Homeخبرونهد ښې روغتیا لپاره د شپې ارام خوب ولې مهم دی؟

د ښې روغتیا لپاره د شپې ارام خوب ولې مهم دی؟

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) د متوازن خوراک ترڅنګ د شپې ارام او کافي خوب د ښې روغتیا لپاره ډېر مهم دی. خوب د ذهني فعالیت او ورځنیو چارو په ترسره کولو کې مهم رول لري. له همدې امله، په ګڼو پخوانیو څېړنو کې کافي خوب د سالم ژوند یوه مهمه برخه بلل شوی دی.

د خوب کموالی یا ډېرښت پر بدن او ذهن بېلابېل اغېزونه کولی شي. د عمر له زیاتېدو سره د انسان د خوب اړتیا او د خوب کولو عادتونه هم بدلېږي. خو د خوب په اړه داسې یو شمېر په زړه پورې حقایق شته چې ښايي ډېر خلک ترې خبر نه وي.

د «خوب ملي بنسټ» (National Sleep Foundation) له خوا د خوب په اړه ځینې مهم ټکي دا دي:

ورزش د خوب لپاره ګټور دی، خو وخت یې مهم دی

منظم ورزش کولی شي بدن د ژور او ښه خوب لپاره چمتو کړي؛ خو د خوب وخت ته نژدې سخت ورزش یا لوبې کول بدن او ذهن فعال ساتي او ښايي په خوب کولو کې ستونزه رامنځته کړي.

هغه کسان چې یوازې ژوند کوي ښايي د خوب له ستونزو سره لا ډېر مخ شي

د شمېرو له مخې، طلاق شوي کسان او هغه کسان چې د ژوند د ملګري له مړینې وروسته یوازې ژوند کوي، د خوب له ستونزو او بې‌خوبي سره نسبتاً ډېر مخامخ کېږي.

ایا حیوانات هم خوبونه ویني؟

ډېری انسانان د خوب په ترڅ کې خوبونه ویني، خو د حیواناتو لا هم څېړنې روانې دي چې خوب ویني او که یې نه ویني. ځینې علمي شواهد ښيي چې په حیواناتو کې د خوب په څېر ځیني مغزي فعالیتونه شته ، خو دا چې د هغوی خوبونه د انسانانو له خوبونو سره څومره ورته دي، لا هم یوه پېچلې پوښتنه ده.

په لوړو سیمو کې خوب خرابیږي

که ډېرو لوړو سیمو ته لاړ شئ، ښايي خوب مو خراب شي. ځینو کسانو ته  د ځینو کسانو ته د خوب په مهال نارامي یا اضطراب پیدا کېدای شي. بدن د لوړې ارتفاع او د کم اکسیجن له چاپېریال سره د عیارېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

ذهن د خوب په ترڅ کې هم معلومات تنظیموي

خوب یوازې د استراحت لپاره نه دی. د خوب پر مهال دماغ د ورځې ترلاسه شوي معلومات تنظیموي، حافظه پیاوړې کوي او د زده‌کړې په بهیر کې مهم رول لري. له همدې امله، د ازموینو لپاره د چمتووالي پر مهال کافي خوب هم مهم ګڼل کېږي.

کافي خوب ذهني وړتیاوې پیاوړې کوي

په لازمه اندازه خوب د تمرکز، حافظې، پرېکړې کولو او نورو ذهني وړتیاوو په ساتلو کې مرسته کوي. دماغ د خوب په لړ کې د حافظې او زده‌کړې اړوند یو شمېر مهمې چارې ترسره کوي.

په شیفتونو کې کار کول هم خوب اغېزمنوي

هغه کسان چې په پرله‌پسې ډول د ورځې او شپې په بېلابېلو وختونو کې کار کوي، ښايي د بدن طبیعي ساعت یا «سرکیډین ریتم» یې ګډوډ شي. د اوږدې مودې په مخه په نامنظمو شیفټونو کې کار کول نه یوازې د خوب ستونزې، بلکې د ځینو مزمنو ناروغیو، لکه د زړه او هاضمې ناروغیو خطر زیاتوي.

خوب یوازې د ستړیا د لرې کولو وسیله نه ده، بلکې د بدن او دماغ د بیا رغېدو مهم پړاو دی. د ښې روغتیا او ذهني فعالیت لپاره منظم، کافي او ارام خوب د ورځني ژوند یوه مهمه اړتیا ده.

————————–

یادونه: زموږ په وېب‌پاڼه کې وړاندې شوي طبي معلومات یوازې د عامه پوهاوي او ښوونیزو هدفونو لپاره دي. دا معلومات د مسلکي طبي مشورې، تشخیص یا درملنې بدیل نه دي. که د روغتیا یا کومې طبي ستونزې او د هغې د درملنې په اړه هره پوښتنه لرئ، باید له خپل ډاکتر یا بل مسلکي او وړ روغتیايي کارکوونکي سره مشوره وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...