سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونغر که د مچ وزر؟ - استاد سعدالدین شپون

غر که د مچ وزر؟ – استاد سعدالدین شپون

له اوس نه خبر نه یم، خو پخوا خان آباد دوې لویې مندرسې لرلي، د سمندر خان او د محب الله خان. د دواړو مندرسو د ملا امامانو خپلو کې سره ورانه وه. تر دې چې کله به یې تابعینو د بازار ګڼه ګوڼه کې له ږیرو سره نیولي وو. آخر کې د کلیو ملایانو په دوی ومنله چې د جمعې په ورځ به یې له خطبې مخکې سره سپینوي مناظره به سره کوي. موضوع معلومه وه:

که جنوب مصلي (لمونځ ګزار)د ګاوکش په لوی سیند کې ولامبي، بیا یې هم اوداسه ته حاجت پاتې کېږي که نه؟ د مولوي عجب ګل ډلې ویل چې هو. دلیل یې دا و چې په اوداسه کې د ترتیب رعایت هم شرط دی. اول د جنابت غسل چې ټول وجود، حتی د سر او ږیرې تار تار وېښته غرق لامده شي . بیا نو په ترتیب، له پاسه تر ښکیه، لا سونه. مح،……. مزمزه او انشاق، لاسونه تر لېچو، حتی مسحه او دپښو د ګوتو ترمینځ خلخال وشي. د کاپرکونج د مولوي یېرغه نفر، چې یو څه بلا پسې وو، ویل چې ګړم ځان سیند ته ګوزار کړه، اوه ځلې غوپې ووهه، اودس دې وشو، خو البته چې سم خیشت شې. په سیند کې دننه اسراف نشته، اګر ای خواجه درلب جو يي، نېست اسراف هر چې مېشويي. عجب ګل د اسراف خبره هم نه ور سره منله ، ویل یې چې حتې استنجا کې هم افراط نه دي په کار، مازې دې چې بدن په ګوتو زیږ ولګېږي کفایت کوي، بیا په تر تیب نور وجود مینځه خو تر ضرورته زیاتې اوبه مه لګوه.

ښکاري دا چې په خان آباد کې چې غونډه شولګره وه، د اوبو خبره یو څه باریکه هم وه. ییرغه والاو خو د اوبو اوه ځلی پرله اوښتل کافي بلل، خود ما پلي طالب قیوم ویل چې او به هم طاهرې دي و هم مطهرې، مانا نور شیان هم پاکوي، نو باید چې پخپله پاکې وي. د پایناب په اوبوکې هم اختلاف و، چا ویل چې رڼې دي او بهېږي، نو مطهرې دي. ملا قیوم جرحه ور کې کوله، ویل یې چې دا اوبه چې د بنګي له سیند نه را پېلېږي. په لار کې د شولې د پټیو مصنوعي سرې یې مرداروي، طاهرې نه دي نو څنګه به مطهرې وبلل شي؟ ثنا الله کاکا ته خدای ورکړه، ټوکې به یې کولې چې په لکهاو چونګښې د هر ټوپ سره یوه څمڅۍ متیازې ورخوشې کوي نو پاکې نه دي، خو مولوي یېرغه کومه عربي وینا مدرسې کې یاده کړې وه چې، دود ته الثمر کالثمر، مانا د مېوې چېنجی، د مېوې حکم لري، بېدرېغه یې خوره، نو د چونګښې اوبه هم د اوبو حکم لري. ثنا الله به خپله ناپړیته ورشتۍ کړه، د چونګښې اوبه د چونګښې حکم لري.

د جمعې په ورځ، د کلي ملایان او دا نورې وړې چوغکې، خط و برېت طالبان، د کتابونو ډګ څادرونه په شا په ښار ورشېوه شول. جمعه وه ښوونځي رخصت وو، خو موږ له دې تناریخي سیل نه مشرانو په پړو هم نشو ستنولی. هغه وخت لوډ سپیکر نه و، خود عجب ګل استاد غږ او چته را ته چې د زمري غوندې غوړمبېده، دا جمعه د محب الله خان جومات د معرکې ځای و، بله جمعه د سمنندرخان. تر یوه وخته خود امتیانو غږونه وو چې د ملا پسې یې ….. ولالله الحمدر ګردا ناوه، خو بیا لکه چې جرح او دفع شروع شوه، غږونه لوړېدل، نا څا به شور ما شور او بګیر بګیر اوچت شو، له جوماته نه یې بهر دربی شروع شو،. طالبان مو لېدل چې د کتابونو به څادرونو یې سره پرېبل. ټول بازار په تېښته کې شو. موږ هم را خپلې کړې.

په بله ورځ زموږ کلي کې آوازه شوه چې مو لوي یېرغه اشکمش ته تښتېدلی دی. زموږ ملا ویل د یېرغه نه مو سرکوزی جوړ کړ. والله اعلم چې چا د چا نه سر کوزی جوړ کړ ی و. د ملا یېرغه امتیانو به هم همداسې دعوه کوله. لسیزې پس چې اوس فکر ورته کوم، که هغه وخت کوم خارجي، مثلا د پاکستان ټونګ وای نو لوی جنګ او ناتار به ترې جوړ و. یوه هفته له دې پېښې پس دواړه مولویان، لاس په لاس کراچۍ ته لاړل او له هغه ځایه ګډ په بېړۍ کې چې موږ ورته اوګوټ ویل مکته الله شریف ته لاړل، ییرغه مولوي هماغلته ومړ، دا بل بیا د اورېدو له قراره د کمونستانو له راتګ وروسته فعال مجاهد و، چې اوس به مړ وي که ژوندی.

بلا وه برکت یې نه و، که نه په هېڅ موضوع به په توابه کې د وینو تالاو جوړ وای .

د ۲۰۱۲ مارچ

2 COMMENTS

  1. شپون صاحب هیځ شی تغیر ندی کړی هماغه د اوداسه خبری دی تاویږی راتاویږی او تراوسه مسله حل شوی نده بلکی لانجمن شوی دی اوس خو ډلی ډیری شوی یو د بل نه منی او مظلوم مل

  2. شپون صاحب هیځ شی تغیر ندی کړی هماغه د اوداسه خبری دی تاویږی راتاویږی او تراوسه مسله حل شوی نده بلکی لانجمن شوی دی اوس خو ډلی ډیری شوی یو د بل نه منی او مظلوم ملت پکی زوریږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب