چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهطالبان:د خواله رسنیو ناسمه کارونه جرم او کاروونکي یې تر څار لاندې...

طالبان:د خواله رسنیو ناسمه کارونه جرم او کاروونکي یې تر څار لاندې نیسو

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۲مه】د طالبانو ‏د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې له ټولنیزو رسنیو نامشروع او غیري اخلاقي استفاده جرم او کاروونکي به یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، ټولنیزې رسنۍ باید د کره خبرونو خپرولو دیني او عصري علومو ترویج، د اسلامي امت یووالي او متقابل درناوي لپاره وکارول شي نه د تعصب، فکري تحریف، سپکاوي او اخلاقي انحرافاتو لپاره.

خیبر زیاته کړې، هیڅ فرد او بنسټ ته اجازه نشته، چې خواله رسنۍ د ناسمو او غیري اخلاقي موخو لپاره وکاروي.

نوموړي ګوتڅنډنه کړې چې، امربالمعروف وزارت د خپلو صلاحیتونو په رڼا کې ټولې هغه شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري، چې د ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي.

یاد وزارت له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له مسافرو جدي غوښتنه کړې، چې رسنۍ د اسلام د دفاع، ملي یووالي ټینګښت او اخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي.

طالبان دغه څرکندونې داسې مهال کوي، چې د دوی په وینا تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو ټولنیزو رسنیو کې د قومونو ترمنځ د کرکې خپرولو او تعصب نیوکه کړې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د مهار لپاره یې جدي اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...