چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+البانیایۍ کیسه، احلام، د کرېکټر کښنې ښه بېلګه | ايمل پسرلی

البانیایۍ کیسه، احلام، د کرېکټر کښنې ښه بېلګه | ايمل پسرلی

ځینې خلک په دې باور دي چې داستاني اثار د تخیل زېږنده دي، زما په باور د تخیل او رښتیني ژوند ګډوله ده. په انګریزي ژبه یوه مشهوره خبره چې په ځینو کمیسونوهم  لیکل شوې وایي ٬٬ لیکوال یم، هر څه چې دې راته وویل یا دې وکړل زه یې ممکن په کیسه کې وکاروم.،، یعنې لیکوال یا لیکواله چې هر څه ویني یو نه یو وخت یې په لیکنو کې راڅرګندېږي. د البانیایي لیکوال فتوش لوبانیا کیسه ٬٬احلام،، شاید یوه له هغو کیسو وي چې پر واقعي پېښو د تخیل رنګ ورګډ شوی وي. دلیل یې روښانه دی، خپله فتوش لوبانیا د دیکتاتور انور خواجه په واکمنۍ کې ۱۷ کاله زنداني و هغه هم په تر ټولو نامه توري زندان  سپېک کې چې له ښارونو لیرې جوړ شوی و. د غرونو په منځ کې داسې ځای چې کانونه پکې و او هغه وخت به یې په سیاسي زندانیانو سپړل. دا کیسه د دیکتاتوري نظام د یوه زندان تصویر ورکوي او راته وایي چې څه ډول له رواني پلوه پکې انسان بدلېدی شي، لومړی به کیسه ولولو بیا به پرې وغږېږو:

 

احلام

فتوش لوبونیا، البانیایي کیسه

۱

د تلویزیون خونه هېڅکله نه دومره له خلکو ډکه وه او نه دومره غلې وه. یوازې د ویاند له جذبې ډک غږ و چې څه باندې یو ساعت مو اورېده. هېچا د ده په تبصرو کې پوسڼی قدرې نه کاوه. هېچا له خونې د وتلو هڅه نه کوله.

دا لومړی ځل و چې په سپېک کمپ کې ټول سیاسي زندانیان چې کان کنستونکي او د احتیاطي ځواک کسان هم پکې وو، د زنګ وهلو اورسپنو له ټوټو جوړې جونګړې کې راټول شوي وو. په کتار کتار پرتو  اوږدو څوکیو تر نور کله لا ډېر سره تنګ ناست وو، موږ له یوې نه منونکې تجربې تېرېدو. د دیکتاتور مړینه چې له مودو مودو راهیسې یې په ارمان وو، ګومان مو کاوه چې دی به مو تر ځان مخته تر تورو خاورو لاندې کړي، بالاخر خپله ومړ او خاورې پرې واوښتې.  ارمان مو پوره شو. خو کومه خوښي یې راونه بخښله. فضا دومره ویرلړلې وه چې هیچا د زړه د خوښۍ ښکارولو جرئت نه کاوه. ډېر پولیس د لومړي کتار په څوکیو د تلویزیون مخته درېدلي وو، نور یې بیا د خونې په کونجونو کې ولاړ وو، د دوی ترو تندیو زموږ هر ډول ممکنه احساس ځاپه. که به مو سترګه په کوم ملګري ولګېده سملاسي به مو مخ واړاوه چې هسې نه د کوم ساتونکي یا جاسوس راپام نه شي. خونه له کتار کتار سړیو ډ‌که وه خو داسې ښکارېده لکه ماسکونه چې یې تړلي وي، تلویزیون تورې او سپینې پردې ته ګوري. دې انساني ماسکونو له بغاوته ډار ښود خو د جنازې د مراسمو په لیدو کې ورسره خوښي او تلوسه هم مله وه.

د توپ په سر پروت تابوت بالاخر د شهیدانو هدیرې ته ورسېد. د ویاند غږ لوړ شو:

  • قومندان راورسېد، دی د خپلو ملګرو تر څنګ خاورو ته سپارل کېږي.

توپ بالاخر نوي کنستل شوي قبر ته نژدې ودرېد چې د البانیا د مور څلي ته ورڅېرمه و. خلک شاوخوا راټول شول. د دیکتاتور کونډې خپل زوی ته غېږ ورکړه. تابوت له ګڼو خلکو تېر شو، تر څو شېبو په پړیو ټینګ شوی په هوا کې پاتې شو بیا ورو ورو کندې ته ورکښته شو. موږ له ډېرې تلوسه ساه نه اخیسته.

 ټیک په همدې شېبه د خونې له شا یو رېږدېدونکي غږ انګازه وکړه:

  • ودرېږئ، د ملت تر ټولو ستر کس خاورو ته سپارل کېږي.

موږ ټول په درېدو وو، ان پولیس هم خو بیا مو پام شو چې د احلام غږ و.  ټول پر ځای پاتې شو خو هېچا دا جرئت نه کاوه چې په دې لېونتوب وخاندي.
د دیکتاتور په تابوت یې د خاورو لومړۍ بېلچې واچولې.

۲

احلام د سپېک کمپ ته په ۱۹۷۹ کال کې راغی. هغه وخت د خپل عمر په اوج کې و شاید څلوېښت کلن و، دنګ او ښکلی سړی. که څه هم وېښته یې بدرنګه ترتیب شوي وو خو ورسره بد نه ښکارېدل. په درانه غږ غږېده. په خبرو کې روان او مودبه و چې په دې کمپ کې دا کار کمساری و. ده به تل خپله کورنۍ یادوله چې په سیاسي دلایلو ځپل شوې او د هغو ډېرو سرو زرو خبره به یې کوله چې د جګړې په پای کې دوی موندلې وو. هغو چې ورسره خبرې کولې ده ورته ویلي و چې تر بند وړاندې یې ښه ژوند غوښت او ویاړېده چې ان په سوسیالیستي پېر کې دی د پیسو له کمښت سره مخامخ نه شو. ده داسې لارې موندلې چې تر نورو خلکو یو څه ډېرې پیسې وګټي. ده به بیا بیا په دې ټینګار کاوه چې:

  • خواري مې ګالله.

دا خبره یې ځکه کوله چې د ده د ښار یوه کس چې ویل یې دی ښه پېژني داسې ګنګوسې خپرې کړې وې چې احلام د جعلي پیسو په جوړولو کې ښکېل و.

کله چې به په کمپ کې د پولیسو یا داخلي څارونکو او یا هم د هغو زندانیانو مخته تېرېده چې د بیا روزنې شورا خلک وو، احلام به سلامي ورته کوله چې تر نورو به یو ډول بدله وه.  دا په دې مانا شوه چې د باغي زندانیانو دی نه خوښېده، خو ده دا کار د درناوي لپاره کاوه.

کمپ ته له راتګ وروسته د لومړنۍ میاشتې په تقسیم اوقات کې احلام ته د کان کنستنې دنده وسپارل شوه. ده دعوه وکړه چې د زړه ناروغي لري او په کانونو کې کار نه شي کولی. نتیجه یې دا شوه چې کوټه قولفۍ ته یې ولېږه. یوه میاشت وروسته ترې راووت او داسې ښکارېده چې تر مځکې لاندې کارونه به نه کوي. دوه یا درې میاشتې د ده نوم  نه د مځکې لاندې او نه دباندې د کار په لېست کې و. خو بالاخر د چا ورپام شول او امر یې ورته وکړ چې د مځکې لاندې کار ته لاړ شي. ده بیا انکار وکړ. هغسې چې یې له زندانه دباندې د ازادۍ د ورځو په اړه په ارامه او مودبه ژبه خبرې کولې دلته یې هم په ههغه بڼه له کاره انکار وکړ. د زړه د ناروغۍ له یادولو ورهاخوا یې ساتونکو ته دا هم وویل چې دی هیڅکله د خلکو د ځواک دښمن نه و.  هغوی بیا کوټه قولفۍ ته ولېږه.

چې راخوشي شو د بې روزګارانو له ډلې سره یې تر یوه وخته پرېښود، بیا یوه ورځ ناڅاپه له کمپه ورک شو. د ده د خپل ښار د کورنیو چارو ریاست د کارمندانو یو موټر پسې راغی او ورسره رهي یې کړ. ډېرو نه غوښتل ګومان وکړي چې احلام به جاسوس وي او اوس دې د خپلې سیمې زندان ته د تحقیق خونې ته تللی وي. شاید دی به د مفتشینو د ځوابونو لپاره ورغوښتل شوی وي او یا به تللی وي چې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي. خو ډېرو خلکو اوس دا باور کاوه چې سړی جعلکاره و. د ده د غیابت مودې به راښووله چې اصلآ ولې تللی دی. هغه چې په نورو د جاسوسۍ لپاره لېږل کېدل عمومآ به د ډېر وخت لپاره تللي و، کله کله خو تر یوه کال هم ډېره موده، ځکه چې دغه ډول خلک به د هغو زندانیانو جاسوسۍ ته لېږل کېدل چې قضیې به یې پېچلې وې، محاکمه به یې ډله ییزه وه او په ګڼو تورونو به تورن و. دا ډول محاکمې به تر فردي هغو اوږدې وې. هغه خلک چې د نور وضاحت یا د طلاق لپاره له کمپه ایستل کېدل په یوه میاشت کې به بېرته راستانه شول.

احلام تر ډېره وخته نه و. هېڅکله معلومه نه شوه چې د کانونو له کاره د ځان ساتلو لپاره ده کوم چل کاوه که ان د کوټه قلفۍ په وخت کې هم جاسوس و. د څو میاشتو له کوټه قلفۍ وروسته راستون شو، داسې ښکارېده چې دا ډېر وخت یې لمر نه وي لیدلی، مخ یې سپین اوښتی و، پوتکی یې بیخي نازک شوی و، په ځینو برخو کې داسې ښکارېده لکه پوتکی چې یې غورځېدلی وي. خپه ښکارېده. لږ خبرې یې کولې ډېر کله سربداله ښکارېده. ځینو ویل ځکه خپه ښکاري چې د چا شیطانت چې یې کړی و هغه تیر باران شوی دی. نورو ویل د خپل ښار په کوټه قولفۍ کې خبر شوی و چې مېرمن یې له بل سړي سره جوړه شوې ده. شاید دواړه خبرې رښتیا وې.

دی د بې روزګارو په ډله کې شامل شو. چا هیله نه لرله چې اوس دې کانونو ته دی ورښکته کړي. د زندان په فعالیتونو کې یې برخه اخیسته خو ورو ورو په خبرو کې پڅ او په حرکت کې بې واکه شو. خو بیا هم چا تصور نه شو کولی چې دی به تر دې حده لاړ شي. یوه ورځ احلام د دیکتاتور د لیکنو د لوست لومړی ساعت پرېښود، بام ته پورته شو، چې د ورختلو اجازه یې چا نه لرله، له اورسپنیزو کټارو یې ټوپ وواهه، منع شوې ساحې ته یې ځان وغورځاوه، د څار په برج کې یې د عسکر په لور ورمنډه کړه. د داخلي ساتونکو له ډلې په یونیفورم کې ولاړ کس په عسکر ناره کړه:

  • مه یې وله، مه یې وله.

خو عسکر د ودرېږه یوه ناره وکړه او د خپلې ماشینګنې ججوری یې تش کړ. احلام ولوېد، سره غونج منج پرېووت. پولیس سملاسي پر کمپ ننوتل. ټول زندانیان یې خونو ته ننویستل امر یې وکړ چې هېڅوک راونه وځي. اول ګومان دا و چې احلام وژل شوی دی خو وروسته معلومه شوه چې عسکر په پښو ویشتلی دی. څو ساعته وروسته یې روغتون ته ولېږه.

۳

له روغتونه احلام په دوو عصاګانو او بد حالت کې راستون شو. مرمیو یې تر زنګانه لاندې لینګی رېز مرېز کړی و. خو رواني حالت یې تر هغه هم بدتره و. تقریبآ ګونګی شوی و. که څه هم فلج شوی نه و خو شپه او ورځ په کټ پروت و. هلته یې نه یوازې خوراک کاوه بلکې د بدن هر ډول کارونه یې په هم هغه ځای کې کول. تل به یې په توشک باندې بولې کولې، کله کله به یې غټې میتازې هم هلته وکړې. ترې منع شوی و، په دې نه چې د شرم خبره وه بلکې نورو زندانیانو نه غوښتل چې زندان یې بدبویه شي. د ده د ځای شاوخوا تر تشناب بد بویه وه. که څه هم په پیل کې د نورو ورسره خواخوږي وه خو دغه حالت له زندانیانو سره د ده اړیکې ورځ تر بلې خرابولې. زندانیانو غوښتنه وکړه چې دی یا لېونتون ته یوسي او یا یې بېرته روغتون ته ولېږي خو چارواکو غوږ پرې ونه ګراوه.  هېڅ زنداني جلا خونه نه لرله، پوځي ډاکټر ویل احلام له روغتونه له دې یادښت سره راغلی چې ٬روغ، شوی دی. ګنګسونه خپره شوه چې احلام په دې هیله پايي چې که همداسې پاته شو نو  په ٬بالاش، کې به یې د سپین ږیرو کمپ ته ولېږدوي. هغه کمپ د ده خپل ښار ته چې کورنۍ یې پکې اوسېده نژدې و.

یوه سړي ویل احلام چالاک دی. بل ویل د زندانیانو له حاضرۍ په راستنېدو یې احلام لیدلی چې موټ یې واهه. دا باور چې پخوا جاسوس و اوس لا د ده پر ضد کارېده، که څه هم دا اوسنی حالت یې ګواکې له هغو کارونو د پښېمانۍ له امله و چې دا دی اوس یې تر ځان وژنې رسولی و.

 ډېر وخت نه و اوښتی چې په ده ملنډې پیل شوې. خو احلام د پخوا غوندې له چا سره کار نه درلود او خبرې یې نه کولې. د چا سپکاوي ته یې ځواب نه وایه، نه یې هم له چا مننه کوله، حتی هغو ته چې ښه یې ورسره کول د مننې په دود ده پاس لا نه ورکتل. څوک ورته نژدې نه ویده کېده. خو چارواکو خالي کټونه نه پرېښودل، ځینو ټینګار کاوه چې ده په لوی لاس مرداری جوړ کړی چې د نورو ژوند خراب کړي.

بیا یې د احلام له خونې یو زندانی دوه ځله کوټه قلفۍ ته ولېږه چې سزا ورکړی. هغه به تل قومندانانو ته ښکنځلې کولې ، ادعا یې کوله چې په لوی لاس یې له احلام سره پرېږدي چې په عذاب شي. دویم ځل چې له کوټه قولفۍ راووت ویې ویل د ساتونکي یوې پسخندي خبرې پوه کړ چې شاید احلام د ده جاسوسي کړې وي. له هغه وروسته هغو څو محدودو کسانو چې لا یې هم احلام ته خوا بدېده له ده لیرې شول.

وروسته قومندان اجازه ورکړه چې د ده کټ د خونې یوه کونج ته یوسي. هلته د کمبلو په یو ډول خیمه کې ایسار شو، احلام په هغه خیمه کې تر ډېرو واوسېد، تر هغو چې په دغه خونه کې و هم هلته اوسېده، په دې ډول ځای کې د ده غوندې ناروغ کس ته ډېر پام نه کېده.

۴

چې ژمی ختم شو، خلکو احلام ولید چې له کټه راوتلی او بیا د بې روزګارو په کتار کې د ښوروا له کاسې سره ولاړ دی. له کمسارې بدلونه تېر شوی و، په ټپي شوې پښې بد نګوښېده، دغه پښه یې تر هغې بلې لنډه ښکارېده. له کاسې یې داسې ښوروا څپوله لکه په ژوند چې یې څه نه وي خوړلي، په لږ وخت کې  یې ورنونه، غاړه او مخ بیخې بد وپړسېدل.

د پخوا غوندې یې له نورو زندانیانو سره خبرې پیل کړې. خو که چا د ځان وژنې او کړاو په اړه پوښتلی و خبرې یې نه کولې یوازې به یې دومره وویل چې هېڅ یې نه نادېږي چې څه شوي و.

له دیکتاتور سره یې ځانګړې مینه د هغه د کتابونو د دوه ساعته مطالعې پر وخت ښکاره شوه ، یو وخت له همدې مطالعې تښتېدلی و چې ووژل شي. دا دوه ساعته ډېر زړه تنګوونکي وو، که به ساتونکی لاړ نو خلکو به پکې له یو بل سره په ټیټ غږ خبرې کولې. احلام به خلک منع کول ویل به یې:

  • لطفآ چپ شئ، ځینې مو دا کتابونه خوښوي.

له څه وخت وروسته یې له یوه زلمي سره اړیکه پیدا شوه، هغه له هېواده د تېښتې  د هڅې په تور زنداني شوی و. ده هڅه کوله چې هلک د کمپ له نورو ښکاریانو خوندي کړي، په تېره د خلکو له دښمنانو چې شاید په پروپاګندونو یې مازغه ورزهرجن کړي. څوک نه پوهېدل چې په رښتیا ده هغه هلک ساته که ده هم لومه ورته اېښې وه. احلام د هلک لپاره هر څه کول. له کاره چې به هلک راستنېده دی به ورته منتظره و، په شخصي پخلنځي کې به یې خواړه ورته پخول. د ده کالي به یې مینځل او بورسول. د دیکتاتور کتابونه به یې ورکول چې ویې لولي، یو چا یې خبرې اورېدلې وې چې هلک ته یې ویل احلام په عربي ژبه د هیلې په مانا دی، او دی د خواجه د کتابونو غوندې هیله بخښونکی دی. دی به د ده هیله ژوندي ساتي چې له زندانه ژوندی ووځي.

بالاخر کمپ ته تلویزیون راورسېد. زندانیانو پکې فوټبال لوبې په ډېرې لېوالتیا لیدې. یوه پایلوبه چې جرمني وګټله بیخې ډېر شور او ځوږ ورته جوړ شو. څو ورځې وروسته په رېشین ښار کې د کورنیو چارو وزارت د څانګې مشر راغی، دا هغه څانګه وه چې دغه کمپ یې څاره. ده په یوې داسې غونډې کې ګډون کاوه چې چارواکو به د کانونو د کار بشپړتابه د هڅونې لپاره جوړوله. ده د هېواد د سیاسي ثبات په اړه هم خبرې وکړې. د ده له وینا وروسته، د زندان د بېلا بېلو برخو مشران ودرېدل، دغه کار به تل په دغه ډول غونډو کې کېده. هغوی ژمنه وکړه چې دا پلان به په لا ښه بڼه ترسره کړي خو د یو څو شیانو غوښتنه یې هم وکړه. د زندانیانو ډېرې برخې په خاموشۍ خبرې اورېدې، ښکارېده چې لکه کار ته چې په زوره بېول کېږي دلته هم په وچ زور راغلي دي.

د غونډې په پای کې ناڅاپه احلام ودرېد او د څانګې له مشره یې وغوښتل چې که دی هم څو خبرې وکړي. ټول منتظر و چې دی به څه وايي. ده په هال کې زندانیانو ته مخ ورواړاوه او ویې ویل:

  • زه غواړم تاسو ټولو ته خواست وکړم چې ګوند او عالي مشر انور خواجه ته د هغې لېوالتیا په نیمایي ٬هورا، ووایاست چې د جرمني یوه ګول ته مو ښوولې وه.

خاموشي شوه. زندانیان او ساتونکي دواړه حیرانه شول.  د زندان د مشرتابه ډله هم غلې پاتې شوه، خو هغوی له داسې یوې غوښتنې وروسته له جوړې شوې خاموشۍ هم خوښ نه و ، دغه غوښتنه که د البانیا په هر بل کونج کې شوې وای خلک به یې ولولو ته اړ ایستي وو.

له هغې ورځې وروسته رټل شوی احلام د زندانیانو له سترګو د قومندانانو د ځانګړې کټګورۍ په مرستندویانو کې وبلل شو. دا عمومآ عادي کسان وو. هېڅکله یې نه ویل چې جاسوسان دي. که به یې کوم ښه کار وموند ویل به یې د یوه ملګري په سفارش یې ترلاسه کړی. کله کله خو به یې هېڅ سپیناوی هم نه کاوه. ډېر لږ به دوی خپلو نژدې کړیو ته ومنله چې د چارواکو په چوپړ کې دي چې خوشي یې کړي یا بل قید پرې ونه خېژوي. خو په دوی کې هیچا کله داسې څه ونه کړل چې زندانیان یا د قومندان سړي پرې وپارېږي.

د څانګې د ریس له راتلو یوه ورځ وروسته چې احلام د تشناب په لور نګوښېده یو چا خراب شوی سور بانجان پرې ګوزار کړ. بانجان د ده په شا ولګېد او مات شو، ده ورو شاته وکتل ، د یوه ځورېدلي کس لیدل و ، شاوخوا یې وکتل او په خپله مخه لاړ.

د وخت په تېرېدو احلام د هغه رژيم لا کلک ملاتړی شو چې دی یې ګوډ کړی و. هر څومره چې د ده مینه ډېرېده هغومره نورو زندانیانو ته پوښتنې پیدا کېدې. دوی به د پېښې پوښتنه وکړه او احلام به تل ورته ویل چې نه یې یادېږي. که به چا ټینګار وکړ چې کیسه ورپه یاد کړي ده به سوړ ځواب ورکړ چې ده هم دغه کیسه له نورو خلکو اورېدلې ده خو که رښتیا وي ده داسې ساتلې چې ګواکې د ژوند تر ټولو شرم وړ پېښه به یې وي. دی به هېڅکله دغسې څه ونه غواړي او دا یې هم نه ویل چې ګواکې کومه پېښه دې شوې وي. ده به د خپلې کورنۍ د شتمنیو  او ښه ژوند کیسې هم نورې نه کولې. خپله کورنۍ یې اصلآ نه یادوله. داسې ښکارېده چې د ده ژوند په هغه شېبه کې کنګل شوی چې پښه یې د مرمیو په باران کې چیته شوه. ورپسې په څو بدمرغو میاشتو کې یو نوی احلام راښکاره شو.

۵

د دیکتاتور له ښخولو څو اوونۍ وروسته په کمپ کې ژوند عادي حالت ته ستون شو. د غچ اخیستو ډار کم شو او هغو هیلو جرړې وکړې چې ګواکې سیاسي بدلون راځي. زندانیانو په هغو پسې خندل او پېغور یې ورته کاوه چې د دیکتاتور کورنۍ ته یې د تسلیت تیېلګرام لاسلیک کړی و. هغوی له ډاره دا کار کړی و چې هسې نه تیر باران شي. خبره ښکاره شوه چې د تیلېګرام نظر له برنیو مقاماتو نه و راغلی بلکې د ځینو هغو دستوري کسانو له خوا و چې د بیا روزنې په شورا کې یې کار کاوه. احلام په ډله ییز ټیلېګرام باندې له لاسلیکه انکار کړی و ویلي و دی نه غواړي چې د دوه مخو خلکو په ډلو کې یې نوم یاد شي. د هغه پر ځای ده خپل شخصي اوږد ټیلېګرام قومندانۍ ته وسپاره. هغو چې ډله ییز ټیلېګرام یې لاسلیک کړی و غوښتل چې دا پېښه هېره کړي خو احلام پرله پسې د دیکتاتور د مړینې ویر ته دوام ورکړ. د کمپ په یوې پرانیستې ساحې کې د انور خواجه عکس پر ستنې لګېدلی و. احلام کوم ځای مات شوی څراغ موندلی و، هر سهار به یې له تازه اوبو ډک کړ ، د کمپ له کوم کونجه به یې موندلي بوټي پکې واچول. دغه مات څراغ به یې بیا د دیکتاتور تر عکس لاندې راځوړند کړ، بیا به مخامخ  هغه پله ته نژدې کښېناست چې لوړ پوړي افسران به پرې کمپ ته د راتګ لپاره تېرېدل. احلام به نژدې ټوله ورځ هلته ناست و، سر به یې ځوړند و، خپله خواشیني او ویر به یې داسې نندارې ته وړاندې کول چې افسران یې هم وویني.

یوه ورځ د څانګې مشر کمپ ته راغی، احلام ودرېد او ویې ویل چې یوه مرسته غواړي. مشر وپوښت:

  • څه مرسته..؟
  • موټر غواړم چې یو ځای لاړ شم؟
  • چیرې؟
  • د شهیدانو هدیرې ته. غواړم د ملت د ستر کس پر قبر ګېډۍ کېږدم.

مشر ځواب ورنه کړ ترې تېر شو. دی لکه د نورو ټولو غوندې ډاډه نه و چې دغه زوړ جعلکار لېونی شوی او په رښتیا دغه احساسات لري که هسې یې سترګو ته خاورې شیندي.

احلام لاس وانه خیست. د سرټمبه کس غوندې یې خپل ویر ته دوام ورکړ، مات څراغ او بوټي یې تر هغو اېښودل چې ژمی شو او په کمپ کې زرغون بوټی پاتې نه شو. د ده دوامدارې او په ځان کې غرقې مینې چې دولت او دیکتاتور ته یې ښووله بالاخر هغه هم قانع کړل چې تر بل هر چا یې پر ده ډېر شک کاوه. ان دوی اخر ومنله چې دا تېر ایستل نه دي. هغه سړي چې د ده د ښار و او اول ځل یې د ده د جعلکاریو اوازه ګډه کړې وه وویل چې پخوا یې هم دغسې لېونتوبونه کړي دي. ده نه منله چې له احلام سره موندل شوې جعلي پیسې دې اصلي نه وي، ده تر پایه ټینګار لاره چې هغه پیسې یې د خولو په بهولو ګتلې وې.

احلام د کمپ ژوند ته مودبانه او اصولي دوام ورکاوه، له زلمي هلک سره یې ټینګه ملګرتیا ساتله. ځینو بچه بازانو هغه هلک ته د جاپانۍ نجلۍ نوم ورکړی و. احلام به له کتابتونه ورته کتابونه راوړل او څوک یې نه په عذابول.

۶

د دیکتاتور له مړینې نژدې یو کال وروسته خبر راغی چې د جمهوریت په ورځ به عفوه اعلانېږي. دا راپورونه له هر لورې راتلل او د باور وړ شول. دا ځل مو د متفاوته څه هیله لرله. د دیکتاتور د څو کاله پخوا غوندې عفوه به نه وه چې ډېر لږ سیاسي زندانیان یې خوشي کړل، نوي راغلي زندانیان یې وبخښل او هغه یې پر ځای پرېښودل چې ډېر ځورېدلي وو. دا ځل د دیکتاتور له ځای ناستې تمه دا وه چې د نرمښت لومړنۍ نخښې به ښکاروي. هر څومره چې د جنوري ۱۱ مه رانژدې کېده د عفوې خبرې مو فکرونه بوختول او اندېښنې یې راډېرولې. هېچا دا امکان نه رداوه چې ګوندې خوشي دې نه شو. هر چا ته چې کوم پایواز راته ټول به ورته په تمه و چې له نویو خبرونو به یې خبروي. که به ښه خبر و په چټکۍ به خپور شو. که به چا بد خبر راوړی و، یا به ناتایید شوی خبر و داسې به له پامه وغورځېده چې اصلآ چا څه ویلي نه وي. داسې فضا وه چې هغه تر ټولو ډېر باغي زندانیان هم هغو ته ورنژدې شول چې له چارواکو سره به یې مرسته کوله، ځکه چې هغوی له ساتونکو او افسرانو سره تماس لاره او ممکنه وه چې یوه نه یوه خبره به یې ترې اورېدلې وي. خو هېڅ د باور وړ شی معلوم نه و. د عفوې ګڼې بڼې یادېدې. داسې ګنګوسې اول پیل شوې چې هېڅ عفوه به نه وي، بیا خبره تر دې ورسېده چې عمومي عفوه به وي او زندان به خالي کېږي.

د جنوري یولسمه شپه په کمپ کې زندانیانو په وېښه تېره کړه. زندانیانو لاوډسپیکر ته غوږنه څک نیولي وو. د سهار شپږ بجې رادیو کې ورځپاڼو ته د کتنې خپرونې وویل چې د عفوې فرمان په لویو ورځپاڼو کې خپور شوی دی. دغه خبره په داسې چیغو بدرګه شوه چې د یوه نیم که سهار خواته سترګه سره تللې وه هغه یې هم راوېښ کړ.

خو ورځپاڼې په خپل عادي وخت ، د سهار له حاضرۍ وروسته رانه غلې. څوک یې په دلیل نه پوهېدل. هغه چې خوشبینه و ویل یې دا ښه نخښه ده خو بدبینو بیا برعکس فکر کاوه.

ورځپاڼې ایله غرمه مهال راورسېدې. د ساتونکو افسر ورسره راوړې، د نور کله خلاف لا ډېرو پولیسو بدرګه کاوه. له حاضري وروسته ده زندانیانو ته وویل چې چیرې دې نه ځي بلکې په میدان کې دې راټول شي چې دی غواړي د خلکو د کمېتې فرمان راته ولولي.

هغه شېبه بالاخر راورسېده چې د فرمان په اړه پوه شو. افسر تر ټولو لوړې ساحې ته پورته شو، ورځپاڼه یې پرانیسته او د عفوې فرمان یې ولوست. کله چې یې د فرمان د مادو هره کرښه لوسته، موږ پوه شو چې یوه فرمان یوه ډله خلک، بلې بله ډله او بلې بله ډله له عفوې جلا کړې وه، تر هغو پورې چې راڅرګنده شوه چې  فرمان ډېر لږ مجرمین خوشي کوي ، هغه چې تر یوه کال کم قید یې پاتې و، یا یې ډېر لږ قید ورکړی و. نور ټول به په خپل حال وي. اوس راته څرګنده شوه چې ولې ورځپاڼې ناوخته راغلې.

افسر چې لوست ختم کړ د یوه ډله پولیسو په بدرګه کې له کمپه ووت. موږ ټول هېښ وو، تر څو شېبو هېڅوک ونه ښورېد. ان هغه څو کسه چې خوشي کېدل هغوی هم له ډاره خوښي نه ښوده. داسې و لکه افسر چې د ټولو د قید په موده کې لس کاله نور ورزیات کړي وي.

په همدې شېبه کې چې د ټولو له خپګان سره کرکه هم ګډه شوې وه یو ژور غږ د خلکو له پایه راپورته شو:

  • ژوندی دې وي ګوند او د ملګري انور لارښوونې.

احلام و. چا دومره انرژي نه لرله چې ورته وخاندي یا یې عصاګانې ترې واخلي او د ده په سر یې ورماتې کړي. دغه شېبه د ده د پاېښت میکانیزم دی تر نورو ټولو پیاوړی کاوه. په ټولو کې لومړی دی و چې د راټولو شویو زندانیانو له غونډې ووت، په نګوښلو کې ورسره عصاګانو مرسته کوله. پای

په ځینو کیسو د لا ښه پوهېدو لپاره مهمه ده چې د رښتیني مکان او زمان په اړه یې معلومات ومومو. زه په ۲۰۰۷ کال کې البانیا ته تللی وم، د دوی د دیکتاتور انور خواجه په اړه مې هغه وخت لږ معلومات لرل، له خلکو چې مې پوښتل خبرې یې پرې نه غوښتې، داسې مې احساسوله چې یا ترې لا هم ډارېږي او یا یې د یوه بد خوب غوندې ګڼي چې حتی له بیا یادولو یې لا ډډه کوي. د احلام له لوستو وروسته مې د انور خواجه او سپیک زندان په اړه نوره مطالعه وکړه. په یوتیوب کې مې د سپیک زندان په اړه مستند فلمونه ولیدل چې کټ مټ یې د احلام د کیسې مکان سترګو ته رادراوه. د انور خواجه د ظلمونو په اړه مې ولوستل چې د مخکیني شوروي اتحاد د لوی دیکتاتور ستالین کړنې ورته لا نرمې ښکارېدې. د کیسې د لیکوال فتوش لوبانیا په اړه مې ولوستل چې په سپیک زندان کې یې کلونه تېر کړي دي. دغو ټولو معلوماتو راته دا کیسه بیخې رښتیني ښکاره کړه. د احلام د کرېکټر بدلېدا بیا راوښول چې څه ډول دیکتاتوري نظامونه د انسان شخصیت بدلوي.

د احلام کیسه په دیکتاتوري نظام کې د سیاسي زندانیانو ژوند راښيي او راته وايي چې څه ډول یې له رواني پلوه ماتوي. کیسه د انور خواجه د مړینې د وخت ده، نو بې له دې چې کال راوښيي راڅرګندېږي چې د ۱۹۸۵ کال او له هغې د یوه کال وروسته وخت پېښې دي.  احلام کې د سپیک زندان ډېر دقیق انځور شوی خو غرونه پکې نه دې یاد شوي. دغه زندان د غرونو په منځ کې په یوې درې کې پروت دی چې له هرې کړکۍ یې غرونه ښکاري خو په کیسې کې د غرونو یادونه نه ده شوې. په دلیل یې نه پوهېږم، په اوسنۍ بڼه هم دا مکان ځپونکی، ډارونکی او د نظام د شعارونو او ایډیالوژۍ د پیچکاري کولو یا تپلو ښکاره تصویر راکوي. په نه خبره کوټه قلفۍ، د زندانیانو تر منځ پر یو بل د جاسوسۍ شک، د وژنې او شکنجې ډار داسې تصویر شوی چې د دیکتاتور د مرګ په ورځ زندانیان له ډاره حتی یو بل ته نه سره ګوري. د احلام کرېکټر چې هم د خوابدۍ وړ دی او هم د ډار په حقیقت کې د هغې تپل شوې فضا سمبول دی. د خوابدۍ وړ حالت دی خو په عین حال کې ناڅرګند ، ناڅرګندېدا یې په دې کې ده چې دا به واقعیت وي که هسې یې ترسیموي چې نور غلط کړي. له نورو مراد زندانیان او ساتونکي دي. ځکه چې پر ده نه زندانیان باور کوي نه ساتونکي، ساتونکي پرې ډزې کوي او زندانیان ورڅخه ځان ساتي.  کیسه تر پایه لوستونکی له همدې سوال سره پرېږدي چې احلام به لېونی شوی وي که لا هم په زړه بیداره دي او کوم تمثیل کوي.

د کیسې کمال د احلام د کرېکټر بدلېدو طبیعي حالت دی. په احلام کې بدلون ناڅاپي نه دی راغلی، یوې وړې پېښې هم له الف نه یا ته نه دی رسولی بلکې ورو ورو بدل شوی دی. په پیل کې  تر زندان وړاندې ژوند باندې غږېده، خپلې پیسې او ژوند یې یاداوه، وروسته له هغو منکر شوی و، یا یې د زندان شرایطو او شکنجو حافظه پاکه کړې یا یې هغه ژوند د زنداني کېدو دلیل بللی او نور یې نه دې غوښتي چې د چا په ذهن کې هغه تصویر پاته شي. کیسه د لومړي لید لوري ده، راوي یو بل زندانی دی، په دې توګه د احلام له زړه نه خبرېږو او ډېرو بدلونونو ته یې دلیل راته نه ویل کېږي خو احساسوو یې چې ولې باید احلام دغسې کړي وي.

یوه بل زندان ته د احلام لېږل زندانیانو ته شل شکونه پیدا کړل چې شاید ده په نورو زندانیانو جاسوسي کوله، خو په راستنېدو یې بد رواني حالت نورو زندانیانو داسې نه باله چې ګواکې شکنجه شوی به وي بلکې وجداني عذاب یې باله، دوی باور کاوه چې په بل زندان کې ده چارواکو ته څوک په لاس ورکړي او هغوی هغه کس وژلی، دغې وژنې احلام وجدانآ ځپلی دی. د ده د تېښتې هڅې او د ساتونکو له خوا د ده د یوې پښې ماتولو هم د زندانیانو خواخوږي ورسره پیدا نه کړه. د احلام د کرېکتر په اړه دغه بې باوري او شک په کیسه کې تلوسه پیدا کوي.

له لویه سره د احلام زنداني شوی ژوند دا راښيي چې په مستبدو دیکتاتوري نظامونو کې واکمن د انسانانو شخصیت  وربدلوي. د احلام کرېکتر په کیسه کې له بېلا بېلو حالاتو تېرېږي.  د زندان په لومړیو ورځو کې احلام ډاډه دی، په کانونو کې له کار کولو انکار یې د ډاډ او په ځان د باور ښکارندویي کوي. مودبه دی، مننې کوي، سپکو خبرو ته ځواب لا نه وایي. حتی ساتونکو ته درناوی کوي چې په ځینو زندانیانو ښه نه لګېږي او هغوی ته شک ورپیدا کوي چې هسې نه جاسوس وي. کله چې احلام کوټه قلفي کېږي او بیا بل زندان ته لېږل کېږي له هغه ځایه په راستنېدو پکې د شکنجې نخښې لیدل کېږي دغه وخت دی چې په ده کې بدلون وینو، په عسکرو مخامخ ورتګ یې د ځان وژنې هڅه ده، نور نو په ځان هغه باور او ډاډ پکې نشته. له ټپي کېدا وروسته غلی کېږي، یوازې کېږي، حتی د ځان پاکولو په فکر کې نه دی، یعنې له رواني او ذهني پلوه مات شوی. چې لږ بېرته په پښو درېږي په رژیم او دیکتاتور میین شوی او د افراط تر کچې نظام ته وفاداري ښيي. نضافت ته د ده نه پام او رژیم ته دغه وفاداري دواړه نورو زندانیانو ته د شک وړ کارونه دي، دغه شکونه بیا هم په کیسه کې تلوسه لا ډېره وي چې احلام به واقعآ څه شی وي.

په کیسه کې د احلام د کرېکټر درې پړاوه وینو. په پیل کې مودبه، مهذبه او معقول، بیا چې شکنجه شوی غلی، ناولی، له ځانه بېزار او له رواني پلوه مات شوی، او دریم پړاو یې د جنون تر حده بدلون دی چې اطاعت کوي، واکمن ته یې سر ټیټ کړی او خپل فکر نه لري. دغه درې سره پړاوه داسې باور وړ او طبیعي راغلي چې د لوستونکي زړه یې مني، همدا د ښې کرېکټر کښنې عالي بېلګه بللی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...