تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي افغانستان ته د شاوخوا ۲ زره مېګاواټه برېښنا د صادرولو، اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عزیزي په کابل کې د ایران د انرژۍ له وزیر سره د افغانستان لپاره د ایران د سفیر علیرضا بیکدلي په حضور کې لیدلي دي.
په دې کتنه کې افغانستان ته د شاوخوا ۲ زره مېګاواټه برېښنا د صادرولو، د برېښنا د تولید او د اوبو د تصفیې د تاسیساتو لپاره د لازمو وسایلو او همداراز په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره د تجهیزاتو د صادرولو په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لورو د دوو هېوادونو پر اقتصادي ظرفیتونو، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ګډې پانګونې هم خبرې کړې دي.
د ایران د انرژۍ وزیر او ورسره پلاوي د دواړو هېوادونو پر ګډو اړیکو او فرهنګي نژدېوالي ټینګار کړی او عزیزي یې بللی چې په راتلونکو میاشتو کې ایران ته سفر وکړي او د اوبو او برېښنا په اړه په جوړېدونکو نندارتونونو کې ګډون وکړي.
عزیزي هم د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی او ملاتړ څرګند کړی دی.
عباس عليآبادي او ورسره پلاوی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغی.