Homeخبرونهد پاکستان د ناکراریو په دوام کې؛ ۸ پوځیان وژل شوي، ۷...

د پاکستان د ناکراریو په دوام کې؛ ۸ پوځیان وژل شوي، ۷ پولیس تښتول شوي

تاند (چهارشنبه، د عقرب/ لړم ۳۰ مه) په خیبرپښتونخوا کې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو په جلا جلا بریدونو کې اته پوځیان وژل شوي او اووه د پولیس تښتول شوي دي.

د پاکستان یوې امنیتي سرچینې د سې شنبې په ورځ، د لړم ۲۹مه، فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې د تېرې ورځې په جګړه کې، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د تیرا په سیمه کې د پوځ او وسله‌والو تر منځ شوې وه، اته پوځیان او نهه یاغیان وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ډلې د دې جګړې مسوولیت منلی دی.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي هم په همدې ایالت کې له یوې امنیتي پوستې څخه د اوو پولیس افسرانو تښتول کېدا تایید کړې ده.

د یوه امنیتي چارواکي په وینا، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، بریدګرو د دې پولیس افسرانو وسلې هم له ځان سره وړي دي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او بلوچ بېلتون غوښتونکو له سختو بریدونو سره مخامخ دی. ځینې راپورونه وايي چې دواړو ډلو پراخې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د پاکستان د ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي هېواد پر امنیتي ځواکونو تل د اسلام‌پالو ډلو او یا د بېلتون‌پالو له لوري بریدونه کېږي.

څه کم یوه میاشت وړاندې، د لړم په څلورمه، ټي ټي پي ۱۰ پولیسو وژلي وو. او تر دې راوروسته د لړم په ۱۹ مه بلوچ بیلوتون غوښتونکو د کوټې د یلګاډي په مرکزي تمځي کې لږترلږه ۱۹ پاکستاني پوځیان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل.

د لړم په ۲۶مه، د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې اووه پاکستاني پوځیان د بېلتون‌پالو ځواکونو له خوا ووژل شول.

1 COMMENT

  1. ALWAYS BE IN VICTORY T T P &B A L
    TTP AND BAL ARE WINNER THE FIGHT FOR FREEDOM
    WE HOPE TO BRING FREEDOM FOR PUKHTOONS AND BALOOCH
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...