تاند (چهارشنبې، د قوس/ لیندۍ لومړۍ) د روسیې له خوا پر اوکراین د پراخ پوځي یرغل له پیل څخه زر ورځې تېرې شوې. هغه «ځانګړې نظامي عملیات» چې ګومان کېده «په درې ورځو کې» به کریملین په کیف کې د د خپلې خوښې حکومت د واک پر ګدۍ کښېنوي او جګوه به ورسره پای ته ورسره پای ته ورسیږي.
خو دا جګړه اوس پر یوې داسې وژونکې جګړې بدله شوې چې زرګونه قربانیان او پراخې ورانۍ یې رامنځته کړي دي.
د ژمي په درشل کې، روسیې بیا هوایي بریدونه زیات کړي او د اوکراین د بریښنا د تولید او انتقال پر پراخو شبکې په بریدونو یې د دې هېواد وګړو ته د ژوند شرایط سخت کړي دي.
د کریمیا په شمول، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې نیولې وه، د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره، د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې راغلې، او په وروستیو اوونیو کې د دې هېواد د پوځ پرمختګ چټک شوی دی.
سره له دې چې دا پرمختګ له درنو تلفاتو سره مل دی، د اوکراین پوځ هم درانه زیانونه ګاللي دي.
د پوځي کارپوهانو په اند، د اوکرایني ځواکونو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د کریملین د اصلي هدف، یعنې د یوه خپلواک هیواد په توګه یې د اوکراین د له منځه وړلو مخه نیولې ده.
اوکراین د خپلو لوېدیځو متحدانو ملاتړ لري او تر دې دمه یې له امریکا، اروپایي اتحادیې او نورو هېوادونو څخه میلیارډونه ډالره مالي او نظامي مرسته ترلاسه کړې ده. خو له خپلو متحدانو څخه د اوکراین ډېری هیلې نه دي پوره شوې.
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، کییف د واشنګټن د ملاتړ د کمېدو په اړه، چې تر اوسه د اوکراین تر ټولو مهم نظامي متحد پاتې شوی، اندېښنې زیاتې شوې دي.
د اوکراین څومره خاوره روسیې لاندې کړې؟
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه (د ۱۴۰۰ کال د کب ۵مه) د روسیې له خوا پر اوکراین د پراخ پوځي یرغل په درشل کې د اوکراین د خاورې شاوخوا ۷ سلنه، چې د کریمیا ټاپوزمه او د دونباس ځینې برخې پکې شاملې وې، د روسیې او د هغې د نیابتي ځواکونو تر کنټرول لاندې وې.
د جګړې د زرو ورځو له تېرېدو وروسته، د اوکراین شاوخوا ۲۷ سلنه خاوره د روسیې تر اشغال لاندې راغلې، او روسي ځواکونه هڅه کوي د اوکراین څلور ولایتونه ونیسي چې مسکو ادعا کوي «د روسیې له خاورې» سره یې یو ځای کړي دي.
اوسمهال، د لوهانسک ولایت ۹۸ سلنه او په ختیځ کې د دونیڅک ولایت ۶۱ سلنه، په جنوب کې د زاپوریژیا ولایت ۷۲ سلنه، د خرسون ولایت ۷۱ سلنه، په جنوب کې د میکولایف ولایت شاوخوا یو سلنه، او په شمال کې د خارکیف ولایت شاوخوا دوه سلنه د روسیې تر ولکې لاندې دي.
دا سیمې د اوکراین د شتمنو طبیعي سرچینو یوه مهمه برخه جوړوي؛ د تېلو ۱۱ سلنه ډګرونه، د ګازو ۲۰ سلنه سرچینې، د فلزاتو د کانونو ۴۲ سلنه، او د نادرو موادو ۳۳ سلنه کانونه د روسیې تر لاس لاندې دي.
په مقابل کې، د روسیې د کورسک ولایت یوه برخه د اوکرایني ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، او په روسیه کې ګڼ شمېر هدفونه، چې ځینې یې له سرحد څخه تر ۱۰۰۰ کیلومتره لرې دي، د اوکراین له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
په وروستي پرمختګ کې، امریکا اوکراین ته اجازه ورکړې چې له اوږد واټن ویشتونکو توغندیو څخه د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره کار واخلي. په ځواب کې، د روسیې چارواکو د اتومي جګړې ګواښونه زیات کړي دي.
د مرګ ژوبلو شمېر
د دواړو هیوادونو چارواکي د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه اعلانوي.
شاوخوا دوې میاشتې مخکې، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د لوېدیځو استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې په اوکراین کې د جګړې په ترڅ کې د روسیې نژدې یو میلیون پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پخواني شوروي اتحاد پوځ د افغانستان په لس کلنه جګړه کې شاوخوا ۱۵ زره سرتیري له لاسه ورکړي وو.
د بي بي سي روسي څانګه او د مدیازونا خپرونه په یوه ګډه څېړنه کې توانېدلي چې د تېرو زر ورځو په ترڅ کې په اوکراین کې د وژل شويو له ۷۰ زرو څخه د ډېرو روسي پوځیانو بشپړ نومونه او مشخصات وپېژني. دوی باور لري چې دا یوازې د وژل شویو کسانو یوه برخه ده.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د اوکراین تلفات شاوخوا ۸۰ زره وژل شوي او ۴۰۰ زره ټپیان شامل دي؛ دغه شمېرې د اوکراین چارواکو رد کړې دي. د یوې مدني ټولنې څېړنې د هغو ۲۵ زرو اوکرایني پوځیانو نومونه ثبت کړي چې د جګړې په زر ورځو کې وژل شوي دي. دغه څېړنه وايي چې شاوخوا ۷۰ سلنه وژل شوي پوځیان پېژندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په اوکراین کې له ۱۲ زرو څخه ډېر ملکیان وژل شوي او ۲۷ زره نور ټپیان شوي دي؛ په دوی کې نژدې ۳ زره ماشومان شامل دي. راپور زیاتوي چې د تلفاتو اصلي شمېر تر دې ډېر لوړ دی.
په همدې راپور کې ویل شوي چې د جګړې له پیل راهیسې په روسیه کې شاوخوا ۴۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. د روسیې چارواکي وايي چې د روسي ملکیانو د تلفاتو شمېر تر ۳۸ زرو ډېر دی. خو د روسیې دننه مرګ ژوبله یوازې د اوکراین د بریدونو له امله نه ده.
انسایډر خپرونې اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۳۹ بمونه چې د روسي له جنګي الوتکو څخه غورځېدلي، په خپله د روسیې په خاوره کې لوېدلي دي.
د جګړې بېځایه شوي خلک
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روسیې د پراخ نظامي یرغل له امله د اوکراین د خلکو درېیمې برخې خپل کورونه پرېښي دي.
د دې راپور پر اساس، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې نېټې مخکې، د روسیې نظامي لاسوهنې نژدې ۱.۵ میلیونه خلک اړ کړي وو چې د کریمیا او د دونېڅک او لوهانسک له اشغال شویو سیمو څخه ووځي. له دې نیټې وروسته، د هغو خلکو شمېر چې له اشغال شویو سیمو تښتېدلي دي، ۴.۶ میلیونو ته رسېدلی؛ چې په دې کې نژدې یو میلیون ماشومان شامل دي.
پر دې سربېره، له شپږو میلیونو څخه ډېر خلک له اوکراین څخه وتلي دي. له دې ډلې، شاوخوا ۵ میلیونه په اروپايي هېوادونو کې او ۵۰۰ زره په نورو هېوادونو کې پناه اخیستې ده. جرمني، پولنډ او چک جمهوریت د جګړې د اوکرایني کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي.
چاپیریال ته اوښتي تاوانونه
د اټکل له مخې، لږ تر لږه ۳.۵ میلیون هکتاره ځنګلونه د جګړې په کلونو کې ویجاړ شوي دي. د بمونو، توغندیو او ځانمرګو ډرونونو د هوايي بریدونو له امله د اوکراین تر نیمې ډېره خاوره ککړه شوې ده، او په ځینو سیمو کې د درنو فلزاتو کچه تر منل شوې اندازې ۲۵ برابره لوړه شوې ده.
د اوکراین په شاوخوا ۳۰ سلنه خاوره کې ماینونه خښ شوې دي، چې پاکول به یې څو لسیزې وخت ونیسي. د کاخوفکا بند چاودنې په جنوبي اوکراین کې یوه ستره طبیعي فاجعه رامنځته کړه.
کلتوري مرکزونو ته اوښتي زیانونه
ملګري ملتونه راپور ورکوي چې د جګړې له پیل راهیسې په اوکراین کې تر دوه زرو زیات روغتونونه او طبي کلینیکونه، شاوخوا څلور زره تعلیمي ودانۍ (ښوونځوي، وړکتونونو او پوهنتونونو په شمول) او لږ تر لږه ۴۵۰ کلتوري او تاریخي ودانۍ (کلیساوې، موزیمونه، کتابتونونه، د سینما او تیاتر ودانۍ، مجسمې او تاریخي یادګارونه) د روسیې په بریدونو کې ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي چې د ډېرو ترمیم ناممکن ګڼل کېږي.
د کییف د اقتصاد پوهنتون په یوه جلا راپور کې څرګنده کړې چې په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله ۲۱۰۹ تاریخي او کلتوري ودانۍ زیانمنې شوي، چې له دې جملې څخه ۳۲۸ په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.