چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهتحریک انصاف د عمران خان د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کوي

تحریک انصاف د عمران خان د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کوي

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۲مه】د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان خوشې کېدو لپاره لاریون وکړ.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې د عمران خان پلویانو په یوه لاریون کې د هغه د سم لاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند ځايي مشرانو نوموړی نه یوازې یو سیاسي مشر بللی، بلکې هغه یې د ټولو خلکو «اصلي غږ» هم بللی دی.

د می له ۷ مې وروسته چې د هند او پاکستان ترمنځ نظامي جګړه ونښته، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د پنجاب حکومت ته عریضه وکړه، چې عمران خان د خوندیتوب لپاره په مشروط ډول خوشې کړي.

د کراچۍ په تازه لاریون کې د عمران خان پلویانو د هند ضد سخت شعارونه هم ورکړي دي.

عمران خان او د هغه مېرمن په «القادر ټرسټ» قضیه کې په ۱۴ او ۷ کاله بند محکوم شوي، چې ګوند یې پرې لګېدلي تورونه بې اساسه او سیاسي غچ بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...