شاهمحمود میاخېل
ملامت او سلامت لپاره با اعتباره قانوني حقوقي مرجع پکار ده چې د ملامت او سلامت په اړه عادلانه قضاوت وکړي. د افغانانو مشکل دا دی چې مدعی، مدعی علیه ته ملامت وایي او دا سمه ارزونه نه ده.
د نن ورځې مهمه پوښتنه دا ده چې افغانستان له څو لسیزو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو بحرانونو وروسته نن یو ځل بیا د داسې بنسټیزې پوښتنې مخې ته ولاړ دی چې یوازې د یوه حکومت، یوې ډلې او یا څو سیاسي څېرو په پرېکړه نه شي حل کېدای. افغانستان څنګه کولای شي د خپل راتلونکي نظام، مشروعیت، سولې او په ګډه ملي ژوند کولو لپاره یوې پراخې او دوامدارې ملي اجماع ته ورسېږي، تر څو افغانستان بیا د نیابتي جګړو او رقابتونو مرکز نشي او دا شته امکانات او ابادي بیا کباړ نشي؟
ولې دغه پوښتنې ته ځواب اړین دی ځکه د طالبانو د حاکمیت موجوده تګلاره دوام نشي کولاې او نوو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي. جګړه که طالبان یې د ملت سره کوي او که مقابل لورې د طالبانو سره د خپلو یا نورو د ګټو لپاره جګړه کوي، دواړه حالتونه د وطن د تباهې او بربادې سبب ګرځي.
له دې امله واقعي لویه جرګه چې د افغانستان د خلکو استازولي وکړې شي، یوازنې د حل لار ده چې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره لاره هواره کړي. نه طالبان نفې کیدلې شي او نه طالبان ملت نفې کولې شي ځکه د نفې او انحصار د قدرت سیاست ښې پایلې نه پخوا درلودې او نه یې اوس لري.
البته لویه جرګه په دې معنی نه ده چې د طالبانو موجوده حاکمیت ته د تاید مهر ولګوي ځکه فرمایشي جرګې یو حاکمیت ته مشروعیت نشي ورکولې. تاریخ ثابته کړې چې کومې جرګې د خلق دیموکراتیک حکومت مشرانو او مجاهدینو لخوا د هغوي د مهر د تاید لپاره دایر شوې وې، ښې پایلې یې نه درلودې.
د احمد شاه بابا د لوی جرګې نه وروسته د ظاهر شاه او جمهوریت په دورو کې چې اساسي قانون لوی جرګو تاید کړ، حکومتونو ته یې د قانون په چوکاټ کې مشروعیت ورکړ ځکه هغه جرګو د افغانستان د ټولو قومونو، سمتونو او قشرونو استازولي کولې شوله.
که ټولې خواوې سیاسي اراده د افغانستان د ثبات او د خلکو د ارامې لپاره ولري، لویه جرګه یوازنې اسانه، ارزانه او افغاني عملي د حل لار ده.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول