شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودخو/ اسدالله غضنفر

خو/ اسدالله غضنفر

(خو) د ( او) غوندې داسې کلمې او جملې سره وصلوي چې په ګرامري دریځ کې یې توپیر نه وي خو فرق یې دا دی چې (او) په خپله اصلي دنده کې هغه کلمې یا جملې سره پېیي چې د معنا په لحاظ له یو بل سره ټکر نه لري، مګر د ( خو) په ذریعه پېیل شوې جملې یا کلمې د معنا په لحاظ په ټکر کې وي. په لاندې مثالونو کې (او) او (خو) د جملو ستاینومونه سره وصلوي ، یعنې داسې کلمې سره وصلوي چې ګرامري دریځ یې یو شان دی، مګر د لومړۍ جملې ستاینومونه د معنا په لحاظ له یو بل سره اړخ لګوي او د دویمې هغې ستاینومونه دغه ځانګړتیا نه لري:

احمد بیوزلی او بې کسه سړی دی.

احمد بیوزلی خو میلمه پال سړی دی.

په پښتو جملو کې د (خو) دنده له لویه سره په دوه ډولونو وېشلای شو: ګرامري او عاطفي.

له ګرامري دندې مې منظور د (خو) هغه نقش دی چې د ربطي حرف په حیث یې په جملو کې لري او نشتوالی یې اکثره وخت د جملې د شړېدو سبب کېږي. مثال: هغوی راغلل خو ناوخته راغلل. دلته که (خو) وباسو، د جملې جوړښت نیمګړی کېږي.

له عاطفي دندې مراد دا دی چې (خو) د لیکوال یا ویناوال د احساس په باره کې یو څه راته وایي خو د جملې په جوړښت کې یې نقش نه وي، مانا دا چې که یې له جملې وباسو، په ګرامري لحاظ نیمګړتیا نه پېښېږي. مثال:

ته خو پوهېږې چې د انسان د اخلاقو بنیاد په رحم ولاړ دی.

دغه (خو) د جملې په جوړښت کې برخه نه لري او یوازې د مخاطب په پوهېدو باندې د ویناوال ټینګار او یا شاید د ویناوال پارېدلي او احساساتي شوي حال ته نغوته کوي.

د تاریخ مرصع (۴۳۷ مخ ) د دې لاندې جملې (خو) د ویناوال شکایت راښیي او عاطفي یې بللای شو: (اوس خو چې تاسې وجاروځئ ، زمونږ بنیاد به وباسي.)

( خو) په خپله هغه دنده کې چې ( ګرامري ) مو بللې ده، د استثنا او استدراک لپاره استعمالېږي. کله چې (خو) د استنثا حرف وي، یوه جمله یا کلمه په بله جمله یا کلمه کې له راغلې ځانګړنې مستنثا ګرځوي. مثال:

نور ملتونه په سوله کې ژوند کوي خو موږ یو بل سره وژنو.

دلته (خو) زموږ ملت له نورو ملتونو څخه د سولې په سلسله کې بېل او مستنثا کړی دی.

کله چې (خو) د استدراک لپاره استعمالېږي، څه شی نه استنثا کوي، بلکې له یوې خبرې سره یوه بېله خبره تړي. استاد رښتین په پښتو ګرامر کې لیکي: (د خو، ولې، مګر او لاکن کلمې د استدراک لپاره استعالېږي. په استدراک کې له پخواني حکم څخه استثنا نه رامنځ ته کېږي بلکې یو ځانله مطلب او مفهوم څرګندېږي او یا هغه اندېښنه، تشویش او اشتباه چې له مخکینۍ وینا څخه رامنځ ته شوې وي، له منځه ځي. لکه:

اچار ښه شی دی، خو ما له بد دی.

غوښه ښه ده، ولې زه ترې پرهېز یم.

بریالی ښه هلک دی ، ولې بېکاره ګرخي.)

   د (خو) عاطفي دنده له ګرامري هغې بېله ده. دغه وییکی چې عاطفي دنده تر سره کوي، یا د لیکوال او ویناوال قهر و اعتراض راښیي ،یا د هغه نهیلي او خپګان بیانوي ، یا یې ټینګار پکې ښکاري او یا د دغو عاطفي حالتونو یوه ګډوله پکې وینو.د رحمان بابا په لاندې بیتونو کې د لومړي بیت (خو) د ټینګار نخښه ده اود دویم بیت (خو) د ویناوال د ټینګار، خپګان او اعتراض ښودنه کوي:

که نعمت دی خو طاعت و عبادت دی

ګڼه نشته بل نعمت په دا دنیا

دا خو ته یې زما نفسه

چې دې زه کړم کور و کر

خوشحال خټک فرمایي:

خو یو بخت دې ناسازي راسره نه کا

تل کینه کوه له ما سره حسوده

د بیت په سر کې راغلې (خو) معمولا تاکیدي نقش لري او یو ډول ایجاز هم پکې نغښتی وي. ایجاز په لږو کلمو کې د ډېر څه ویلو ته وایي. د ایجاز یوه طریقه دا ده چې یوه کلمه څو خبرې رایادې کړي. د شعري جملې د سر (خو) مو پام هغو خبرو ته اړوي چې د دې جملې له خبرو سره به په ټکر کې وې او تر دې جملې دمخه یې د کولو امکان و.

د خوشحال خټک یوه قطعه داسې پیلېږي:

خو چې خوله کا سره وازه

حال د واړو شي څرګند

که جاهل د کوهستان دی

که د شهر دانشمند

دغه ( خو) راته وایي چې کله خولې پټې وي، د څښتنانو حقیقت یې نه معلومېږي.

عاطفي ( خو) د خلکو په خبرو کې زیاته اورو. د رحمان بابا ژبه چې ولسي ژبې ته ډېره نږدې ښکاري، یوه وجه یې دا ده چې د هغه په شعرونو کې عاطفي (خو) نسبتا زیاته استعمال شوې ده. غني خان چې نظم او نثر یې د مورنۍ لهجې تېز رنګ لري، په ۱۹۵۱ کې په زندان کې د زوی د زېږېدو د خبر له اورېدو وروسته یو نظم لیکلی دی او د دې نظم په باره کې یې کښلي دي: ( ټول جهان تور او تاریک و. د وجود د ناجوړتیا سره مې روح هم د مایوسي اخري مقام ته رسېدلی و چې ناګهانه خبر راغی چې زوی دې وشو. ما وې ښه ده غني، روک خو یې خو میرات خو نه یې.)

دلته اول او دریم (خو) عاطفي دی او دویم ګرامري.

که لیکوال او شاعر غواړي چې په لیکنه باندې یې د ولسي او غیررسمي ژبې تنده ماته شي او یا غواړي چې لیکنه یې د عاطفي باریکیو په رسولو کې لا زیاته کامیابه وي ، د عاطفي ( خو) امکانات دې نه هېروي.

د عاطفي (خو) بې ضرورته استعمال نثر بې خونده کولای شي. په ځینو ځایونو کې چې د ګرامري (خو) حذف جمله نه شړوي، نشتوالی یې ممکن د جملې په ښکلا او سلاست کې زیاتوالی راولی. په تاریخ مرصع ( ۶۰۱ مخ ) کې لولو:

(له حضرت شېخ نه یې رخصت وغوښت، ور یې نه کړ.)

په جمله کې چې هم (خو) وي او هم د ربط بل وییکی ، ممکن بې خوندي پیدا کړي او احتمالا د غلطي سبب کېږي. که دا یو وییکی کافي وي، بهتره ده بل وباسو. مثال:

که څه هم ظالم دی، خو هوښیار سړی دی.

د دې جملې په ځای ویلای شو چې : ظالم خو هوښیار سړی دی.

یا مثلا لیکلای شو چې : هوښیار سړی دی، که څه هم ظالم دی.

2 COMMENTS

  1. استاد غضنفر سلام
    ډير ښايسته او بشړ مثالونه اوټوټې دې را سپړلي دي چې د بديع او بيان تنده هم ورباندى ماتيږي. ستا ليکنې مې ټولې خوښيږي. که بې ادبي نشي او بې وخته نيکه مې هم کړي نه وي نو په ګرامري برخه کې تاسره موافق نه يم ځکه چې ځينې برخې ېې درياضي په قاموس ناحله پاتې دي
    مننه

  2. ښکلي معلومات دي. له استاد غضنفر څخه يوه غوښتنه دا هم ده، چې په اوس وخت کې (واو) توری ډير غلط او ګډوډ کاريږي، که په دې اړه هم يو څه وليکي.
    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب