پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور ۳۰ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور ۳۰ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۲مه】د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۰ ملیونه ډالرو په ارزښت ۳۰سوداګریز هوکړهې لاسلیک شوې.

دغه هوکړهې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د تواصل په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد وایي، چې د سوداګرۍ خنډونه باید حل او ازبکستان ته افغان صادرات زیات شي.

له دې سره هم مهاله ازبکستان یوه کرنیزه مرستندویه کڅوړه د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته وسپارله.

په دغه مرسته کې ۲۰ ټنه د شولو، ۵ ټنه د پنبې او ۱.۳ ټنه د سبو تخمونه شامل دي.

دغه مرسته د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کرنې ریاستونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو کرنې وزارت ویلي، چې ازبکستان به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...