Homeخبرونهد کابل د طبي علومو له پوهنتونه ۲۴۰ محصلان فارغ شول

د کابل د طبي علومو له پوهنتونه ۲۴۰ محصلان فارغ شول

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۱۶ مه) د کابل د طبي علومو له پوهنتون څخه ۲۴۰ محصلان په یو لړ مراسمو کې په داسي حال کې فارغ شول چې د هغوی په منځ کې هیڅ ښځینه محصله نه وه.

 په دغو مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او یو شمېر جګپوړو حکومتي چارواکو ګډون کړی وو.

د لوړو زده‌کړو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ندیم فارغ شویو محصلانو ته د مبارکۍ پر مهال له هغوی وغوښتل چې خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته چمتووالی ونیسي.

هغه ویلي، «اسلامي امارت له فارغو شویو محصلانو تمه لري چې د هېواد د روغتیايي ستونزو په هواري کې ونډه واخلي او خلکو ته د باوري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو په اړه باور پیاوړی کړي.»

نوموړي له فارغ التحصیلانو وغوښتل چې خپلو لوړو او تخصصي طبي زده‌کړو ته دوام ورکړي او په ورته وخت کې خپلو اسلامي باورونو او اخلاقو ته ژمن پاتې شي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي هم فارغو شویو محصلانو ته د خلکو د خدمت پر مسوولیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې له هر ناروغ سره دې د خپلې کورنۍ د یوه غړي په څېر چلند وکړي او ورته باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د کابل د طبي علومو له پوهنتون څخه د طب، عامې روغتیا، نرسنګ او تکمیلي روغتیايي علومو له درېیو پروګرامونو څخه فارغ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...