زموږ په څېر انسانان دي، خو زموږ غوښي لکه ژاولي په خوند خوند ژویي.
ما د سر په سترګو ورته کتل د یوې ژاولي لپاره یې زما له ملګري څخه دوه کیلو غوښي په نوکانو راجلا کړې.
ښارونه، بازارونه، کوڅې، سړکونه او ان پلي لاري او لښتیان لا په ژول سويو ژاولو ډک دي.
ځیني مهال د بې لکیو مرغانو او ښکرورو ځناورو ترڅنګ وزر لرونکي کشپان هم وینم ، چي پر زړو ژول سویو ژاولو شخوند وهي.
ته زما ورنونه او بازوګانو ته وګوره ! همدا نن یې څو واري غوښي راڅخه بېلي او زما مخ ته یې لکه ژاولي وژولې.
پرون بیا یوې ځواني نجلۍ، چي زما غوښي یې ژولې راته
وویل: ” ډېري خوندوري ژاولي دي.”
که هره ورځ نه وي، نو په اوونۍ کي، خو مي دوه یا درې واره د ژاولو لپاره خامخا وژني.
اوس مي کوناټي او د لاسونو بازوګان درد نه کوي او ورځ په ورځ چاغېږم.
د کلي ملا، ښوونکي،
شاګردان او ان زموږ د کلي په هغه بل سر کي یوه سل کلنه زړه ښځه هم هره ورځ زما وژلو ته نوکان تېره کوي، خو زه یې په کیسه کي لا نه
یم، ځکه اوس مي له مرګ سره یاري ښه پخه سوې ده.
پرون نه وړمه ورځ د علومو اکېډمۍ یو شمېر غړو په همدې موخه ووژلم او زما د غوښو پر شکولو یې خورا حملې وې.
زما د تجربې له مخي دوی تر ټولو بې انصاف او ظالمان دي، خو دابیا خورا د خوشحالۍ خبره ده، چي کوم وخت زه او زوړ یار سره یو ځای سوو بیا نو غم له موږه تښتي.
همداسي مو وکړل، کله چي اکاډمیک کسان زما د غوښو په شکولو اخته سول زه او مرګ کرار د یو دېوال یخ سیوري ته بې غمه کښېنستو خوږ بانډار او زړې کیسې مو شروع کړې، خورا ډېر
مو وخندل او دا خندا مو هغه وخته نوره هم ډېره سوه، چي د علومو اکېډمۍ یو تازه مقرر سوي ځوان زما تر نامه لاندي اوتر ځنګنونو لوړ لاسونه وهل، ځکه زه تخنېدم او مرګ شرمېدی، خو ځوان دواړه تر پښو لاندي کړي وو او ژر ژر یې ژاولي ژولې.
موږ د دوی ټولي خبري اورېدلې او ټول حرکات مو یې څارل ، مګر دوی کاڼه او ړانده وو.
ما ورته کتل دوو تنو په عمر پخو څېړونکو په جلا جلا کڅوڼو کي زمایو اندازه غوښي کورونوته هم یوړې.
یو څه وخت ګېږي، چي زما هم دانسان غوښو ته زړه کېږي، خو زما یار اجازه نه راکوي او وایي : ” که د انسان په غوښو روږد سوې بیا دي د ژوند خوند نه سته.”
بن ښار، جرمنی
٢٢ اګست ٢٠٢٦