Home+باوقاره ژوند کول د هوښیارو او د پاخه شخصیت لرونکو خلکو لاره...

باوقاره ژوند کول د هوښیارو او د پاخه شخصیت لرونکو خلکو لاره ده

سعديه امانزۍ
 وقار د انسان په وجود کې هغه باطني رڼا ده چې د هغه په ظاهر، باطن، کلام او عمل کې په بشپړ ډول ځلېږي.چې یو انسان په هر حالت کې د خپل ځان درناوی او حد پېژني، نو په ټولنه کې د نورو لپاره د یو تلپاتې الګو او بېلګې په توګه پاتې کېږي.
اول یو باوقاره انسان د ژوند پېښو ته په پراخه سینه او لوړ فکر ګوري. په وړو او بې ارزښته خبرو وخت نه ضایع کوي او تل د مثبت بدلون په هڅه کې وي.
دوهم: چې د یو کار ژمنه وکړي، په خپل ټول توان سره یې پوره کوي.  خبره يي د کاڼي کرښه وي، ځکه د ژمنې پوره کول د وقار تر ټولو لوړه درجه ده.
دريم: اصلي ازموینه له هغو خلکو سره په چلند کې ده چې تر تاسو کمزوري یا په موقف کې ټیټ دي/وې. له هغوی سره په نرمۍ، د زړه له تله په درناوي چلند کول د رښتیني درنښت نښه ده.
څلورم: د بریا پر مهال له کبر او غروره لیرې پاتې کېدل او د ماتې پر مهال د همت نه بایلل، د انسان د وقار فولادي اړخ دې.
 وقار د انسان د روح پاچاهي ده. وقار هغه صفت دی چې انسان ته په يوازېوالي کې هم او په ګڼه ګوڼه کې هم د نورو بې کچې احترام وربښي. دا ژوند تېرېدونکی دی، خو د یو باوقاره انسان اغېز او نوم د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې د انسانانو  په زړونو کې ژوندی پاتې کېږي.
———————————
موږ ولې ځينې شيان له جنت سره تشبيه کوو او فکر کوو جنت به داسې وي؟

موږ انسانان د محدود ذهن او حواسو خاوندان یو، ځکه خو د هغو شیانو د تصور لپاره چې تر اوسه مو نه دي لیدلي د خپلو شاوخوا مادي او ښکلو شیانو څخه ګټه اخلو.
دا تشبیه کول زما ذهن ته څو لاملونه را رسوي؛
د نامعلوم پېژندل د معلوم په واسطه قیاس کول!
زموږ ذهن د داسې څه په بشپړ تصور کولو کې عاجز دی چې تر اوسه یې بېلګه نه وي لیدلي، کله چې موږ د یوې خورا ښکلې منظرې، پاکې چینې یا خوندورې مېوې سره مخ کېږو، زموږ ذهن سمدستي هغه د کمال او بې‌ عیبۍ تر ټولو لوړ حد يعنې جنت ته منسوبوي، ترڅو د هغې په عظمت پوه شي.
بل په خپله په اسلامي سرچینو کې د جنت نعمتونه د دنیا د شیانو په نومونو یاد شوي دي، بيلګه یې مېوې: لکه انار، انګور او کجوري…
طبیعت: لکه بهېدونکي سیندونه، شنه ځايونه او یخ سیوري. همداسې په جنت کې د دنیا د شیانو څخه یوازې نومونه شته، ماهیت او حقیقت یې بالکل توپیر لري.
د دنیا له شیانو سره دا تشبیه یوازې د دې لپاره کوو چې زموږ ذهن ته یې مفهوم نږدې شي يا موږ انسانان په فطري توګه د داسې ځای په لټه کې يو چې هلته هېڅ غم، زړښت، مرګ او نیمګړتیا شتون ونلري. کله چې په دنیا کې یو ډېر آرامبښونکی او ښکلی ځای ووینو، زموږ روح د خپل اصلي او ابدي کور (جنت) د نښو احساس پکې کوي او د زړه له کومې وایي جنت به هم داسې یا تر دې غوره وي.
زموږ د دنیا هر حس، هر خوند او ښکلا نیمګړې ده، مېوې خرابېږي، ګلان پاڼې رژوي او خوشالۍ تېرېدونکې وې. کله چې موږ په دې فاني دنیا کې یو ځانګړی او بې‌ عیبه حالت ووینو، هغه د جنت د دایمي او کاملو نعمتونو یوه کوچنۍ نمونه او یادونه ګڼو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...