Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې انفعالي کلمې، حالت او رواني تخنیکونه

په اوسنۍ شاعرۍ کې انفعالي کلمې، حالت او رواني تخنیکونه

لیکنه: طالب منګل
دا لیکنه هم د شاعرانو او هم د شعر لوستونکو لپاره مهمه ده ځکه کله کله ځینې حساس ذهنونه د شعر له سخت انفعالي حالت څخه دومره اغېزمن شي چې رواني فشار یې تر فزیکي عکس‌العملونو پورې ورسېږي.
شاعر هم باید د شعر انفعالي حالتونو ته پام وکړي او په هنري توګه یې وکاروي، نو ددې لپاره په شعر کې د شاعر او د شعر د لوستونکو لپاره د انفعال پېژندل ضروري دي٬ ځکه شعر په روان اغیز کوي٬ خو ځینې شاعران قصدا غواړي چې د شعر لوستونکی له رواني (مثبت او منفي ) حالت  سره مخامخ کړي.
ځکه خو شاعر انفعالي کلمې او رواني تخنیکونه کاروي خو دا کار د هر شاعر د وس کار نه دی ځینې یې په ناپامۍ کې کاروي او ځینې په دې پوهیږي چې هغه له لوستونکي سره کومه لوبه وکړي.
شاعران دا کار د خپل پیغام د رسولو٬ منلو او د شعر د قوت یا د خپل او نورو درد رسولو لپاره کاروي تر څو په ټولنه کې په لوستونکي ژور اغیز وکړي او خپل شعر٬ درد او خبره پرې ومني. انفعال د شعر اوچت رواني تخنیک دی چې په شعر کې سمه کارونه یې د لوستونکي او شاعر لپاره د درملو په څېر دي.
مخکې له دې چې دا بحث نور هم اوږد کړم ښه ده چې په دې وپوهیږو چې په شعر کې انفعالي کلمې څه مانا٬ دا هغه کلمې دي چې شاعر په کې ځان د فعال ځواک پر ځای د یو اغېزمن موجود په توګه وړاندې کوي. دلته شاعر د حالاتو، یادونو، مینې یا درد تر واک لاندې وي.
ددې تر حنګ رواني تخنیکونه په اوسنۍ شاعرۍ کې ډېر زبردست ځای لري او د اوچتې درجې شاعران ترې ښه خبر دي ځکه دوی د انسان ذهني او دروني حالتونه په هنري بڼه وړاندې کوي.
په دې ډول تخنیکونو کې شاعر له خپل ځان سره په جګړه کې وي یعنې کشمکش موجود وي٬ شاعر ځان تجزیه غوندې احساسوي٬ بل شاعر ځان د حالاتو قرباني ښیي٬ او وروستۍ دا چې ذهني انځورګري کوي.
له دې هدف دا دی چې فزیکي تصویر د رواني حالت لپاره کارول کېږي نو ویلی شم چې انفعالي کلمې  د حالت ژبه ده او رواني تخنیکونه د حالت جوړښت دی.
اباسین یوسفزی وایي:
ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم
زړه مې غواړي چې دا زړه له ځانه پرې کړم
په دې بیت کې( زرې زرې کړم) برخه  د انفعالي حالت ژبه ده، ځکه شاعر د یادونو تر اغېز لاندې ماتېږي، نه دا چې خپله عمل کوي.
بل په دې بیت کې ذهني انځورګري شته ځکه زړه پرې کول یو فزیکي عمل دی، خو شاعر دا فزیکي عمل نه کوي چې له ځان زړه پرې کړی بلکې هدف یې ختمول دي.
یوسف شاه سپېلنی هم همداسې یو بیان لري هغه وایي چې شل مې کړه خو ځواني مې ټوک٬ ټوک کړه:
چا ويل چې نه شل کيږي٬ شل مې کړله
ځواني مې ټوک ټوک کړه غزل مې کړله
دې بیت کې ځواني ټوک٬ ټوک کول فزیکي عمل نه دی او هدف یې دا دی که ځواني مې لاړه او عمر مې پوخ شو نو غزل مې هم پوخ شو چې شاعر دا د ځوانۍ ثمره او لاسته هم راوړنه بولي.
اباسین یوسفزی بل ځای وایي:
زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي
ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي
په دې بیت کې د مینې انجام د قتل او افسوس تر کچې رسول شوی دی٬ دلته احساس قصدا تر خپل حد لوړ ښودل شوی دی.
دروېش درانی وایي:
ما د يار دغه غوښتنه هم پوره کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
درانی صیب په دې بیت کې خپل ځان کنټرول کړی دی یعنې نه یې نوم اخلي او نه ورپسې ژاړي ځکه دا غوښتنه د هغه د یار ده.
دلته انفعالي حالت دا دی چې دده احساس دا دی چې باید ورپسې وژاړي او دا د احساس غبرګون دی خو دا چې یو بل انسان چې دده یار دی د هغه غوښتنه دا ده چې مه ژاړه نو شاعر د بل تر اغیز لاندې دی.
یعنې شاعر د بل د غوښتنې اطاعت کوي مطلب دا چې د خپل احساس مالک نه دی.
خو پیر محمد کاروان بیا ذهني انځورګري وړاندې کوي:
د ګلاب ذکر یې زخم دی په زړه کې
په اغزیو کې روان دي ارمانونه
کاروان صیب چې وایي ارمانونه په اغزیو کې روان دي٬ دلته ارمانونه ژوندي موجودات ښکاري چې په درد کې روان دي. مطلب دا چې درد بهر نه دی، بلکې په زړه کې زخم دی نو رواني زخم فزیکي انځور ته اوښتی.
سید جلاني جلان وایي:
نورو ته تيږه يم جلانه ! خو يو تا ظالم ته
روا شراب ، ګرمې شيدې ، جار او قربان پاتې يم
جلان صیب وایي که بل څوک ورسره ظلم وکړي نو دی به چوپ پاتې نه شي خو یار ته ډېر نرم دی چې دا دوه حالتونه دي.
دا خپله یو انفعالي حالت دی، ځکه دی د بل تر اغېز لاندې دی٬ دا دوه ګونی شخصیت دی نورو سره سختي او یار سره نرمي.
اجمل اند هم د کچکول په شعر کې چې ما څو کاله وړاندې په راډیو کې دیکلمه کړی و یو حسن ته لیمه کچکول کړي او د سردار او بادار په کیسه کې نه دی:
هسې بس کله د چا حسن ته ليمه کچکول کړو
 کنه کيسه کې د سردار او د بادار هم نه يو
کاروان صیب وایي:
د کایناتو له نغمو نه بـه انکار نه کوې
که امن غواړې په مرغیو به هم وار نه کوې
دا کاروان صیب دا بیت له نورو سره توپیر لري ځکه دې بیت کې یوازې انفعال نه دی، تر څنګ یې اخلاقي او شعوري لارښوونه هم شته.مطلب شاعر لوستونکي ته وایي که ته ځان مهار کړې، امن به ترلاسه کړې٬ که زما دا خبره سمه وي نو دې ته کنټرول شوی انفعال ویلی شو ځکه احساس شته خو شعور یې برابره وي او تنظیم یې په لاس کې دی.
سید شاه سعود وایي:
مخامخ راته د سر قاتل ولاړ دی
خو انسان دی پرې ګزار کولای نه شم
دا بیت په خپل ذات کې شهکار دی خو انفغالي حالت هم لري ځکه دا اخلاقي انفعال دی.
شاعر د عمل موقع لري، خو دا کار نه کوي ځکه د خپل وجدان تر اغېز لاندې دی.
دا چې  یو کس هم قاتل دی او هم انسان دا اخلاقي تضاد نور هم بیت ته ژوروالی ورکوي.
سعود صیب دا پیغام ورکوي چې قوت په غچ کې نه، دا د ځان په کنټرول کې دی ځکه انسانیت هغه څه دي چې حتا د قاتل پر وړاندې هم لاس بندوي.
سعود صیب بل ځای وایي:
ګل که وخاندي هم ګل دی او که نه خاندي هم ګل دی
ورته خانده که څوک تاته په خندا وي او که نه وي
که وګورو په بیت کې سعود صیب وایي چې خپل احساس په بل چا يورې مه تړئ مطلب که بل څوک درته خاندي نو ته ورته خانده او که نه خاندي نو بیا هم ته ورته خانده.
شاعر خپل احساس د بل پر غبرګون پورې نه تړي او  د بل د چلند تابع نه دی.
یعنې ریښتینی احساس هغه دی چې د بل د چلند تابع نه وي٬ لکه ګل چې په هر حال ګل وي، انسان هم باید خپل مثبت احساس په هر حال کې وساتي.
شعر چې یو مقام ته رسیږي او په لوستونکي اغیز کوي همدا تخنیکونه دي چې له امله یې شعر د زمانې لارې کج کوي.
انفعالي حالت یوازې شخصي نه وي٬ دا ټولنیز هم وي لکه اجمل اند چې وایي:
پر دغه ځمکه که مونږ سره ګلونه هم وکرو
پکي ټوکيږ موږ ته کاڼي د تندي لپاره
دا بیت وایي چې موږ ګلونه وکرو خو پایله بل څه راوځي. دا یو ښکاره انفعالي حالت دی ځکه نتیجه پر انسان تحمیل شوې کنه سره ګلونه چې وکرې نو باید سره ګلونه راشنه شي.
رواني تخنیک دا دی چې تضاد لري په دې چې ګلونه او کاڼي سره ټکر کوي او استعاره لکه ګلونه د مینې لپاره او کاڼي د تاوتریخوالي لپاره ښودل شوي. یعنې شاعر ښه عمل کوي چې د ګلونو کرل دي خو بده پایله لري.
په شعر کې له ځان سره خبرې کول یو بل جالب او رواني تخنیک دی چې په اوسنۍ شاعرۍ کې یې نمونې شته خو دا ډېرې کمې دي لکه د ممتاز اورکزي دا بیت:
ځانه! تا او ممتاز يو بل سره کړې
تل ټګي ده، وار به نه خطا کوې
د ممتاز اورکزي صیب دا بیت داخلي کشمکش لري خکه  یو ځان بل ځان ته ګیله کوي٬ ځان ملامته وي چې ټګي کوي او خپله تېروتنه یا کمزوري مني.
شاعر خپل شخصیت وېشلی دی چې یو قضاوت کوونکی او بل خطا کوونکی دی.
د غزل په پرتله په ازاد شعر کې کله کله د انفعالي کلمو باران وریږي لکه د نبي ښاد دا ازاد شعر:
د خونړیو سترګو
په ناڅاپي جنګ کې
د شهید شوي زړګي
پر خړ سپېره مزار مې
د سپینو اوښکو ډيوې
په نیمه شپه بلې کړې
او د ژړا څه مې په ډک ستوني
دا ټپه وویله:
دا خو مې زړه دی چې لا ټینګ دی
دومره غمونه دریابونه وچوینه
خونړۍ سترګې٬ شهید شوی زړګی٬ خړ سپېره مزار ٬ یوازیتوب او غم٬ سپینې اوښکې٬ ډک ستونی او غمونه انفعالي کلمې دي، ځکه شاعر په کې د حالاتو قرباني ښکاري، نه عمل کوونکی.
د دې ازاد شعر انځورګري، کشمکش، مبالغه او ماتمي فضا رواني تخنیکونه دي ځکه شاعر خپل درد یوازې نه ښکاره کوي، تر څنګ یې لوستونکی هم د هماغه غم فضا ته له ځان سره وړي.
په دې ازاد شعر کې لنډۍ ټول قوت څرګند کړی دی ځکه په دې لنډۍ کې د در او صبر ټوله پایله ښودل شوې ده.
خبره چې د لنډیو شوه نو د ویلو ده چې لنډۍ دا ډول ډېر حالتونه لري خو په لنډۍ کې یو بل قوت هم شته او دا چې فزیکي عمل په رواني اړخ بدلیږي لکه:
ټوتې ټوټې په تورو راشې
چې پرهرونه دې ګډم خوله درکومه
په دې لنډۍ کې(توټې ټوتې په تورو راشې) ذهني انځورګري ده چې دا یو سخت تصویر جوړوي.
مخکې مې وویل چې لنډۍ کې فزیکي عمل په رواني حالت بدلیږي او هغه دا چې د زخم ګنډل فزیکي عمل دی خو زخم د فزیکي عمل له لارې د مینې په ژبه بدل شوی دی.
که وګورو د مقابل لوري حالت ته شرط نه دی اېښودل شوی مطلب که زخمي راشې نو بیا مینه نه شته بلکې په هر حال لنډۍ ویونکی د مینې تر اغیز لاندې دی.
خینې شاید فکر وکړي چې مبالغه او انفعالي حالت یو یا دویم نوم دی خو دا خبره خکه سمه نه ده چې مبالغه او انفعالي حالت څنګ په څنګ راځي نو ځکه یې پېژندل مهم دي لکه عبدالرحيم مجذوب چې وایي:
غم د جدايي په زړه غلبېل کړمه
دا شانې سيخونه خو د زغم نه دي
مبالغه دې ته وایي چې شاعر په کې احساس یا حالت له خپل عادي حد نه ډېر لوی، سخت یا ژور ښکاره کړي لکه پورته بیت کې:
غم د جدایۍ په زړه غلبېل کړمه
په دې صدر کې د زړه غلبېل کول حقیقي نه دي او دا یې د خپل درد د بیانولو لپاره کارولی دی.
خو انفعالي حالت هغه دی چې شاعر ځان د درد، مینې، غم یا حالاتو تر اغېز لاندې ښکاره کړي لکه د پورته بیت عجز برخه:
دا شانې سیخونه خو د زغم نه دي
په دې بیت کې ویل شوي چې جدایۍ درد بیخي زیات دی او زغملی یې نه شي مطلب د( سیخونو ) لفظ په راوړلو سره درد ډېر لوړ ښودل شوی دی خو دا مبالغه نه ده بلکې انفعالي حالت دی چې شاعر په صدر کې مبالغه او په عجز کې انفعال راوستی.
نو مبالغه د انفعال بله نوم نه دی، بلکې د انفعال د پیاوړتیا وسیله ده چې شاعران ترې کار اخلي.
د دې تر څنګ انفعال کله کله راضاکارانه وي یعنې شاعر یې په خپله خوښ غواړي لکه د طاهر امین تعجب دا بیت:
وسیځه وجود زما د هجر په تنور
شوق د ښایستونو مې برحاله وساته
دې بیت کې ځکه راضاکارانه انفعال شته چې شاعر درد ددې لپاره په خپله خوښه مني چې خپل شوق وساتي.
دا بیت یو خوږ صوفيانه رنګ هم لري او هغه دا چې درد د فنا لپاره نه منل کیږي بلکې د شوق د بقا لپاره منل کېږي چې دا د عشق لوړه درجه ده.
یعنې شاعر وایي چې ریښتینی عشق یوازې وصال٬ یو ځای کیدل او دیدنونه نه دي ، دا د هجر په اور کې هم د شوق ژوندی ساتل دي.
په شعر کې انفعالي حالتونه ډېر ډولونه لري او یو بل ډول یې دوه ګونی انفعال دی لکه د شاهین الله شاهین دا بیت:
د مخ رنګونه مو په ښکلو پسې والوتل او
د سر ویښته مو د رنځور وطن له غمه خیږي
په دې بیت کې ځکه دوه ګونی انفعال شته چې شخصي مینه او د وطن درد سره یو ځای شوي دي.
ددې تر څنګ غم او مینه د مخ په رنګ کې ښکاره شوي٬ خو ویښته ختل یو فزیکي بدلون دی چې د رواني فشار له امله لویږي.
یو بل ډول انفعال هم شته چې هغې ته زه محرم انفعال وایم لکه د خلیل جان ګربزوال دا بیت:
بلبل سندره، ګل اتڼ کاینات شنه له خندا
بېغر له تا یو ګوربزوال یم چې بهار نلرم
دا بیت استعاره لري خو زه یې په استعاره وروسته غږیم خو مخکې له دې ددې بیت ذهني انځورګري هم مهمه ده ځکه ددې بیت صدر ټول انځور ورکوي.
دا یو عاطفي انفعال هم دی ځکه ټوله نړۍ خوشاله ده لکه د بلبل سندره شته٬د ګلونو اتڼ شته او کینات هم خاندي خو شاعر خوشاله نه دی یا بې برخې دی.
په دې بیت کې بهار د مینې٬ وصال او خوشالۍ لپاره استعاره ده خو په دې کې داخلي محرومیت ډېر قوي دی ځکه سره له دې چې بهر هر څه ښکلي دي، شاعر دننه خپل ځان  خالي بولي.
شاعر ځان دومره ژور اغیز بولي چې محبوب نه وي نو د طبیعت خوشالي هم هغه ته سکون نه ورکوي٬ دا یو محروم عاشقانه انفعال کیدلی شي.
خو ځینو شعرونو کې شاعر د انفعالي حالت لپاره له اعتدال کار اخلي لکه د ډاکتر مجاهدالله جبران دا بیت:
هسې وریاد مې کړه یاران راپسې وژړه وه
ما کله ویلي دي چې ځان راپسې وژړه وه
په دې بیت کې شاعر د بل او د ځان درد مني خو د اعتدال سره ځکه هغه ته د مقابل لوري درد هم  مهم دی٬ یعنې د یو څه لاسته راوړل باید داسې نه وي چې بل ته زیان ورسوي بلکې اعتدال غوره بولي چې هم خپل ځان او هم باید نور مهار شي او له حد باید زیات نه وي دا مهم رواني تخنیک دی ځکه د احساس او شعور تر منځ توازن ښکاره کوي.
 زه فکر کوم ددې څیړنې پایله ډېره واضحه ده ځکه شخصي یا عاطفي انفعال٬ ټولنیز انفعال٬ اخلاقي انفعال٬ دروني یا نفسي انفعال٬ رضاکارانه انفعال٬ دوه ګونی انفعال٬ په انفعال کې اعتدال او محروم عاشقانه انفعال هغه څه و چې موږ نوي ومندل٬ له دې ټولو وروسته  ویلی شو چې انفعال په شعر کې یوازې ژړا او درد نه دی، بلکې د شاعر انسان د دنني ژوند بېلابېل رنګونه دي.
شعر ته انفعالي حالتونه قوت ورکوي ځکه څومره چې شاعر دا حالتونه په هنري او رواني تخنیکونو سره وړاندې کړي، هماغومره شعر اغېزمن، ژوندي او د زمانې په حافظه کې پاتې کېږي یا په دې سره شاعر خپل اغیز ساتي او د پیغام رسولو او د لوستونکي له ذهن سره اړیکه پیدا کوي او بلاخېره ځان پرې مني.
خو یوه خبره بله د کولو ده او هغه دا چې که انفعالي حالت تخنیک په سمه توګه ونه کارول شي نو د شعر ښکلا او جوهر هم له منځه وړلی شي چې دا ډول نمونې یې په اوسنۍ شاعرۍ کې بې حسابه دي او ډېرو شاعرانو پرې د خپل شعر جوهر بیللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...