پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاد سګریټو د دوهم لاس لوګي د کال شپږ لکه کسان وژني

د سګریټو د دوهم لاس لوګي د کال شپږ لکه کسان وژني

تاند- د سګرټو دوهم لاس لوګي یعنې هغه لوګي چې نور یې څکوي او د هوا له لارې موږ ته هم رارسیږي، په کال کې د شپږ لکه کسانو د مړینې عامل بلل کیږي.

له یوې څیړنې سره سم چې د نړۍ په یوسلو اودوه نوي هیوادونو کې تر سره شوې ، معلومه شوې ده چې د دوهم لاس لوګیو په وجه هر کال تر شپږ لکه ډیر کسان په داسې ناروغیو اخته کیږي چې د مرګ سبب یې ګرځي. د رویټرز اژانس له راپور سره سم، ساینسپوهان وایي چې د سګریټو دوهم لاس لوګی د زړه د ناروغیو، د سږیو د سرطان او تنفسي ناروغیو یو لوی عامل دی.

 پوهانو اټکل کړی دی چې هر کال کابو درې لکه اویا زره کسان د زړه د هغو ناروغیو په وجه مري چې خلک ورباندې د سګریټو د دوهم لاس لوګیو په وجه مبتلا کیږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا د سازمان د یو ماهر ارماندو پره ګا په قول، په کال کې تر یو پنځوس لکه ډیر کسان د سګریټو د څکولو په وجه په داسې ناروغیو مبتلا کیږي چې د مرګ سبب یې ګرځي. ارماندو پره ګا زیاتوي چې په دغو یو پنځوس لکه کسانو که د سګریټو د دوهم لاس لوګیو شپږ لکه کسان ورزیات کړو نو د سګریټو د قربانیانو کالنۍ شمیره اووه پنځوس لکو کسانو ته رسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب