تاند 【دوشنبه د ثور ـ غویي۲۲مه】په پکتیکا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د ۷.۸ ملیونه ډالرو په ارزښت د زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شول.
پکتیکا کې طالب چارواکي وایي جوړ شوي کورونه یې اړمنو کورنیو ته وسپارل.
په یاد ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو رییس، حمدالله فاتح ویلي، چې په یاده پروژه کې یو ښوونځی او یو روغتون هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې د هر کور په جوړېدو شاوخوا ۵۸۰۰ ډالر لګښت راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ عمومي مسوول عرفات جمال ژمنه کړې، چې له بېسرپناه افغانانو سره به یې مرستې دوام ولري.
دا کورونه داسې مهال اړمنو ته سپارل کېږي، چې تازه له ایران او پاکستانه د کډوالو د را ایستلو څپه توده روانه ده.
په راستنو شویو کډوالو کې ډېری له بې کورۍ او بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
یوازې پرون یکشنبه د طالبانو ړ کډوالو وزارت خبر ورکړی وو، چې له ایران او پاکستانه هېواد ته ۹۰۲ کورنۍ راستنې شوې دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې ۲۳۰ کورنۍ د تورخم، ۲۳۱ د سپین بولدک، ۱۵۰ د ورېښمو پله، ۲۳ د بهرامچې او ۲۶۸ کورنۍ بیا د اسلامکلا له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.