چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبطنزونهخر د سفاهت او بې عقلۍ د یوه سمبول په توګه

خر د سفاهت او بې عقلۍ د یوه سمبول په توګه

لیکوال: کاکړ –

موږ او خر:

له هغه ځایه چې زموږ هیواد د عجائبو او غرائبو مرکز دی، دا دی په وروستیو وختونو کې یو شمېر ځوانانو خره ته د هغه د بې غرضه خدمتګارۍ له امله د هغه د ټولنيز مقام د لمانځلو په موخه یوه غونډه جوړه کړه.

زموږ له دې سره کار نشته چې دوی ته د خره د لمانځنغونډې لپاره بودجه اسرائيلو ورکړه که آمریکا، زموږ کار له هغې بدمرغۍ سره ده چې له امله یې موږ خپل لومړیتوبونه ورک کړي او د داسې موضوعاتو د راسپړدلو هڅه مو پيل کړي چې زموږ له ټولنيز کلتور سره هیڅ اړخ نه لګوي.

که څه هم ځينې دا وايي چې په یوه داسې هیواد کې چې د چارواکو اکثریت یې مطلقاً نالوستې وي او هغوی چې نالوستي وي د نامطلوبه فردي او ټولنيز چلن له پلوه تر نالوستو هم بتره وي، د ملت په هیڅ درد نه دوا کيږي، ځکه نو د هغوی په پرتله خر ښه دی چې کم ترکمه په خورا بې غرضه ډول د خپل بادار هر ډول بارګيرۍ ته په شپه ورځ په جګه ملا ولاړ دی.

خر يا Equus asinus د آس له کورنۍ نه یو څلوربوله څاروی دی چې پر ځمکه د شتون شواهد یې پنځه زره کاله قدامت لري. تصادف وګورئ چې په پنځه زره کلن تاريخ کې زموږ او د دوی تر منځ اشتراک دی. نن چې دغو ځوانانو د خره کومه لمانځنغونډه جوړه کړي وه، زما په ګومان تر ډېره به یې تاثر د خره د کلتوري مېشت له پنځه زره کلن تاريخه اخيستي وي، خو که نه یې وي اخيستی نو باید له دې وروسته د دا ډول غونډو په اړه دغه حقيقت په پام کې ونيسي.

خر اوتاريخ:

د خرو کارونه په لومړي ځل په مصر کې د یوې ټرانسپورټي وسيلې په بڼه نژدې پنځه زره کاله وړاندې پيل شوه. په نولسمه میلادي پيړۍ کې په مصر کې یو لړ ډبرین انځورونه کشف شول چې تر میلاد د نژدې دولس سوه کاله وړاندې یو مصری پاچا پر خره سپور ښکاريږي. همدا راز په ګڼو نورو انځورونو کې څرګنديږي چې مصریان د غنمو د لو پرمهال خر د بارګيري لپاره کاروي. وروسته مصریانو، یونانیانو او افریقایانو د دغه څاروي د ګټورتوب له امله د هغو تولد او تنسل ته ځانګړي پاملرنه وکړه او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيدل چې دا مهال په نړۍ کې د خرو نفوس نژدې ۴۱ ميلیونه راسه دی چې په ۱۸۵ بيلابيلو ګټه ګوریو وېشل شوي دي. باور به مو وشي چې دا مهال چين لکه څنګه چې د انساني نفوس له پلوه د نړۍ مخکښ دی، د خرو د نفوس له پلوه چې ۱۱ میلیونه راسه کيږي،   هم مخکښ ګڼل کيږي. پاکستان دوهم هیواد دی چې تر ټولو زیات خره لري، ایتوپيا او مکسیکو له دې پلوه دریم او څلرمه درجه هیوادونه دي.

خر په فولکلوریکو متلونو کې:

خر په پخوانیو متونو کې د سفاهت، بې عقلۍ، ټنبلۍ او سرټمبګۍ یو سمبول ګڼل کيده له همدې کبله یې په اړه د نړۍ په بیلابیلو ملتونو کې ډول ډول متلونه هم دود شوي دي. د ساري په ډول یونانیان متل کوي: «خر په خپله په باران کې خوشاله وي» دا متل هغه مهال وايي چې خر خپله ښه نه غواړي، بس په هر حالت کې د تقدير لوبو مړه غوږونه ولاړ وي. د خره په اړه د فرانسوي فيلسوف دا پاراډوکس ډير مشهوره شوی چې وايي خر به د خوړو او اوبو په پريمانه شتون کې له دې امله ساه ورکړي چې دی به تر پایه دا انتخاب ونکړي چې لومړی خواړه وخوري که اوبه وڅښي. دغه پاراډوکس د « جين بريډان د خره» په نامه نومول شوی او عموماُ هغه مهال ويل کيږي چې یو څوک د پريکړې کولو ځواک ونلري. فرانسویان د دا ډول خلکو په اړه وايي: « هغه تیار د بُريډان خر دی!» ايټالویان بیا متل کوي: « د خره په …. پسې چې پيسې راځوړندې کړې نو خلک به يې « صېب» بولي!» همدا راز ايټالویان متل کوي: « خره، ښځه او وزه دری واړه «یو» دي!» دا متل ايټالویان د ميرمنې د کم عقلتوب د بیانولو په ځای کې کاروي.

که څه هم چې خر آمریکایانو ته له دې امله تقدّس لري چې د بايبل په قدیمي نسخو کې يې د حضرت عيسی علیه السلام د سپرلۍ په بڼه یادونه شویده. له همدغه ځایه د امریکا ډیموکراټ ګوند هغه ته د صلیب د یوه متبادل په بڼه په خپل انتخابي کمپاین کې ځای ورکړ او هغه يې د خپلې انتخابي نښې په بڼه راجستر کړ. ګواکې امریکايي ډیموکراتان د عيسی علیه السلام هغه بې خره دي چې لا یې هم شعور د خرتوب له کچې د انسانیت کچې ته ندی لوړشوی، همدا لامل دی چې ډیموکراټ سیاست پوهان په آمریکا کې په احمقانو شهرت لري. د جورج بوش او د کابينې د غړو هغه ویډیوګانې کیدای شي لوستونکو لیدلي وي چې خپل کاکولان په ناړو سموي، په لویه غونډه کې د جرمني په چانسلره انجیلا میرکل ور ولاړيږي! او د ملي امنیت له خپلې تورپوسته سلاکارې کونډولیزا رايس سره د منځني ختیځ په اړه د خبرو پر مهال داسې حماقتونه کوي چې خر هم ورته ګوته په غاښ پاتې شي.

خو د دې سربېره په امریکايي ټولنه کې د خرو د سفاهت او بې عقلۍ په اړه ګڼ متلونه مشهور شويدي، لکه چې وايي: « هغه خر چې پر شا مې وړي، تر هغه آس ډير غوره دی چې غورزوي مې!»

بل متل کوي: « خر، په خرو کې ښه ښکاريږي!» بل امریکايي متل دی: « خر که پر سرو زرو بار شي، بیا هم خر دی!»

افغانان هم، پنځه زره کاله کيږي چې له خپل تاریخ او خرو سره سر او کار لري. له همدې امله دلته هم د خرو په تړاو د متلونو کمی نشته. د رحمان بابا شعر اوس یو مسلّم متل ګرځیدلی او که زه غلط یم نو رحمان بابا ښايي یو تاریخي متل په خپل شعر کې ځای پر ځای کړی چې وايي: « خر به حاجي نه شي په طواف!»

د ايتوپیا خلک هم د یوه وروسته پاتې ملت په بڼه له خرو سره بيخي نژدې سر او کار لري. موږ افغانان خر په جارګي یا غوجله کې تړو، خو دوی یې په کور کې د کټ سر ته تړي. دوي متل کوي: « سخوندر که له خره سره وخت تېر کړي، یواځې ټيز اچول به زده کړي.» دغه متل غالباً زموږ د دغه متل مترادف کارول شوی چې وايي: « چې اوسې، په خوی به د هغو سې.» او یا هم په دري کې شعر دی: عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود، ګر چه با آدمي بزرګ شود.

لکه چې مخکې مو اشاره ورته وکړه په پخوانیو دیني متونو کې هم د خره یادونه شویده. حضرت عیسی علیه السلام به د سپرلۍ لپاره له خره کار اخيست. په هندوازم کې هم خر یو سپيڅلی مقام لري او هغه ته به یې پخوا د لمر د رب النوع په سترګه کتل. مقدسه هندي آلِهه کلاتري به هم د هندو روایاتو له مخې پر خره سپریدله او دوي د عبادت لپاره همداسې یوه ستره طلايي مجسمه لري چې آلهه یې پر خره سپره ده.

د خره یادونه په قرآن کریم کې:

په قرآنکریم کې هم خر د سفاهت او بې عقلۍ، لا اُبالي توب او بې تفاوتۍ یو سمبول ګڼل شوی، لکه چې فرمايي:

مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا (سورة الجمعة، آیت ۵)

ژباړه: د هغو خلکو (یهودانو) مثال چې تورات یې د یوه اِلهي کتاب په بڼه ور اخيستی خو وروسته یې ورباندې عمل نه دی کړی د هغه خره دی چې کتابونه پرې بار وي ( خو دی نه پوهيږي چې په دې کې څه ليکلي دي!)

همدا راز کله چې حضرت لقمان علیه السلام خپل زوی ته ټولنيز اداب ور ښيي نو ورته فرمايي: وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ (سورة لقمان، ایت ۱۹)

ژباړه: او په خپل تګ کې اعتدال خپل کړه او خپل غږ دې ټيټ ساته ځکه تر ټولو بد غږ د خره دی (ځکه چې ډير لوړ او ځورونکی دی)

که پورته آیت ته متوجه شو نو ګورو چې خر له دې امله چې ټولنيز شعور نه لري او د همدغه شعوري نیمګړتیا له امله د هینګارې ځای او چاپيریال نه ګوري او چيرته چې يې خوښه شي هماغلته ستوني ته کش ورکړي او په خوند چيغه وکړي. دغه مهال که دی د روغتون مخې ته ولاړ وي او دننه د روغتون په اطاق کې ناروغان ویده وي هم نو دی یې پروا نلري، له ده سره بس د ځان غم دی چې باید هینګاره وکړي.

همدا راز خر یو بل بد عادت هم لري چې ځای او بې ځایه به په خارو کې رغړي. ځینې خلک یې دغه عادت په عاجزۍ حمل کوي، خو څنګه چې خر اصلاً شعور او درک نه لري ځکه نو د عاجزۍ تصور ورسره ناشونی دی، ځکه یې نو رغړیدا هم په حقیقت کې د یوه بې ډبه کیفیت غير شعوري څرګندونه ده. مثلاً کیدای شي دغه مهال خره سپږي کړي وي، یا خَسَکو چیچلی وي، دی خوار خو ژبه نه لري چې چا ته ووايي او نه هم دومره توان لري چې پښه خپلې شا ته ور وغزوي او څوک په اشاره پوه کړي چې ماما، ملا مې خارښت کوي… مجبوره ده په خاورو کې د رغړیدا له لارې خپل د کیفیت څرګندونه وکړي.

د خره لمانځنه:

د آمریکا د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال خر هلته خورا ښه مارکېټ ترلاسه کوي. د افریقا د حبشې او تنزانیا خلکو دغه سیزن پيژندلی دی، ځکه دغه دواړه هیوادونه امریکا ته د صادرولو لپاره د خرو پر پالنه او روزنه ځانګړی کار کوي او له دې درکه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي. پر افغانستان له امریکايي یرغله راپدیخوا افغانان هم وپوهیدل چې خره په آمریکا کې ښه بیه کوي او داسې ګونګوسې وې چې له افغانستانه هم د بوش او اوباما د ټاکنیزو سیالیو پر مهال هلته افغاني خره صادر شول.

خو اوس له بده مرغه د ډیموکراسۍ د سرچپه تطبيق له امله زموږ په هیواد کې د مرغ جنګي، کبک جنګي او اوس خربازي لوبو د یوې ټولنيزې پديدې بڼه غوره کړيده او هغه ورځې خو مې له چا دا تبصره واوریدله چې لکه څنګه چې کرکټ او فټبال د هیواد د بیلابیلو توکمونو په منځ کې ويشل شوي، کټ مټ همداسې سګ بازي او خربازي هم په توکميز بنسټ سره ووېشل شول او تاسې به کتلي وي چې د سګ جنګي پرمهال د یوې ځانګړي سیمې خلک ډير تر سترګو کيږي، د خره د وروستنۍ لمانځنغونډې پرمهال ما وکتل چې پر سټېج سم دم پښتون سړی ولاړ وو چې شا ته یې د یوه عاجزه، باران وهلي کوټي (د خره د زوی) عکس هم ځوړند وو.

زه چې ورته ګورم، په افغانستان کې د خره لمانځنه په حقیقت کې پر خپل پنځه زره کلن تاریخ یو ډير تریخ حقيقي طنز دی او غالباً پيغام به یې دا وي چې لکه څنګه چې خر د ځمکې پر سر د پنځو زرو کلونو ژوند سربېره د پرمختګ له هر بهیره پر شا تش « خر» پاتې دی، کټ مټ همداسې افغانان هم د دومره اوږده تاریخ په لرلو سره نن د شعور د پيل په دوره کې ژوند کوي.

خو د دغې لمانځنې یو منفي اړخ دا هم راته ښکاري چې هسې نه امریکایانو په لوی لاس د لمانځنې دغه پروژه سپانسر کړي وي چې خپل انتخابي نښان ته په افغانستان کې یو ټولنيز مقام ور وبښي او د خلکو پر وړاندې يې دومره رومانتيزه کړي چې پر تقدس ورته قائل شي. له دې سره به یې دوه ګټې کړي وي، یو خو به يې افغانان د بې ضرره شخصیتونو پر تشو لمانځنو بوخت کړي وي او بل به یې د خپلو ټاکنو لپاره د ټاکنیزو نښو د تولد او تنسل او په وروسته کې امریکا ته د ارزان بیه صدور زمینه مساعده کړي وي.

پــــــــــــــــــــــــــــــــای

5 COMMENTS

  1. Salam’
    Kakerr saib ; walla che dder de wakhandevlo pa de likany sara de. D` Khwaja Nasruddin(mola nasruddin) aw d` khri qesae yi ham ddery meshhury dy.

    Tszo wrazy makhki mi kum site ki d Khro a`etisab welosti che d` Insano la khwa yi d tahkkir per zid d na-khwarro ietesaab krriy wo. Akher ki mashir warta wayli :
    Hetz yew hayvan khpil hamnaw`a laka insanan na-vajniey!!!. ya`ni la de lihaza la insanano na porta you aw pa khartoob iftexar wikrriy aw i`tesab mo khatim kiy.!!

    • سلام
      دخره مشوره:
      وایی یوه بزګر یو غوایی او یو خر درلود. تل به یې طبېله کې دواړه په یوه اخور سره تړل . بزګر به هر سهار غوایی کار ته بیوه او ماښام به ستړی ستومانه له خره سره به یې په یوه اخور واښه خوړل . غوایی له کاره خوښ نه وه او ډیر په تنګ وه نوله خره یې مشوره وغوښتله چې څه وکړم .خره ورته وویل نن شپه پروړه مه خوره او خان دې وږی وساته نو کله چې بزګر تا سهارکې ووینی چې نس دې خالی دی نو کار ته دې نه بیایی.غوایی دخره مشوره ومنله. سبایی چې بزګر راغی ګوری غوایی چنګ ولاړ اوحالت یی خراب دی نو دغوایی پرځای یې خر کار ته یوړ. خره ټوله ورځ لالهانده تېره کړه ماښام چې خر کورته راستون شو غوایی ور څخه پوښتنه وکړه څه خال دی؟
      خره وویل خبرې مه کوه خو یوه خبر دیرخراب دی او هغه داچې بزګر وویل که چېرې غوایی نن شپه پروړه ونه خوړله نو حلالوم یی! غوایی چې داخبر ه واوریدله وارخطاشو نو له وېرې یې ددوه شپو خرچه وخوړله.
      اصلا دباسواد او بېسواد ترمنځ زیاد توپیرونه شته .په معاصره نړۍ کې یوازې لوستل سواد نه دی بلکې دټولنې او تولنیزه ابزارو او وسایلو سره مسولانه پېژندګلوی ده. توانا بود هرکه دانا بود……………..

  2. مونږپه پښتو ژبه هم خرهِ ته یو متل لرو :هغه داسې دی چه :کله خر او خره سره یو ځای کړي دهغوی نه یو بل خر پيدا سي چه کوټی ورته وائې ،اودا کوټګی خپلې مورکۍ ته دومره ښایسته بریښي لکه یژته خپل بچی ،خو کله چه خره مورکۍ وغواړي خپل کوټی وڅټي اویا ئې بوی کړي نو کوټګی دشا دوې پښې پورته کړي او خپله مورکۍ په خوله په لغتو ووهي .چه ددې ځي نه دپښتوژبې مټل اخستل شوی دی چه وائې دخرهِ مینه لغته ده. زمونږد ګاونډی هیواد ایران خرچه له پنځوزرو لږ تاریخ لري دخپل هیواد خره ته په دیره درنه بیه ګوري چه حتيَ په شعرونوکې ئې ستائې۰

    مسکین خراګربې تمیزاست
    چون بار همې بردعزیز است
    ګا وان وخران بار بر دار
    به ز آد میا ن مردم آزار

  3. کاکړ صاحب
    الله دِ وساته ،پدی خر څیړنه،که څه هم ستا تحقیق د خرو پر ټولو اړخونو او زوایاوو رڼا اچولی ،خو هغه
    چې پښتانه وایی؛ خدای دِ خره ته ښکر نه ورکوی ،فکر کوم هله استعمالیږی ،چې کار نا اهلو ته وسپارل شی،چې دا ډول خره ملتونه تباه کوی۰
    او بل دا چې سعدی هم بی عمل علما داسی ښودلی لکه حمار
    علم چندانکه بیشتر خوانی ـ چو عمل در تو نیست نادانی
    نه محقق بود ،نه دانشمند ـ چارپایی بر او کتابی چند
    ان تهی مغز را چه علم و خبر ـ که برو هیزم است یا دفتر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب