شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ویناډولونه / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

ویناډولونه / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

سم اند څلورمه برخه

Einfach – zusammengesetzt  ساده – یوځای شوې

ویناوې کېدی شي په ساده ویناو او یوځای ايښول شوو ویناو باندې ووېشل شي. وېشنلامل یې دا دۍ، چې ایا وینا له یو بل توپيروړ،، ځانله کولوړ،، برخویناوو څخه یوځای ايښول شوې او که نه.

بېلګه: ،، کابل یوښار دی،،( ساده وینا)، ،، کابل له اوه میلیونو څخه د ډېرو اوسېدونکو یو ښار دی،،

سم اندیز یوه یوځای ايښولشوې وینا د برخویناو ،، کابل یو ښار دی،، او ،، کابل له اوه میلیونو څخه ډېر اوسېدونکي لري،،)

Terminologie  یا مسلکي ویېنې ردبدل کیږي: د ،، ساده وینا،، په ځای سړی ،، د یوځای نه ايښول شوو ویناو،، ، ،، اتومي ویناوو،، ، توکیزو ویناو،، هم غږیږي یا ،، توکیزه غونډله،، (Wittgenstein)..

له یوځای ايښول شوو وینا په ځای دا لاندې هم وایو: ،، د ویناو تړنه،، یا ،، مولیکولي ویناوې،، . په شمېرپوهنه او همداسې فورمال سم اند کې اتومي ویناوې دي، چې له نورو ویناو څخه یوځای نه دې ايښول شوې. دا ویناتړوني سم اندیزې نخښې ( تړننخښې) لکه ∧  ( او)  ،  ∨(یا) او  ¬ (نه) نه لري. مخامخکلمه  یې یوځای ايښولشوې وینا یا ویناتړنه ده.

د بېلګې په توګه چې وینا لرو ،، کوڅه لمده ده او ورینګي وریږي،،  په دوه ویناو وېشو یا بېلوو، د ،، او ،، سره یوې وینا ته سره تړلې دي، داسې یوه بېلېدنه په یوګونو ویناو کې ،، کوڅه لمده ده .. ، چې د ،،او ،، ورینګي وریږي،،  نوره کېدونې نه ده. نو له دې سره داسې ویناوې اتومي ویناوې بلل کیږي. د یوې وینا سم اندیزې شننې سره

د اتومي ویناو لپاره بېلګې( ارزښتونسم اند)

ترمونه {\displaystyle t=s}t=s د په خوښه  t , s لپاره

R(t1, …., tn)  د n-ځایز, اړیکو او په خوښه ترمونو  t1 ترtn پورې. په یوه ساده ویناکې یوه یوه شي یا الې ته یو یواځني ورکول – یا ترې اخستل کیږي. که دا وبلل شي، چې یوه ساده وینا نوره جوړښتیزه نه ده، نو به داسې وپوهيږو، چې د وینا دنننی حوړښت نور نه شي ټیک ویل کېدی یا روښانه کېدی.

د اتومي ویناوتفسیر یا روښانه ونه د هغه د ريښتیا ارزښتوالي له لارې تنظیمیږي.{\displaystyle s}

د ساده ویناو لپاره سیمبول د کنونشن یا ټولیزې پرېکړې پوښتنې دي.

د دې لپاره ورځني د بېلګې په توګه دسترو لاتین تورو کارول،  A, B, C, دي په ورکړل شوي حالت کې د ترې لاندې لیکلي توري یا پېژندنخښې دي.

یوه ګډوله یا یوځای ايښولشوې وینا د ډېرو ساده ویناو له تړنو څخه جوړه ده.

د یوې ویناتړنه کېدی شي غزېدونکې ( غزېدونکې ویناتړنه) یا کلکېدونکې یا کښېکاګونکې ( کښېکاګونې وینا تړنه ) سرته ورسیږي.

غزېدونکې ویناتړنې  سره یوځای شوې ویناوې دي، چې د هغوي ریښتیاارزښت د هغې له برخویناو څخه ټاکلې دي. د ټولوینا ريښتیا ارزښت له دې امله د برخوویناو ریښتیاارزښت فنکشن یا څېرونه ده. ( ریښتیاارزښتوالي فنکشنالیتي).

سم اندیزې همغه یا ثابتې، چې هغه ريشتیاوالي فنکشني اغیز ښندي، تړننخښې Junktoren بلل کیږي.

کلاسیک ویناسم اند یو نړتنخښيز سم اند(Lorenzen),  دی، د ویناو یو،، د پراخېدنوالي اصولو سم اند،،(Quine). دا پر پراخېدنوالي اصولو باندې ودانه ده.

یو ځانګړی حالت د نه والي حالت Negationانځوروي. دا د ډېرو ترمینولوژیکو بنسټونو له امله. په نه والي کې ویناوې نه سره تړلکیږي او دا له دې امله ویناتړنې نه دي. دوي همداسې له ترمینولوژیک  سادونې له امله یوځاییزې ( چې یو ځای لري) ویناتړنې بلل کیږي. دوی د وتون ارزښت ريښتیا سره ارزښت ناريښتیا ورکوي او په څټ.

ترمینولوژیکي سم دلته ویېنه یوځاییزه رښتیاڅېرونه یا رښتیافنکشن برېښي. د دوه ویناو د ګډوله کونو لپاره شپاړس یونکتورونه یا تړننخښې  شته دی. د ټولو کېدونکو ګډوله کونو لپاره له رښتیاارزښتونو یو د دې تړنو لپاره تیپیکي لاسته راوړنرښتیاارزښت ورکوي. د بېلګې په توګه له تړننخښو سره د تړلې وینا a UND b  (a  او b ) ټیک هلته رښتیاده، چې هم a او هم  b رښتیا وي، په هر بل حالت کې تړنه نارښتیا ده.

اېنتنزیونالې Intensionale ( ځان ورسره برابرول یا – اعیارول) ویناتړنې رښتیافنکشنلي  ویناتړنې نه دي. له دې سره د ټولوینا رښتیاارزښت د برخویناو د رښتیا ارزښت په واک کې نه دي.

بېلګه: ،، سپین د سم اند یو کتاب لولي، ځکه هغه سم اند ډېر په زړه پورې مومي یا بولي،،.

analytisch – synthetisch شننیزې – جوړښتي ویناوې

ویناوې په ورځني ژود کې په شننیزو ویناو او جوړښتیزو – یا مصنوعي ویناو باندې وېشل شوي. د ،،وینا،، په ځای په همغه موخه له ،، غونډلې،،  همداسې ،، پرېکړې،، هم غږیږو.

Analytische Aussagen شننیزې ویناوې

شننیزې ویناوې په راتنګه موخه دي ،، ویناوې، چې په اړیېنه توګه ، دا په دې پرېپوهېدنه چې په ټولو ممکنه نړیو کې، رښتیا ذي ځانله د هغو د سم اندیزو بنسټیزو بڼو له مخې او د هغوي رښتیاوالی بې د هغو پر تجروبوي ازمایېنو باندې کره کېدونکې دي،،. دوي له دې امله سم اندیزه توتولوګې( تل رښتیا ویناوې) ده.

بېلګه: لمر ځلیږي، یا لمر نه ځلیږي.

 په پسې موخه ،، داسې ویناوې دي، چې د هغوي رښتیاوالی  د هغوي له مصنوعي جوړښت او د هغو پرېپوهېدنوالي  د هغوي د ژبنیزو توکو  په واک کې ده. هغوي په سیمانتیکي اړیکو  لکه همغه پرېپوهنیزبرابروالی  […] او پرېپوهنیزپایونه […]،،. له دې سره دا یو څیرکلپایونه( ګردۍ پایونه)  Zirkelschluss په ګوته کوي.

بېلګه: خور –ورور خپلوان دي.

Tautologie

یوه تاوتولوګي په سم اند کې یوه ټولیزه باوري وینا ده، دا په دې پرېپوهېدنه چې یوه وینا، کومه چې د سم اندیزو لاملونو په بنسټ تل رښتیا ده. د توتولوجي لپاره بېلګې دي، لکه ،، که ورینږي وریږي، نو ورینګي وریږي،، یا ،، دا هوا بدلیږي یا داسې پاتیږي، لکه څنګه چې ده.،،

Synthetische Aussagen جوړښتي یا مصنوعي ویناوې

په پراخه موخه د اریستوتالس له لورې ټولې ویناوې( پرېکړې)، داپه دې پرېپوهېدنه چې یوه ،، د سینتېزې له کلمې څخه،،.

په راتنګه، واکمنه موخه (کانت (فسلوسوف))،، په رښتونې حالت باندې ویناوې، چې رښتیاوالی یې نه ځانله د سینتاکتیکي یا سیمانتیکي جوړښت بلکه  پرته له ژبې او له دې امله تجربوي ازماېښتي دازمايېنې فاکتورونو او تجربو په واک کې دی.

د توپېرونې یا توپیرېدنې کریتیک

د شننیزې او مصنوعي ( جوړې شوې) وینا په منځ کې د توپېرونې یا توپیرېدنې سموالی د Quine ( امریکایي فیلو سوف) لخوا د څېړنې لاندې ونیول شول. هغه د پرېپوهېدنې ناټاکلوالي تیزې پلوی وو او دا بنسټ یې د پوښتنې لاندې راووست، چې د کلمې پرېپوهېدنې تیز یو له بل رابندېدلی شي، دا په دې پرېپوهېدنه، چې منځ کې یې پولې ايښدول کېدی شي.

بېلګه: ،،ټول Rappen (د تورو اسونو یو ډول دی) تور دي،، مخامخ یې ،، ټولې کاغۍ تورې دي،،. دا چې تور یوه د پرېکړې نخښه ده، چې راپن له نورو اسونو بېل کړي، دا یوه شننیزه وینا ده. ایا  د ،، کاغیو،، بې له تور د کلمې پرېپوهېدنه موخې ته رسېدونکې ده – نو سپین هم (  د بېلګې په توګه  Albino vogel) د نورو همهغو پېژندنخښو سره دې کلمو ته ګڼل کیږي – یا  ایا کاغۍ هم د تور له لارې پېژند لري یاپېژندل شوې دي، کوین هم دا یواځني نه شو ټاکلی. په خټه کې کاغۍ هم د یوه د کلمې په توګه د یوه پیداېښتي ډول لپاره کارول کیږي، خو ایا  د دې ډول ټولې یوګونې تور وبرېښي، له دې امله دا یوه تجربوي پوښتنه ده.

وینا په ویناسم اند کې

په ویناسم اند کې داسې ویناوې یواځې یاټیک د هغې فورمال او نه د هغې منځپانګیز رښتیاوالي ارزښت غوره دي.

د بېلګې په توګه: سړی باید له شننیز شيحالت څخه پوهه ولري یا په شي حالت وپوهیږي، چې د وینا په رښتیاوالي ارزښت ،، برلین د جرمني پلازمېنه ده، او روم د ایټالیا پلازمېنه ده،، پرېکړه وکړی شو، دا د وینا لپاره غوښتونې نه ده، چې ،، مادرېد د سپانیا پلازمېنه ده، یا مادرېد د سپانیه پلازمېنه نه ده،،، ځکه چې  د سم اندیزې  ،،یا،، او ،، نه ،،  د کارونې کره کونې وروسته ( نورمیرونې Normierung)  دلته د خبرو یوه رښتیا، له دې خپلواکه وینا ده، چې ایا مادرېد په رښتیا  دسپانیا پلازمېنه ده یا نه. یوه په دې موخه فورمال رښتیا وینا به ټولیزباوري یاهم  توتولوژي  وبلل شي.

وینا په پرېدیکات سم اند Prädikatenlogik کې

په پرېدیکات( د یو څه  د څرنګوالي ارزښتونه)  کې یوه وینا یوه وینابڼه ده بې له خپلواکو اووښتونو.( په دې کې ټولې اوښتونې د کوانتورونو یا نخښو سره تړلي.)

په پرېدیکاتسم اند کې د یوې وینا رښتیا ارزښت په هغې د خوندي سیمبول له Interpretation روښانونې مخې ورکول کیږي.

د بېلګې په توګه یوه وینا x=x+x  په لاندې توګه میندلکیږي: د هرx  لپاره دې ترم x او x+xوشمېرل شي. که یو x  شتون ولري یا شته وي، چې دواړه ترمونه همغه ارزښت ولري ( د بېلګې په توګه د  x = 0 لپاره)، نو وینا رښتیا ده، په بل ډول نارښتیا ده.  نو له دې سره رښتیا ارزښت د بنسټډېرۍ په واک کې دی. چې د اوښتونې یا وریابلې د په ځای کونې ډېری څخه وي.

یوه پایونلار د فورمال سم اند په یوه شمېرنه کې  بڼه بدلونلار یا – قانون په ګوته کوي، داپه دې پرېپوهېدنه چې یوه جوړښت یا مصنوعي لار، چې د هغې له مخې کېدی شي یا اجازه ده، د نورمال ژبې د یوه شته ویېنو نوو ويېنو ته لاړ شو. دا لارښونیزه  تلنلار یو پایونلاس ته راوړنه انځوروي.

د Ernst Tugendhat (فیلوسوف)  له خوا ټولې شننیزې غونډلې د ausgeschlossenen Widerspruch (پرته یا ناشونې له مخامخوالي) په غونډله ودانې دي. دوی د ناسموالي صریبونهFalsifikatoren نه لري.

د مخامخوالي یا ردونې غونډله یا د ناشونې ردونې  یا – مخامخوالي غونډله وایي، چې دوه یو د بل په خپله خټه کې د همغه څه ـ خوندیونې  ردونې ویناوې په همغه وخت کې نه شي پېښېدلی. د فلسفي –  او پوهنټاریخ د وخت په تېرېدو سره او له بېلا بېلو تیوریکي نظریو اړوند او له بېلابېلو ډولونو د اونتولوګیزې ontologisches پېژندتیوري او د سم اند اصول پوهېدل کیږي.

اونتولوجي د فلسفې یوه لار  یا دیسڅيلین دی چې د شته والي (یل؟؟) او رښتیاوالي بنسټجوړښت سره بوخت دی، د بېلګې په توګه: کلمه لکه شتون، یل، به او ریالیټي.

د کریتیک Kritik لاندې یا څخه سړی د یوه شي(الې) یا یوې کړنې باندې د کچون-الو په مټه یا لاس پرېکړه کیږي. لکه فیلوسوفه Anne-Barb Hertkornروښانه کړې، چې کریتیک دې له دې سره ،، د فکر او هوښیارتیا بنسټيز فنکشن دی او تر هغې پورې چې دا په خپل فکر و کارول شي او شتونپېژندنخښه چې پر باوریوالي باندې دعوه کونې پرېکړه  وشي.،، دا د پرې پرې کونې باندې د انساني  کړنتوان غوره هنر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب