Home+په دې ورځ د لاتینې امریکا انقلابي چریک ووژل شو

په دې ورځ د لاتینې امریکا انقلابي چریک ووژل شو

تاند(جمعه/اکتوبر ۹) 57 کاله پخوا د ۱۹۶۸ ع کال د اکتوبر په اتمه (۹) په چې ګوارا مشهور ارنستو رافایل دولاسرنا د بولویا پوځیانو ونیوه او یوه ورځ وروسته د اکتوبر په نهمه یې په بې رحمانه ډول وواژه.

چې ګورارا د ۱۹۲۸ ع کال د جون په څوارلسمه نېټه د ارجنټاین په روزاریو ښار کې وزېږېد.په زلمیتوب کې په کوردویا ښار کې اوسېده.پوهنتون یې د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس ایرس کې د طب په څانګه ولوست.

په ۱۹۵۱ م کال یې د طب له پوهنځي د سند له ترلاسه کولو وروسته د لاتینې امریکا په هیوادونو کې سفر پیل کړ.دې سفر څو میاشتې دوام وکړ.ده د دې سیمې د هیوادونو د خلکو ستونزې او سختۍ په خپلو سترګو ولیدلې.

ارنستوچې ګوارا په ۱۹۵۵ ع کال په مکسیکو سیټي ښار کې له فیډل کاسترو سره ولیدل.

ارنستو یو له هغو دوه اتیا کسانو څخه وو چې په ۱۹۵۶ ع کال له فیدل کاسترو سره کیوبا ته لاړاو یوازې دولس تنه یې واتوانېدل چې بېرته ستانه شي.

له دې وروسته چې ګوارا د کیوبا د ولسمشر فول خونسیو باتیستا د رژیم پرضد ،چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو، چریکي جنګ پیل کړ. دا جګړه بالاخره د باتیستا په ماته تمامه شوه. نوموړی مخکې تر دې چې کاسترو ، چې ګوارا او نور ملګري یې هاوانا ته ننوځي، وتښتېد او دومینکو جمهوریت ته یې پناه یووړه.

خو چې ګوارا په کیوبا اکتفا ونه کړه. له دې هیواده د خپلو عقایدو لپاره د مبارزې لپاره لومړی کانګو ته لاړ بیا بولوویا ته لاړ او هلته یې چریکي جګړه پیل کړه. خو د بولوویا پوځ ژوندی ونیوه او ادعا کېږي چې تر وهلو ټکولو لاندې مړ شو.

1 COMMENT

  1. په درو جبهو کی د فعالیت د رسالت احساس باید ولرو ( یا ولرم ).
    امّا
    د بشریت په سنګر کی
    فقید چیګوارا را ته ډیر ګران دئ ( په اصطلاح ، د امپریالیزم د فکری مزدورانو له مخی دی لاس وی !).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...