نه کار اخلې.د بلخ والي عطا نور په حقه د بلخي مولینا خبره را اخلي چې:

پای استدلالیون چوبین بود    پای چوبین سخت بې تمکین بود.

تر څو یې ته منطقي مقدمتین برابروې عطا نور به د وخته نتیجه اېستلي، دشمال سیمه به یې له پښتنو پاکه کړې وي.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د مې په ۱۶ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب