چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د شیدا ادبي بحثونه / اسدالله غضنفر

د شیدا ادبي بحثونه / اسدالله غضنفر

په دې لیکنه کې په دغو دریو ټکو خبرې کېږي:

د کاظم خان شیدا د ادبي تیوري اساسي ټکي کوم دي؟

دی د نورو شاعرانو په اړه څه فکر کوي؟

دی د خپل شعر له مخاطبانو او کره کتونکو څه توقع لري؟

کاظم خان شیدا چې دیوان یې په ۱۱۸۱ هجري قمري کال کې ترتیب شوی، د پښتو تر بل کلاسیک شاعر د خپل سبک په اړه حساس دی. د شیدا سبکي حساسیت د دې سبب شوی دی چې د ده د شعر د تیوري په باره کې نسبتا واضح تصور ولرو.

 شیدا د خپل دیوان په سریزه کې وایي چې د دوی په پلرنۍ سیمه (سرای) کې د یو بل شاعر، چې د ده همنومی دی،ځینې غزلونه مشهور شوي دي او خلک ګومان کوي چې دا به زما شعرونه وي، خو«دا اضافت و ماته خطا دی او نسبت نابجا.» شیدا چې خپل طرز ته ډېر وفاداره دی، په دې وېرېږي چې د ده د سبکي ارزښتونو مخالفه شاعري په ده پورې منسوبه شي. موږ که څه هم اوس د شیدا طرز ته د هندي سبک شاعري وایو، خو دی دا نوم نه اخلي او خپل سبک (نوی طرز) بولي. دی وایي:

ما چې دا کلام ادا کړ

نوی طرز مې را پیدا کړ

په پښتو کې ګویا خاص یم

سزاوار د اختصاص یم

نور شاعران چې کله د خپل شعر په اړه څه وایي،تر ډېره حده یې مقصد شاعرانه تعالی وي چې یو ادبي دود دی. مثلا رحمان بابا فرمایي:

چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا

رحمان کړی نوی نوی اجتهاد دی

خو شیدا د خپل سبک او خپلې شعري تیوري په اړه خبرو سره هم زیاته دلچسپی لري.

  د  شیدا د شعر په تیوري کې درې ټکي ډیر مهم دي:

یو دا چې د شعر مضمون باید نوی وي، بل دا چې مضمون باید ساده نه بلکې پېچلی وي او دریم دا چې مضمون تر لفظ غوره دی.

 (مضمون) څه ته وایي؟ په پخواني ادب او هم اوسني ادب کې د یوې لیکنې او خبرې مطلب او محتوا ته مضمون ویل کېږي خو په هندي سبک کې (مضمون) یوه نوې معنا پیدا کړه چې شیدا یې هم ډېر ځله د همدې سبک په اصطلاحي معنا کاروي. د هندي سبک شاعران معمولا  د تصویر یا  د معنوي بدیع په مرسته شوې خبره مضمون بولي، یعنې مضمون موضوع ته نه وایي  بلکې د موضوع هنري او تصویري بیان ته وایي. د دوی په نظر د شاعر اصلي کار دا دی چې موضوع په نوي انداز وړاندې کړي. له معنا،محتوا او موضوع څخه  د شیدا منظور تر ډیره حده هغه فکر دی چې په بیت کې شته او دغه فکر چې په تصویري او هنري انداز بیان شي، په مضمون بدلېږي. دی وایي:

چې دندان د معنا بند د بل مضمون کا

حلاوت اخلي له قند مکرره

په تیرو زمانو کې به یې هغه قند ته چې دوه ځله به یې صاف کړي وو، قند مکرر ویل او څرنګه چې ډیر به خواږه وو نو د معشوق شونډې یا ښکلې خبرې قند مکرر بلل شوې دي. شیدا وایي چې کله یو فکر راپیدا شي او د هغه د ښکلي بیان لپاره په هنري مثال او تصویر پسې ګرځو او هغه مثال او تصویر له  بل چا ورته راواخلو،نو دا بیا له قنده مکرر خوند اخیستل دي. البته، دا بیت مو صرف په دې وجه راواخیست چې د معنا او مضمون فرق ته اشاره وشي، کنه نو د شیدا د شعر په تیوري کې دا سم کار نه دی چې څوک د بل چا مضمون راواخلي او ده چې د (قند مکرر) ترکیب را اخیستی، مقصد یې دا دی چې د (مضمون) خوږلت او ښایست ته مناسب مشبه به پیدا کړي . دغه راز د تکرار شوي مضمون او (قند مکرر) تر منځ تناسب ته یې پام و. شیدا د معنا لپاره د مضمون موندلو چارې ته ځکه د (بندولو) فعل غوره کړی چې په هندي سبک کې د (مضمون بندي)،(معنا بندي) او (خیال بندي) غوندې اصطلاحات زیات دي. معنا ته یې ځکه غاښونه ورکړي دي چې د مضمون د مړۍ ایسارېدل پکې تصور کولای شو. موږ (تیاره مړۍ یا تیاره ګوله په خوله کې ورکول) اصطلاح لرو چې منظور مو له یو څه څخه بې زحمته او وړیا استفاده ده،لکه شاعر چې د بل چا مضمون را واخلي. شیدا چې کله د پاسني بیت په څېر(معنا)یوازې یادوي، منظور یې معمولا موضوع او محتوا ده خو چې (رنګینه معنا)(باریکه معنا) یا داسې بل ستاینوم ورسره یو ځای کړي، منظور یې تر ډېره حده (مضمون)وي.

د شیدا په نظر او د هندي سبک د نورو استادانو په نظر د شاعر مضمون باید نوی وي. هغه شاعر چې د بل مضمون را اخلي، د غندنې وړ دی.  دی د ځان په اړه وایي:

هر مضمون مې طبع زاد دی

کل زما د رای ایجاد دی

نه غلط نه مبتذل دی

توارد یې محتمل دی

  شیدا د الهام خبره نه کوي، بلکې وایي چې شعر  زما د رای( فکر) ایجاد دی. خوشحال خټک د شعر په ویلو کې الهام یادوي،او د شعر په اړه خپله مشهوره قصیده داسې پیلوي:

زه د شعر په کار هیڅ نه یم خوشحال

ولې خدای مې کړ په غاړه دا مقال

نه په فکر نه په ذکر را برسېر شي

ناګهانه لکه اوري پشکال

خو زموږ د نورو اکثرو شاعرانو برخلاف چې شعر الهامي او له خپلې ارادې بهر ګڼي، شیدا دغسې نظر نلري. دی شعر د کړاو پیداوار ګڼي، وایي:

شیدا مه کوه کلام بې تامله

هر طوطي په ښه ګفتار راځي په ورو ورو

  غلا خو دا ده چې څوک په لوی لاس د بل چا شعر را واخلي، مګر توارد د تصادف له مخې وي. شیدا  چې نوي مضمون ته ژمن دی او د هندي سبک د شاعرانو غوندې د ادبي سرقت په مقابل کې حساس دی، د توارد احتمال ځکه یادوي چې هسې نه کوم بیت یې بل شاعر ته ورته وي او د غلا تور ورباندې ولګېږي. د ده یوه څلوریزه په دې جمله پیلېږي: زر به رسوا شې د مضمون دزده.

 د هندي سبک مشهور شاعر فیضي دکني وایي چې که څوک غلا وکړي، د اسلام د شریعت په اساس یې لاس د غوڅېدو دی خو که څوک د بل چا مضمون پټ کړي  د شعر په شریعت کې یې ژبه د پرې کېدو ده.

د شعر له نه غلط والي منظور همدا د وزن او قافیې او ردیف د مقرراتو رعایت دی او (مبتذل) د مضمون د تکرار او زوړوالي په معنا د هندي سبک د ادبپوهنې او کره کتنې یوه اصطلاح ده. دی چې مبتذل مضمون نه خوښوي، مبتذلې خبرې د بې فکره کسانو کار ګڼي:

هر مضمون یې مبتذل په شان د نی دی

ګویایي چې د معنا تهي دستان کا

 د ده په نظر د ښه مضمون لویې ځانګړنې همدا دي چې نوی وي او پېچلی وي،یعنې لوستونکی له یو څه غور څخه وروسته ورباندې پوه شي. بېدل په دې ویاړي چې په شعر پوهېدل یې اسانه نه دي، د ده مشهور بیت دی:

معنی بلند من فهم تند می خواهد

سیر فکرم آسان نیست کوهم و کتل دارم

 شیدا د خپلې خوښې مضمونونه په داسې صفتونو ستایي:

د سطور په توره شپه ګویا مشعل دی

د شیدا رنګین مضمون په دېوان څه کا

­———-

لکه زلفې په بیاض باریک مضمون ږدم

زه شیدا چې چېرې ساز مشکین قلم کړم

————

له خطا کله خالي وي

هر مضمون کله عالي وي

————

د شیدا نازک مضمون کودن ته لولې

د هلال رویت دې وسپاره شبکور ته

د مضمون لپاره د نازک، رنګین، باریک او عالي په څېر صفتونه د هندي سبک فارسي شاعرانو هم زیات کارولي دي. د شیدا په سریزه کې هغه کسان چې په شعر پوهېږي، بلند همتان او عالي فطرتان بلل کېږي، ګواکې د عالي فطرت او لوړهمت څښتن عالي مضمون پيژني.

  هغه څوک چې په باریک او پیچلي شعر پوهېږي، هغه سخن فهم دی:

انتظار ستا د ګفتار سخن فهمان کا

خاموش مه اوسه شیدا شیرین سخنه

شیدا په دې ویاړي چې خپل شعر اسانه ونه بولي:

د شانې په دود پیدا کړه رسا فکر

باریکۍ لري زما د اشعار زلفې

 د فرانسې یوه لوی شاعر ملارمې ویلي وو چې د شعر خوند په دې پورې غوټه دی چې لوستونکی د حدس او ګومان په مرسته وار په وار ورباندې وپوهېږي. د هندي سبک شاعران دې ته ورته نظر لري او هغه شعر خوښوي چې لوستونکی له غور او دقته وروسته ورباندې پوه شي.

 شیدا په یوه قطعه کې وایي:

راشه غوږ شه د شیدا په دا ویلو

سادګي تر تکلف  ګڼه بهتره

که نامه خپله انشا کړې بس رنګینه

د یاقوت رقم یې وځي له مسطره

د نګین ساده انشا پرې ثبت مه کړه

د هیچا په نزد به نه وي معتبره

دلته شیدا تر تکلف سادګي بهتره بولي. هغه څه ته چې دی (تکلف) وایي، نن سبا (تصنع)هم وایو،یعنې تر داسې خبرې چې د ځان ښودلو لپاره یې کوو او احساسات پکې دروغي وي، هغه وینا بهتره ده چې سادګي او طبیعي حالت پکې وي. صایب اصفهاني د تصنع په شکایت کې وایي:

 از تصنع معنی برجسته نازل می شود

 یاقوت په ادبي دودونو کې له سرو شونډو او اوښکو سره ډېر تشبیه شوی دی. عبدالقادر خټک وایي:

 سرې سرې اوښکې دې په مخ عبدالقادره

خپل اشنا ته د یاقوتو مهماني ده

شیدا وایي چې وینا که تر حد زیاته رنګینه( بس رنګینه) وي نو د اوښکو او احساساتو(یاقوت) لیکنه(رقم) به تر کاغذ(مسطر) ووځي او په اصطلاح نشر به وکړي او لیک به خراب شي.

 په تېرو زمانو کې به پاچایانو ګوتې په لاس کولې چې د ګوتې په غمي (نګین) به د پاچا نوم کینستل شوی و او عریضې به یې ورباندې مهر کولې. د غمي مهر هغه وخت اهمیت درلود چې غمی به صاف او ساده نه و او د پاچا نوم به ورباندې کینستلی و. شیدا د غمیو دغه توپیر ته پام و او په خپلو شعرونو کې یې درې،څلور ځایه  اشاره ورته کړې ده، مثلا:

د نګین عالم خبر ورځنې نه دی

هسې ورک شه ستا په غم کې نام زما

 د ذکر شوې قطعې په دریم بیت کې شیدا وایي چې که وینا رنګینه نه وي، د یو چا د سبک استازې نه وي او ساده وي نو د عادي او بې نومه غمي په څېر به یې مهر اعتبار ونه لري.

(رنګین) چې د شعر، بیت،مصرعې او مضمون لپاره د هندي سبک د کره کتنې یو مشهور ستاینوم دی، د پخواني ادب د کره کتنې د ګڼو نورو اصطلاحاتو غوندې واضح تعریف نه لري خو د شیدا له کلامه دومره پوهېدای شو چې رنګین مضمون ښکلی دی. هغه څه ته چې په عادي ژبه کې رنګین وایو، ممکن څو رنګه ولري. زما په ګومان د هندي سبک شاعرانو د ښکلي شعر لپاره د رنګین کلمه ځکه خوښه کړې ده چې هم ښکلا ته اشاره پکې شته او هم مختلفو رنګونو ته، چې مختلف رنګونه د ابهام،ایهام او پېچلتیا استعاري معناوې لرلای شي.

 شیدا چې د خپلې سیمې(سرای)د شاعرانو شعرونه یادوي، وایي:

پکې هسې شان نکات دي

چې نازک لکه ذرات دي

په رنګین خیال رنګین دي

سرتر پایه ګلزمین دي

دلته وینو چې (رنګین) د داسې شعر ستاینوم دی چې هم د ګلو غوندې ښکلی دی او هم باریکۍ لري، یعنې مضمون یې ساده نه دی،نازک دی، دقت غواړي او پېچلتیا پکې شته. له (نکتې) څخه منظور خبره او خصوصا شاعرانه خبره ده.

 شیدا د خپل رنګین خیال په ستایلو کې وایي:

دا رنګین خیال مې په کښلو

قلم ښاخ کا د سرو ګلو

په یوه بل بیت کې د تورو کرښو په توره شپه کې خپل رنګین مضمون له مشال سره تشبیه کوي:

د سطور په توره شپه ګویا مشعل دی

د شیدا رنګین مضمون په دېوان څه کا

مشهوره خبره ده چې خزانه په وېرانه کې چېرته پټه وي او ماران ورباندې پراته وي. شیدا ته د خپل شعر مضامین همداسې خزانه ښکاري چې د کرښو او جملو ماران یې( د اوږدوالي په وجه له مار سره تشبیه شوي دي.) ساتنه کوي:

 هر مضمون مې لکه ګنج پوشیده پروت دی

 د سطور ماران یې کا نګهباني

دی وایي:

چې نازک د چا خیال وي

هم بلند لکه  هلال وي

ښه رنګین و شیرین تر وي

په مانند د ګل شکر وي

تامل پکې ضرور شي

لغه پسه پرې سرور شي

(ګل شکر) ته چې موږ نن سبا ګل قند وایو، د ګلاب د پاڼو او بورې له یو ځای کولو او اېشولو جوړېږي. شیدا وایي چې د هلال غوندې لوړ او نازک خیال چې د ګل قند غوندې خوږ وي، هاله ورنه خوند اخیستل کېدای شي چې غور ورباندې وشي. غور او دقت ځکه غواړي چې ډیر لوړ او نری دی. موږ د روژې په وروستي ماښام اسمان ته په دقت ګورو چې نوې رابره شوې سپوږمۍ(هلال) پکې سهي کړو او چې ویې مومو،اختریزې خوشحالۍ مو په برخه شي. شیدا یو بل ځای هم نازک مضمون او هلال سره ورته بللي دي:

د شیدا نازک مضمون کودن ته لولې

د هلال رویت دې وسپاره شبکور ته

 باریک مضمون چې د هوا د مرغه غوندې په اسانه لاس ته نه راځي، د بندولو یعنې په الفاظو کې د رانغاړلو لپاره یې زړه د وینو په ډک خم بدلېږي:

شیدا خم کړم د خاطر لبرېز په وینو

زه چې بند لکه غونچه رنګین مضمون کړم

شمعه د دې لپاره چې ژوندۍ پاته شي، سوځي به، دا ډیر مشکل حالت دی او شیدا د خپل طور یعنې سبک و طرز په اړه همدا نظر لري:

بې سوختنه یې مردن دی لکه شمع

د شیدا طور یو څه مشکل پسند دی

شیدا وایی، باریکبین سړی  به د ده په شعر پوهېږي:

باریک تر موی دی د شیدا شعر

هله یې لوله که موشګاف یې

د شیدا د ادبي تیوري بله مهمه موضوع دا ده چې مضمون تر لفظ مهم دی. په دې اړه د ده دا څلوریزه مشهوره ده:

مضمون د شعر لکه پیکر وي

رنګین الفاظ یې رخت و زېور وي

ورته ضرور دي دا دواړه توکه

پیکر که هر څو دلربا تر وي

عام نظر دا دی چې لفظ و معنا یا لفظ و مضمون د یوې سیکې د دوو مخونو غوندې نه سره بېلېږي،یعنې که کلمه نه وي،معنا او مضمون به هم نه وي، خو د هندي سبک په ادبي تیوري کې مضمون دومره زیات اهمیت مومي چې لفظ یې په مقابل کې تر ډېره حده په یوه ضمني شي بدلېږي. عبدالقادر بېدل فرمایلي دي چې د مضمون ځای زړه دی او د عبارت(لفظ) ځای شونډې دي.  د شیدا په پاسنۍ څلوریزه کې لفظ د مضمون د وجود او پیکر لپاره د لباس او زېور په حیث معرفي شوی دی چې روح او ژوند طبعا په پیکر کې وي نه په لباس او زېور کې.

 د هندي سبک شاعري لوی ملاتړی سراج الدین علیخان آرزو چې د شیدا د ځوانۍ په کلونو کې بوډا و او د فارسي ادب ځینو پوهانو د فارسي شعر تر ګردو ستر کره کتونکی بللی دی، د یو چا د بیت په اړه لیکلي دي:« د دې بیت د لفظونو جامه یې دومره تنګه ګنډلې ده چې د معنا قامت پکې نه ځایېږي.»[ د شفیعي کدکني (د شاعری در هجوم منتقدان) د کتاب په حواله]

 شیدا په یوه بل بیت کې الفاظ او خبرې له چوګان( هغه لرګی چې لوبغاړی ورباندې توپ وهي) سره او معنا له ګوی(توپ)سره تشبیه کوي، وایي:

پکې پروت د معنا ګوی دی

چې چوګان یې ګفتګوی دی

په دې بیت کې معنا ته د هدف او خبرو ته د وسیلې نقش ورکړ شوی دی. د شیدا په څلوریزه کې هم مضمون هدف او لفظ وسیله ګڼل کېږي. لکه څنګه چې جسم او پیکر حرکت کوي، نه لباس و زېور، دغه راز توپ د ژوندو غوندې متحرک وي.

 د لفظ و معنا کلمې د فارسي د هندي سبک شاعرانو په دیوانونو کې زیاتې راځي او دوی چې په نوې خبره پسې ګرځي،د نوښت لپاره ممکن په ځینو بیتونو کې لفظ تر معنا بهتره وبولي، خو له لویه سره معنا مهمه ګڼي. د شیدا په دیوان کې داسې بیت نشته چې لفظ یې پکې تر معنا مهم بللی وي.

  په عادي ژبه کې معنا او مفهوم اصلي مقصد وي خو په هنري ژبه کې د کلمې موسیقي او ان بڼه هم خپل اهمیت لري او بلکې ډیر ځله یوه عادي معنا د کلمې او کلام د موسیقي په برکت شهکار شعر وزېږوي. د هندي سبک شاعرانو د لفظ په مقابل کې د مضمون پر اهمیت باندې ولې ټینګار کړی دی؟ دغه بحث ته د دوی اړتیا څه وه؟ په هندي سبک کې نوی تصویر، نوی مدعا مثل او نوې خبره د شعر اصلي کمال او مقصد ګڼل کېږي.څرنګه چې په لفظ او له لفظ سره په اړوندو اکثرو مسایلو مثلا موسیقي یا صرف و نحوه کې د نوښت امکان ډېر کم دی، نو دوی ته د لفظ بحث له لویه سره چندان اهمیت نه لري او دا مضمون دی چې د پیاوړي تخیل په مرسته بې انتها نوښتونه پکې ممکن دي.

 اوس به دا وګورو چې شیدا نورو شاعرانو ته په کومه سترګه کتل؟

 شیدا د فارسي او پښتو ځینې شاعران یادوي خو فرق دا دی چې په فارسي کې د هندي سبک له ځینو استادانو پرته د بل چا نوم نه اخلي.(یادونه:د فارسي په نورو شاعرانو کې صرف فردوسي ته اشاره کوي،هغه هم داسې چې د بېدل په ستاینه کې وایي چې طرز یې د طوس د کشاورز یعنې فردوسي غوندې متین و.)

 د فارسي د هندي سبک شاعري له لویه سره د افراط او اعتدال په دوو ګروپونو وېشل شوې ده. ځینې یې د جلال اسیر، ناصر علي سرهندي او شوکت غوندې د هندي سبک افراطي پلویان بلل شوي دي چې شاعري یې په اوسني وخت کې د ډېرې پېچلتیا په وجه او داسې خیالونو په وجه چې له محسوساتو او واقعیت سره یې رابطه  کمه ده، نه ستایل کېږي. شیدا د هندي سبک د افراطي پلویانو په څنګ کې  د صایب، کلیم او طالب غوندې د هندي سبک معتدل استادان هم یادوي چې خصوصا په وروستیو لسیزو کې د فارسي په ادبي حلقو کې ډیر ستایل شوي دي. دغه راز دی د بېدل په اړه چې په هندي سبک کې د یو بېل سمندر حیثیت لري، وایي چې:

وګڼه خاصه د بېدل طبعه

هم طرز یې نشته هر ګز په فن کې

د اوسني ایران د نامتو ادبپوه شفیغي کدکني او د هندي سبک د نورو ګڼو محققانو په نظر بېدل له یوې خوا هندي سبک کمال ته رسولی دی اوله بلې خوا په همدې سبک کې خپلې جوتې ځانګړنې لري. بله دا چې  د بېدل او هغو کابو ټولو کسانو تر منځ ډېر توپیر لیدل کېږي چې د بېدل د پیروي کوښښ یې کړی دی. بېدل د شیدا په شمول د هندي سبک د اکثرو شاعرانو خلاف، ډېر ژور عرفاني فکرونه لري. بېدل په ۱۱۳۳ هجري قمري کې مړ دی او شیدا چې د هغه له مړینې څو لسیزې وروسته وایي چې (هم طرز یې نشته هر ګز په فن کې)، د اوسنو بېدل پېژندونکو له نظره ډیره پخه خبره کوي.

غني کشمیري د هندي سبک یو بل استاد دی چې شیدا یې په ډېر درنښت یادوي. شیدا  وایي:

ته زما په دا ویلو  باور وکړه

د اشعار په بحر کړی ما ګذر دی

د غني غزل مې واړه یکدست ولید

ته به دا وایې چې سد سکندر دی

له یکدست څخه منظور دا دی چې ټول غزلونه یې پاخه دي، ټیټې هسکې پکې نشته. غني کشمیري چې د هندي سبک یو منلی استاد دی، پخپله هم د ښه شعر په یوشان والي او پوخوالي تاکید کوي،وایی، د موشګافو په شعر کې لوړې ژورې نشته، هو د ږمنځ غاښي سره برابر وي:

نبود بلند و پستی در شعر موشګافان

یک دست باشد آری انګشت های شانه

د علامه اقبال د (افکار) په ټولګه کې د غني په اړه یو حکایت راغلی دی چې دی به کله په کور کې و، ور به یې په ځان پسې کولپ کړ خو چې بهر به ووت، ور به پرانیستی پاتې و. چا ورته وویل چې نور خلک خو چې له کوره وځي، ور کولپوي او چې په کور کې وي،دا ضرورت نه ویني. غني ځواب ورکړ چې زما په کور کې لویه سرمایه زه  پخپله یم، نو ځکه باید ور په ځان پسې بند کړم.

 دغه حکایت راښیي چې غني ګوښه ژوند خوشاوه او لکه څنګه چې نورو هم لیکلي دي، شتمن کس نه و. کاظم خان شیدا هم د یوازې ژوند ستاینه کوي او په پردي وطن کې به غالبا شتمن نه و. دوی دواړو چې د نویو مضمونونو شاعري کوله، تنهایي ته یې تر نورو خلکو زیاته اړتیا لرله. د شیدا په څېر د غني په اړه هم ویل شوي دي چې د متانت او مناعت څښتن و.

شیدا د شعر د غلا په مقابل کې حساس دی او غني هم دغسې حساسیت لري. غني وایي:

یاران بردند شعر ما را

افسوس که نام ما نبردند

په وروستۍ مصرع کې یو ایهام شته چې د بیت خوند یې زیات کړی دی. غني د ایهام صنعت ته نسبتا زیاته توجه کړې ده او زما په خیال د شیدا په دېوان کې زموږ تر بل هر کلاسیک دېوان د ایهام ډېر مثالونه مومو.

صایب اصفهاني د هندي سبک یو بل استاد دی چې شیدا یې ستایي:

په فن د شعر که څوک اګاه شي

په دا کمال د صایب ګواه شي

جودت یې ګوره د صافې طبعې

غرونه عجب دي که سنګِ راه شي

(سنګ راه شدن) په فارسی کې د خنډ کېدلو په معنا کنایه ده چې د صایب په دیوان کې هم څو ځایه راغلې ده. دا امکان شته چې په صایب باندې د تبصرې په وخت به شیدا د صایب هغو بیتونو ته نظر و چې سنګ راه پکې یادوي. له صافې طبعې دوې معناوې اخیستلای شو: یو دا چې په شعر کې یې بې ځایه تعقید نشته او بله دا چې روانه طبعه لري او شاعري ورته اسانه ده. د صافې طبعې په اړه دغه دواړه تعبیره د صایب له شاعري سره ښایي. دی د هندي سبک په هغو شاعرانو کې دی چې په کلام باندې یې پوهېدل نسبتا اسانه دي او باریک خیالونه یې د اعتدال له حده نه وځي. همدا وجه ده چې صایب په اوسنۍ زمانه کې د هندي سبک تر بل هر شاعر ډېر لوستونکي لري. له بلې خوا صایب  د ژوند په ډېرو زیاتو موضوعاتو ډېر زیات شعرونه ویلي دي او د روانې طبعې دا تعبیر هم د صایب د شعر په اړه ډیر دقیق دی.

 شیدا د طالب آملي، کلیم، شوکت بخاري، قاسم دیوانه مشهدي، جلال اسیر او ناصر علي سرهندي ستاینه هم کړې ده چې دوی ټول د فارسي د هندي سبک استادان دي. جلال اسیر، ناصر علي او شوکت د هندي سبک په هغو شاعرانو کې حساب دي چې خیالونه یې زړه او ذهن ته چندان نه پرېوزي. ډاکتر شفیعي کدکني د ناصر علي په اړه په خپله مقاله کې لیکلي دي چې د ده په غزلونو کې د ډېرو ښو خیالونو مصرعې او بیتونه هم پیدا کولای شو.

( یادونه: د فارسي د هندي سبک د  شاعرانو په زرګونو داسې بیتونه او مصرعې شته چې په ترجمه کې یې هم ښکلا ته صدمه نه رسي، لکه د ناصر علي دا بیت:

نمی ګنجم به پیراهن،نمی سازم به عریانی

جنونی کرده ام پیدا، نه شهری نه بیابانی

ژباړه:

نه ځایېږم په کمیس کې او نه بې کمیسه کېږي

یو جنون راپیدا شوی، نه ښاري نه صحرایي دی

د بیت د ژباړې یوه اساني دا ده چې وزن، ردیف او قافیه یوازې همدا یوه بیت ته غوره کېږي او ژباړن یې په تکرار مجبور نه دی.

طالب آملي وایي:

افروختن و سوختن و جامه دریدن

پروانه زمن،شمع زمن، ګل زمن آموخت

ژباړه:

بلېدل او سوځېدل او د ګرېوان څیري کېدل

پتنګ له ما، ډیوې له ما او ګل له ما زده کړي

په هندي سبک کې کله کله یوه مصرعه هم د کامل شعر حیثیت لرلای شي، لکه د ناصر علي دا مصرعه:

 کاسه پرشیر کوکبها سرابی بیش نیست

چې په پښتو کې یې د ازاد شعر په بڼه هم ترجمه کولای شو:

د ستوریو

له پیو ډکې پیالې

بس یو سراب وګڼه

که یو باذوقه ژباړن مټې رانغاړي، د هندي سبک په دیوانونو کې د بیتونو او مصرعو د نسبتا ازادې ژباړې له لارې به ډیر ښکلی کتاب برابر کړي.)

شیدا په یوه څلوریزه کې وایي چې:

رم د غزال شو پیدا له کومه

ناصر علي کړه شوخي تمامه

شوخي په خپلې اوسنۍ معنا سربېره د حسن او جذابیت په معنا هم راځي. شوخي د مستي په معنا کې د غزال له رم سره تناسب لري او د شوخي او مستي او دغه راز د حسن او ښکلا په معناګانو کې د ناصر علي شعر ته اشاره کېدای شي.

 شیدا د شوکت  بخاري په ستاینه کې د خپل طرز برخلاف، مسلسل غزل لري. د شوکت په اړه یې لومړۍ خبره دا ده چې (درست غزل یې منتخب الی مقطع)دی، یعنې کمزوری بیت نلري. د هندي سبک په شاعري کې چې هر بیت معمولا یو پوره شعر وي او نوښت پکې وي، نو د شاعر ارزو یې دا ده چې هیڅ بیت یې د خانه پُري لپاره نه وي ویل شوی. د همدې غزل ډوله شعر په پای کې وایي چې:

رسېده یې و مضمون ته شېدا ګران دي

چې رفیع لکه اسمان دی بل ارفع

د مضمون د پوهېدلو لپاره د هندي سبک پلویان د (رسېدلو) فعل ځکه کاروي چې دلته پوهېدل مشکل وي او لوستونکی به له یوه ذهني سفر او ښه غور کولو وروسته مطلب ته رسېږي. لکه څنګه چې اسمان ته رسېدل ډېر ګران دي، دغسې د شوکت په پېچلي او عالي کلام پوهېدل هم سخته دي او بلکې مضمون یې تر اسمان هم عالي دی.

 شیدا په یوه څلوریزه کې د بهار رنګیني د شوکت د طبعې له برکته  ګڼي.په یوه بله څلوریزه کې د غني په اړه هم دې ته ورته خبره کوي.

 شیدا د جلال اسیر فکر دومره باریک ګڼي چې آن د زلفو ږمنځې هم هغه ته د رسېدو وړتیا نه لري:

نسبت و رای ته د اسیر واوره

شایانې کله شانې د ګیسوی شوې

(یادونه: د حنیف خلیل په زیار د شیدا په ترتیب کړي دیوان کې چې په دې لیکنه کې ورڅخه استفاده کوم، د[ګیسوی] په ځای[ښکوی] راغلی دی چې معنا ورڅخه نه اخیستل کېږي او په اصل کې باید ګیسوی وي.)

 د جلال اسیر شعرونه په هندي سبک کې په زیاتې پېچلتیا مشهور دي او شیدا چې یې د فکر په باریکي تاکید کوي، تبصره یې دقیقه ده.

شیدا د طالب آملي په اړه چې د یولسمې هجري قمري پېړۍ په لومړۍ نیمه کې د جهانګیر پاچا په دربار کې ملک الشعرا و، وایي:

ما چې زړه پرېوست په تامل کې

نظر مې وکړ بیا په آمل کې

طالبه، حسن معنی ته ورکړه

بلبل یې ویني مګر په ګل کې

د خلیل صاحب په ترتیب کړي دیوان کې د(آمل) په ځای ( تاهل) راغلی  دی چې چاپي تېروتنه ده.

 د طالب آملي په اړه صایب اصفهاني ویلي وو:

په طرز تازه قسم یاد می کنم صایب

که جای بلبل آمل در اصفهان خالیست

 غني کشمیري د ابجدو په حساب د میرزا ابوطالب کلیم د وفات کال(۱۰۶۱ هجري قمري) داسې یاد کړی دی: طور معنی بود روشن از کلیم.

طور د یوه غره نوم دی چې د خدای پاک رڼا پکې ښکاره شوه، غر سره وشړېده او موسی کلیم الله بیهوشه شو. د ابوطالب کلیم په اړه شیدا وایي:

 که سر د طور وي معنا بلنده

زما په پوهه طالب کلیم دی

یعنې که عالي معنا د طور د غره په سر هم وي، کلیم یې غوښتونکی دی.

 د هندي سبک شاعران معمولا ځینې مشترک موتیفونه لري چې دوی یې په خپلو شعرونو کې بیا بیا راوړي او نوي مضامین ورته پیدا کوي،لکه حباب، دریاب، هینداره، ږمنځ، ګوهر، ګرداب، غونچه، پرخه… شیدا د فارسي د هندي سبک له شاعرانو سره ډیر مشترک موتیفونه لري. د مثال لپاره به حباب یاد کړو چې شیدا یې ډېره یادونه کوي. د بېدل، صایب، طالب او نورو استادانو په دیوانونو کې هم حباب په سلګونو ځله یاد شوی دی او هر ځل هڅه شوې ده چې حباب په یوه نوي تصویر کې راشي. د شیدا او ذکر شویو شاعرانو مشترک موتیفونه مو هم په دې یقیني کوي چې شیدا دوی هسې نه دي یاد کړي بلکې په غور یې لوستي دي. دی چې وایي«د اشعار په بحر کړی ما ګذر دی»دا شاعرانه مبالغه نه ده.

 شیدا په پښتو کې تر بل هر چا لوړ مقام خوشحال خټک ته ورکوي اوخوشحال داسې څوک ګڼي چې د پښتو شعر ودې ته یې لار پرانیستې ده. دی خوشحال د پښتو تر ټولو ستر شاعر بولي،وایي: خان ممتاز د تمام روه دی. په شلمه پېړۍ کې زموږ اکثره ادبپوهان د خوشحال په اړه تقریبا همدې نتیجې ته ورسېدل چې کاظم خان شیدا ورته دوه نیمې پېړۍ پخوا رسېدلی و. حقیقت دا دی چې اکثره پخواني د خوشحال د عظمت له پوره درکه عاجز وو. د مثال لپاره به د خوشحال په اړه د پټې خزانې او حنان بارکزي څرګندونې راوړو.

 په پټه خزانه کې لولو:«… او پخپله خوشحال بېګ هم د غزلو دېوان لرینه چې د ده غزلونه ډېر ښه دي او کله کله هزل هم په شعر وایي او قصاید هم لري.»

او حنان بارکزی چې پښتو شاعران یادوي، د خوشحال په اړه  وایي:

د خوشحال خټک ویل کل نصیحت دی

په ظاهره مسخرې دي یو د بل

  دغه تبصرې که د شیدا له تبصرې سره پرتله کړو، پوهېږو چې شیدا د اوسنو ذهنیت ته ډېره ورته خبره کړې ده.

 په شلمه پېړۍ کې زموږ ادبپوهانو په مستقیم یا غیرمستقیم ډول دا خبره وکړه چې په پښتو کې خوشحال،رحمان او حمید تر نورو لوی شاعران دي. دا د شیدا نظر هم دی. دی د اول درجه شاعرانو په توګه خوشحال او رحمان ته داسې اشاره کوي:

 په دیار د تمام روه کې

په دا قام په دا ګروه کې

یو په سرای زبان آور دی

دویم ځای یې پېښاور دی

دی د حمید مومند نوم نه اخلي خو اشاره ورته  کوي:

چې مومندو قیل و قال کړ

یعنې دوی سحر حلال کړ

شیدا یو بل ځای(رحمان او حمید) د ښه شعر پېژندونکي بولي،وایي:

په دا دور که شیدا دواړه مومند وای

ثنا خوان به و هر دم ستا د ویلو

شیدا دغسې توقع له خوشحال خټکه هم لري:

شیدا خان به دې کا میر د شاعرانو

که مزار وته یې عرض د تا انشا شي

شیدا د هندي سبک د اکثرو نورو شاعرانو غوندې پخواني په درانه نامه یادوي. ده

 د پښتو د ځینو شاعرانو شعرونه تضمین کړي دي چې دا هم  د نورو په وړاندې د ده دریځ ښیي. شیدا د تضمین په سلسله کې رحمان بابا ته زیاته توجه کړې ده او د رحمان بابا په دیوان کې یې بیا دا بیت زیات خوښ شوی دی:

تا چې مخ د پري سترګې د آهو کړې

ته پري یې، که آهو یې که جادو کړې

زموږ په زمانه کې د رحمان بابا هغه بیتونه ډېرمشهور شوي دي چې اخلاقي او عرفاني معنا یې عالي ده، خو دغه بیت ته مو چې خیال پکې عالي دی،چندان پام نه دی کړی.

 زموږ د کره کتنې یو منفي اړخ دا دی چې کله نا کله په شعر نه بلکې په شاعر کره کتنه کوو. یو څوک به د بلې عقیدې یا بل ګوند سړی وي او په همدې وجه به یې شعر هم غندل کېږي. یو نیم وخت د شاعر شعري مقام ته په دې وجه په درنه سترګه ګورو چې دی ډېر عالم دی، یا ډېر ښه سړی دی او یا په لویه چوکۍ ناست دی. شیدا دغسې اشتباه نه کوي، شعر ته د شعر له نظره ګوري.دی متاسفانه د شیعه مذهب مخالف دی او له روښانیانو سره هم مخالفت کوي خو لوی روښاني شاعران لکه میرزا او دولت په درانه نوم یادوي او صایب، کلیم یا طالب چې دی یې ډېر ستایونکی دی، شیعه مذهبه مسلمانان دي.

 دی په پښتو شعر نیوکه کوي چې وزن یې په عروضو برابر نه دی. موږ تر وروستیو پیړیو پورې په دې خبر نه وو چې د پښتو شعر وزن عروضي نه بلکې سیلابتونیک دی. شیدا هم د دې ناخبرۍ ښکار شوی او په خپله ژبه شاعري تشویشونه ورپیدا کړي وو. په فارسي کې چې وزن عروضي دی،تقطیع یعنې مصرعه د وزن په اساس په وړو برخو وېشل، ډېر اهمیت لري. تذکره لیکونکی محمد افضل سرخوش چې تر شیدا شاوخوا یوه پېړۍ پخوا اوسېده، په خپله  تذکره کې د جهانګیر پاچا د ذکر په وخت لیکي چې یوه شاعر وغوښتل جهانګیر پاچا ته د مدحې یوه قصیده واوروي. د قصیدې پیل داسې و:

ای تاج دولت بر سرت از ابتدا تا انتها

جهانګېر ورته وویل: په عروضو پوهېږې؟ شاعر ورته وویل: نه. جهانګیر وویل: ښه دی چې نه پوهېږې کنه ستا د وژلو حکم مې کاوه،ځکه که مصرعه تقطیع کړو، دویم رکن یې داسې راځي: لت بر سرت. او دا ډېره بې ادبي ده.»

 د پښتو شعر د وزن په اړه د شیدا خبرې له لویه سره د لفظ د کره کتنې برخه بللای شو، نور نو شعر ته تر ډېره حده د مضمون له نظره ګوري چې له تخیل یعنې د شعر له ډېر بنیادي توکي سره تعلق لري. د شیدا په کره کتنه کې دوه ټکي بنیادي دي: یو دا چې نقد یې بلاغي دی او تخیل ته اهمیت ورکوي، بله دا چې د شاعر سبک ورته مهم دی. شیدا په خپله کره کتنه کې د نورو پخوانو شاعرانو او ادبپوهانو په نسبت د شعر اساسي توکو ته زیات پام کړی دی.

 اوس به په دې اړه خبرې وکړو چې شیدا له خپلو مخاطبانو څه توقع لرله؟

ده چې په شعر کې نوې او باریکې خبرې کولې، له لوستونکي یې توقع لرله چې شعر په غور ولولي او برسېرن ورباندې تېر نه شي. د ده په قول:

 بې قیمته هغه دُر شي

چې په لاس د ساده ورشي

چې تعجیل کاندي په لوستو

ورته یو شي وړاندې وروستو

… چې نازک د چا خیال وي

هم نازک لکه هلال وي

.. تامل پکې ضرور شي

له هغه پسه پرې سرور شي

… چې لقمه نغاړې بې شخونده

بهره نه لري له خونده

شیدا  له لوستونکي ځکه زیاته توجه غواړي چې د ده شعر او بلکې هر ښه شعر باریکي لري:

 کړه یې وا لکه ګره د تورو زلفو

باریکي لري تمام دېوان زما

د شیدا شعر چې باریکۍ لري، ان سخندان او په شعر پوه سړي ته هم پکار ده چې تامل پکې وکړي او چټک ورباندې تېر نه شي:

 په دقت کې یې کړه غور سخندانه

د شیدا کلام محل د تامل دی

ځينې کسان شاید د ښه شعر له باریکیو سره اشنا وي خو چې د رخې او حسد ناروغي ولري، په لوی لاس به بې کاره شاعري ښه شاعري وبولي او برعکس. شیدا له داسې کسانو ګیله من دی:

ګیله مند یم له حاسده

ښه متاع کاندي کاسده

انګبین سکنجبین کا

په مزه یې ترش جبین کا

وایي خس و کهکشان ته

سنګ و لعلِ بدخشان ته

د حاسد دخل بې ځایه

صفایي یوسي له ورایه

د هندي سبک په اصطلاحاتو کې (دخل) زموږ د نن سبا د کره کتنې او تنقید معادله معنا ده. دخل ممکن بې ځایه او یا په ځای وي.

د هندي سبک د شاعرانو تذکرې راښیي چې په هغه وخت کې د بل چا د شعر اصلاح عامه وه او شعر پېژندونکو به د شاعر د لفظ او مضمون د بهتره کولو لپاره وړاندیزونه کول. شیدا هغه چا ته چې په شعر پوهېږي، حاسد نه وي،معتسف نه وي او منصف وي، دا پیغام لري:

په اشعار مې نظر وکړه

وار په وار پرې ګذر وکړه

که واقع پکې خطا وي

توجه دې ورته ستا وي

ته یې جوړ لفظ و مضمون کړه

ما په دا احسان ممنون کړه

دغسې اصلاح کوونکی مخاطب خو څه کوې، شیدا د عادي مخاطبانو له کمي سره هم مخ و. دی وایي:

 اهل هند زما په ژبه نه پوهېږي

ورسره اهل ایران و توراني

پښتانه د روه محروم دي له دې فنه

خبر نه دي په بدیع په معاني

شیدا یو بل ځای هم د پښتونخوا له اوسېدونکو شکایت کوي چې شعر پېژندونکي پکې کم  دي:

اشعار که لولې په تمام روه کې

کم به پرې پوه شي په دا ګروه کې

هره مصرع شي خط د کبکانو

دانا یې نشته په دشت و کوه کې

خو د پښتونخوا په ادبي دنیا کې یوه داسې کړۍ وه چې شیدا شعرونه ور استول:

دا غزل دې شیدا زر یوسه له هنده

چې یاران یې د وطن څه رنګ ځواب کا

یو بل ځای وایي:

شیدا واستوه رنګین اشعار له هنده

ستا له رای سره اشنا د سرای یاران دي

شیدا چې په سرای کې مشهور و، چې په هندي تذکرو کې یې نوم راغلی دی او په پېښور کې یې محمدي صاحبزاده دېوان پکار و، ولې د خپل دېوان په تدوین نادم دی او وایي:

په تدوین د خپل زبان ځکه نادم یم

چې ونه شوه په محل ګل افشاني

ځکه چې دی لوی شاعر دی، د کم مثاله تخیل څښتن دی او ډېرې نوې خبرې لري خو اکثره مخاطبان یې په قدر نه پوهېږي. شیدا دوې لویې ستونزې لري: یو دا چې د شعر مشکل کول ورته ښه ښکاري او له لوستونکو یې توقع ده چې په شعر باندې د پوهېدو لپاره ځان وکړوي، حال دا چې خلک په اسانه دې ته تیار نه دي چې په شعر د پوهېدو لپاره ځان په زحمت کړي. دوی شعر د خوند لپاره لولي او د خوند لپاره زحمت ته غاړه نه ږدي. د شیدا بله ستونزه دا ده چې خپله ژبه د فارسي په قالب کې اچوي، هماغه کنایې، ادبي دودونه،لغتونه او ان د جملو طرزونه راوړي، حال دا چې هره ژبه د بېل انسان حیثیت لري.

 عجیبه دا ده چې دغه دواړه ستونزې اوس هم لرو. زموږ ځینې لیکوال لیکوالي دې ته وایي چې تر خلکو یو څه مشکل وغږېږي او چې د خپلې ژبې د بډاینې غم ورسره وي نو یوه بله ژبه یې په نظر کې وي او غواړي پښتود هغې غوندې شي، حال دا چې لکه هر ملت چې بېل تاریخ لري او هر بنیادم بېلې اړتیاوې لري، د هرې ژبې اړتیاوې اوښکلاوې هم بېلې دي. هغه لاره چې خوشحال پرانیسته، قافلې ورباندې سم مزل کاوه، مګر د شیدا په پرانیستې لاره مزل سخت شو.

  شیدا به له ټول عظمت سره سره د خوشحال او رحمان په اندازه د خلکو زړونو ته لار ونه مومي. د ده د مطالعې اصلي ځای علمي مرکزونه دي. که موږ وتوانېږو چې د ده د هنر باریکۍ معرفي کړو، د واقعي شعر له ډېرو رازونو به خبر شو او په ادبي کړیو کې به د معرفت نوي مشالونه بل شي.

شیدا په یوه قصیده کې وایي:

پس له مرګه مې زنهار خپله میینه

دا مقطعه وکښه په لوحه د مزار

شیدا مه کوه ارمان د ښو یارانو

آسوده دي خوش طبعان ستا په جوار

دغه خوش طبعان باید په ادبپوهنځیو کې پیدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب