چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهنن د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

نن د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران اټکل شوی

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۲مه】د طالبانو ‏د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې نن (دوشنبه) د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې د سالنګونو په ګډون دغه ولایتونه بدخشان، تخار، نورستان، كونړ، لغمان، ننګرهار، كابل، پكتيا، خوست، لوګر، پنجشېر، كاپيسا، پروان، بغلان، باميان، غزني او ميدان وردګ یاد کړي دي.

په یادو ولایتونو کې د تېز باران، تالاندې برېښنا، تېزوبادونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

یاد وزارت داسې مهال دا اټکل خپروي چې څو ورځې وړاندې طوفان او شدید باران په یو شمیر ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې د مالي زیان ترڅنګ په کې یو تن ژوند بایلود او ۳۴ تنه نور ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...