Homeخبرونهپه چابهار بندر کې افغان اقتصادي فعالیتونو ته تر ۱۱۰ هکتاره ډېره...

په چابهار بندر کې افغان اقتصادي فعالیتونو ته تر ۱۱۰ هکتاره ډېره ځمکه ځانګړې شوې

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) ایراني رسنیو د تُربت حیدریې د استازي او د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ او د ۴۴مې مادې د سیاستونو د پلي کېدو د څارنې د ځانګړي کمېسیون د مشر محسن زنګنې له قوله راپور ورکړی چې په چابهار بندر کې د افغانانو د اقتصادي فعالیتونو لپاره له ۱۱۰ هکټاره ډېره ځمکه ځانګړې شوې ده.

د ایران د پارلمان دغه استازي د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په اتمه، ویلي چې د ځمکې د ځانګړي کولو پرېکړه د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي سلا مشورو په ترڅ کې شوې ده.

د زنګینې په وینا، دا ځمکه په چابهار بندر کې د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره ځانګړې شوې ده. د نوموړي په وینا، دواړو لورو د صنعتي همکاریو پر پراختیا، د ګډ صنعتي ښارګوټي پر جوړولو او تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د رسولو په اړه هم خبرې کړې دي.

له بلې خوا، د بلوچستان یو شمېر فعالان وايي، په چابهار کې افغان اقتصادي فعالیتونو ته د ځمکې ځانګړي کولو طرحه نوې نه ده او له ۲۰۱۲ کال راهیسې مطرح ده. خو د دوی په وینا، لا هم دا پوښتنه بې‌ځوابه پاتې ده چې د دې اقتصادي پراختیا له ګټو به د سیمې بلوچ وګړو ته څومره برخه ورسېږي.

د بلوچستان د بشري حقونو د اسنادو شبکې په یوه یادښت کې د چابهار د بلوچ اوسېدونکو د کورونو، غیررسمي مېشت‌ځایونو، کارموندنې، زیربناوو او لومړنیو اسانتیاوو په برخو کې شته ستونزو ته اشاره کړې ده. دې شبکې اندېښنه ښودلې چې د ځمکې د دقیق موقعیت، د قرارداد د شرایطو، د کارونې مودې، مالکیت او د ځايي خلکو د ونډې او کارموندنې په اړه د معلوماتو له خپرولو پرته د بهرنیو اقتصادي فعالیتونو لپاره د ځمکې ځانګړي کول پوښتنې راپورته کوي.

بلوچ فعالان ټینګار کوي چې د دې پروسې په اړه باید د ځمکې ترلاسه کوونکو ادارو، د پانګونې د کچې، د ځايي خلکو د ګومارنې د ژمنو او د اقتصادي فعالیتونو له عوایدو او فرصتونو څخه د ځايي ټولنې د برخې په اړه روښانه معلومات خپاره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...