سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهطالبان او د کرکټ بری، کم رنګه غبرګونونه يې نيوکو سره مخ...

طالبان او د کرکټ بری، کم رنګه غبرګونونه يې نيوکو سره مخ شوي

تاند:( سې شنبه، د ليندۍ څلورمه) په نړیوال جام سیالیو کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د تېرې شپې برياليتوب ته د طالبانو کم رنګه غبرګونونه له ولسي نيوکو سره مخ شوي دي.

په دغو سياليو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې له درې رنګه ملي بیرغ سره ګډون وکړ او کپتان يې محمد نبي عیسی خیل د ملي سرود له اورول کیدو وروسته وژړل.

طالبانو د افغانستان ملي بیرغ را ښکته کړی او پر ملي سرود يې بنديز لګولی.

د کرکټ ملي لوبډلې له برياليتوب وروسته، د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني نبي عیسی خیل ته زنګ وهلی او د مبارکۍ ترڅنګ يې ويلي، چې افغانستان هيڅوک نه شي اشغال ساتلی.

هغه خپل هدف نور نه دی واضح کړی، خو لومړي مرستيال يې امرالله صالح تېره جمعه پاکستان تورن کړ، چې د طالبانو په وسيله يې افغانستان اشغال کړی دی.

د کرکټ د ملي لوبډلې بریالیتوب ته د طالبانو کم رنګه غبرګونونو او ساړه چلند ولسي اعتراضونه را پارولي دي.

د افغانستان يوه هزاره توکمه ژورناليست مختار وفايي لیکلي، چې د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخند ولی خاموشه دی، اشرف غني د کرکټ ملي لوبډلې سره وغږید او مبارکي یې ورته وویله، خو دی غلی دی.

د طالبانو له اړخه بيا د کرکټ د بریالیتوب په اړه کم رنګه غبرګونونه ښودل شوي.

ويل شوي، چې تر اوسه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوی تر ټولو لوړ پوړی مقام دی، چې کرکټ ملي لوبډلې ته یې د بېګاني بري مبارکي ويلې ده.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي:(( ‏د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایو. د یادې لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې د نورو بریاوو هیله ورته کوو.))

د طالبانو يوه لوړ پوړي غړي انس حقاني پر خپلې ټویټر پاڼې يوازې همدومره لیکلي:(( افغانستان وګټله)).

د طالبانو واکمنۍ د کرکټ ملي لوبډلې ته په نړيوال جام سياليو کې د ګډون لګښت نه دی ورکړی.

دغه لګښتونه د لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل له خپله جیبه ورکوي.

5 COMMENTS

  1. چقه ساده هستین … بیچاره ریس الوزرا ، تیویتر ، انستاگرام ، استفاده تیلیفون و سواد نداره … بانکه ریش خوده خلال کنه ههخه

  2. طالیبون به دخپل مالک
    فاکستان اچازت غوړی
    دوی خو دهوغو نوکروان دی

    خوله دی موته شه
    نوکره

  3. ښاغلی ذ.مجائید ته په نوی کور ( ارګ ) کی د سکونت په مناسبت د ۲۳۱ £ په ارزښت مبارکی وایم البته ددې مبارکۍ ویلو په بدل کی ترې غواړم چی دا حقیقت ومنی:
    د سلو روانو کلونو په اوږدو کی د انګرېز او فری ماسونری د تشکیلاتو او شوروی لخوا په ” ارګ ” کی تور او سره او زرغونه کاږه واږه موجودات کښېنول سوی او هر یو ئې د ” تفرعن او تکبر ” په وازګه کی ځان ایسار کړئ ؤ خو د ” ارګ ” اکسیجن د هر مزدور فرعون ” رګ ” او وینه د ” ژیړو ” کُروياتو په تیزاب او اسیډونو نازولې! اود رسوائی او ناکامی او بدنامی او نابودۍ کندی ته ور غورځ ول سویدئ.
    نو
    مجائید ساب عرض می دا دئ:
    هوټل او سماوار او د کرائې کور او د کوربه کور او حتی خیمه او بیابان او ځنګل به د شپې یا شپو د تېرېدو لپاره یو ډاډمن او مطمئن ځای وی خو ” ارګ ” هیڅکله د اطمنان او د حاکمیت د ادامې د تضمین ځای نه دئ. ډیری جګی جګی! غاړی پدې ” ارګ ” ننوتلی دی خو همدا جګی جګی غاړی څو سوه یا څو زره یا څو سوه زره ساعتونو وروسته بیرته ماتی غاړی وتلی دی.
    بلی؛ دا به د انګریز لومړی او وروستی دوستان او انډیوالان نه وی چی د ” ارګ ” د اوبو د څیښلو توفیق ئې موندلئ دئ خو سره لدې زموږ تاریخ ( خصوصاً ارګ ) د جدّی احتمالاتو او غیر منتظره پیښو یو بډای او غنی کلِکسیون پخپله غېږه کی زېږولئ او روزلئ دئ.
    البته
    نه در ته وایم چی:
    ” پام مو وی “.

    0
    ځواب
    طوطی
    طوطی
    اکتوبر 25, 2021 6:53 pm
    بیا هم د ملایان مقرری خو دا ځلی دا دری واړه ملایان ما ته درست او په زړه پوری سړی دی. که زه وای نو یوه ښه تکړه ښځه می ځان سره مرستیاله مقرره وله څه پروا یی کوله په حجاب کی به یی کار کاوو.

    ښځه چی خپله و نغواړی او سړی نه خواهش د څه بدو ونکړی فکر نکوم چی سړی به دومره بی وجدانه وی چی ښځی ته په بده سترګه وګوری هو مګر چی خپله فاحش وی او د نا جایزه مور او پلار څخه پیدا شوی وی.

    0
    ځواب
    wpdiscuz
    وروستي مطالب
    اکتوبر 26, 2021
    دکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون رئیس وټاکل شو
    اکتوبر 26, 2021
    سکاټلینډ ته ستره ماتې، افغانستان د ګروپ نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه
    اکتوبر 26, 2021
    د ترکيې په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ؛ اردګان د لسو سفیرانو د شړلو څخه لاس په سر شو
    اکتوبر 25, 2021
    شوکت میرضایوف د ازبکستان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې
    اکتوبر 25, 2021
    افغانستان سکاټلینډ ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه
    اکتوبر 25, 2021
    ملګري ملتونه: نږدې ۲۱ مليونه افغانان د خوراک له سخت کمښت سره مخ کېدای شي
    اکتوبر 25, 2021
    چین او افغانستان پر ګډو مسائلو خبرې کوي
    اکتوبر 25, 2021
    درنو مشرانو!!!/ فيضاني
    اکتوبر 25, 2021
    خلیلزاد: امريکا جګړه بايلله، ځکه يې د خبرو لاره غوره کړه
    اکتوبر 25, 2021
    د شهيد انعام الله انعام رحمه الله د شهادت خاطره/ څلورمه برخه
    مشهوره

    پخوانیو جنګسالارانو په رهبرۍ‎ د «مقاومت عالي شورا» خپل موجودیت اعلان کړ
    اکتوبر 23, 2021

    د جعلي راپورونو لړۍ؛ د والیبال ښځېنه لوبغاړې د کابل تر سقوط لس ورځې وړاندې ځان وژلی
    اکتوبر 20, 2021

    له افغان حکومت سره د پاکستان تازه ژمنې څه دي؟
    اکتوبر 21, 2021

    پاسپورت رئیس: هغه کس مو ونيو چې په دفتر کې يې د ٢٥زره ډالر رشوت راته پيشنهاد کړ
    اکتوبر 25, 2021

    د ښځو چارو وزارت نه لغوه کیږي
    اکتوبر 21, 2021
    وروستۍ څرگندونې
    طوطی په ولې اسلامي هيوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؟
    طوطی په ولې اسلامي هيوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؟
    طوطی په ولې اسلامي هيوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؟
    طوطی په افغانستان سکاټلینډ ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه
    طوطی په طلوع نيوز وايي تورخم کې يې خبريال وهل ټکول شوى دى
    طوطی په پاسپورت رئیس: هغه کس مو ونيو چې په دفتر کې يې د ٢٥زره ډالر رشوت راته پيشنهاد کړ
    طوطی په ملګري ملتونه: نږدې ۲۱ مليونه افغانان د خوراک له سخت کمښت سره مخ کېدای شي
    طوطی په پاسپورت رئیس: هغه کس مو ونيو چې په دفتر کې يې د ٢٥زره ډالر رشوت راته پيشنهاد کړ
    طوطی په ذبیح الله مجاهد او درې مرستیالان یې معرفي شول
    غ.حضرت په اتمام حجت در برابر ملت و حکومت مؤقت سرپرست و نوبنیاد افغانستان!

    نن ټکی اسیا یوه ازاده او خپلواکه وېب پاڼه ده، په هیڅ سیاسي یا تنظیمي جریان پوري تړون نه لري
    په نن ټکي اسیا کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی
    Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
    Terms and Conditions
    Privacy Policy
    Support
    Facebook
    Twitter
    Contact Us
    © Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: [email protected]
    Back to top button

    Privacy Overview
    This website uses cookies to improve your experience while you navigate through the website. Out of these cookies, the cookies that are categorized as necessary are stored on your browser as they are essential for the working of basic functionalities…
    Necessary
    Always Enabled
    Non-Necessary
    4

  4. هغه خلک ضعیف النفسه دی چی سپورت نکوی حد اقل ورڅ کی نیم ساعت تمرین او قدم وهل. طالبان ګوری ټول مریضان دی او الله پاک په غضب ګرفتاره دی. د دغو مکروبونو ژوند هم لنډ دی او زر به انشاالله سره ورک کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب