د نړۍ بدرنګي د تش جېب او ویجاړ ذهن په دایره کې تل نه وي. کله، کله دا هرڅه درلودل هم سړی د بېکسۍ په کنډر کې مېشت کړي، خو هنرمند هماغه دی چې له نورو یې په متفاوت انداز او نوي برداشت رامخې ته کړي. رحماني ته به چې استاد په صنف کې «سورخه» وویل، زما ذهن ته به یې منتهي تازهګي تداعي کوله؛ ممکن دا هر څه د ظهور او حس په حیثیت و، خو درک مې فکر نه کوم چې دلته دې ونډه درلودلې وي. د ده شعر هم هغه وخت پر ما ډېر اغیز نه کاوه، خدای خبر چې څه وجه وه، خو زما غالب ګمان دا دی چې ناپوهي او کمسوادي وه.
اوس چې کله، کله د رحماني شعر لولم، کله خو د نړۍ د فلاسفوفو له ژونده تعبیرونه ډېر پیکه او تت راته وبریښي، د هغو شکایتونه او همدارنګه د انسانانو له بازاریتوبه زړه خوړل مازې تکرار شوې کیسه وبولم. شاید زه هم په سمه نه وم، د هغې یو دلیل دا هم راته ښکاري چې چاپېریالونه مو مختلف او بېل دي. زموږ چاپېریال او دلته موجودې پېښې ژورې درک کوو او د هغې ټولنو پېښې سرسري ګڼو. دا خبره به یوازې زه تر خپل ځان محدوده کړم، ځکه رحماني په خپل شعر کې انسانپرستي هغسې قایمه کړې چې کم خلک یې توان لري او د ښه ادب یا تخلیق درجه هم همدې ته ورکول کېږي.
د رحماني دا شعر چې زه پرې خبره کول غواړم، د ده د فردي تجربې او اجتماعي شخصیت خوندوره بېلګه ده. یبلې پښې د ژوند په بیابان کې له وګړو منډه او د ده دا ناره: «ما لږ یوازې پرېږدئ» د یوه لوی انقلاب لپاره او هغه هم د ټولنیزې بېحسۍ پر وړاندې، ماته ډېره نادره وبرېښېده.
روسو غږ وکړ: «بېرته د طبیعت لور ته ورشئ!» باور دادې چې د روسو همدا ناره د دې لامل شوه، چې رومانتیسیزم ادبي مکتب ایجاد شي، خو د روسو ټولنې هغې ته غوږ کېښود او خپل بدلون یې حتمي کړ. رحماني چې پښتون دی، همدا ګناه یې بس ده؛ ولې به یې څوک نوم واخلي او ولې یې خبرې ته غوږ څوک کېږدي؟ دا د ده د مایوسۍ یوه بل اړخ دی.
د همدې فردي تجربې چې ما یې مخکې یادونه وکړه او وروسته مې د اجتماعي شخصیت خبره وکړه، د رحماني دا شعر یې ډېر ښه وړاندې کوي او هغه داسې، چې ځینې ارزښتونه شته کوم چې د انسانانو ترمنځ مشترک دي، چې له هغې یوه هم خواخوږي او مهرباني ده. خواخوږي هېڅ سرحد نه لري او نه هم په انسان کې دا توان شته چې دې ته دې حدود وټاکي او بالاخره یې منحصـره دې کړي. د ده د خواخوږۍ د پارېدو علت د ده خپله ټولنه ده او دا چې نور انسانان هم له دې خبرې سره مخ دي، د ده د شعر د افاقیت دلیل لا مضبوطوي. دا شعر یو ځل لولو:
ما لږ یوازې پرېږدئ!
لکه هوا کې د بڼکو غوندې
لکه ماشوم نه خوشې شوې ګوډۍ
لکه له سر نه تویدلي ویښته
ما لږ یوازې پرېږدئ!
لکه د ځلې مرغۍ
لکه ځنګل کې تورې مارې غوندې
لکه د بورې یوې سپۍ غوندې
ما لږ یوازې پرېږدئ!
لکه د اوړي غرمو
لکه قبرونو هدیرو غوندې
لکه د تېلو او اوبو غوندې
ما لږ یوازې پرېږدئ!
لکه د خدای د دواړو لاسو غوندې
یوازیتوب داسې غمیزه ده، چې ګټه یې بیخي ډېره ده، خو دا هغه وخت کله چې یو څوک اوچت تخیلي او فکري قوت ولري او تر ډېره یې همدا خلک غوښتونکي هم وي، خو ممکن دا په یوه نورمال حالت کې واقع شي. کله چې یو څوک د ډېر غم او درد څپې وهلی وي، دا نو بیا دویم حالت دی او د دې یوازیتوب نتیجه د لومړي هغې په څېر نه وي، ځکه دی له انسانانو ناهیلی وي، پوهېږي چې د درد لپاره یې دوا نه دي، نو مخ ترې اړوي او دا د مایوسۍ انتهایي بد حالت دی.
ما وړاندې د استاد د خولې خبره وکړه، چې رحماني ته به یې «سورخه» ویل او ما ترې د ده د تازهوالي احساس اخیسته، خو دا خبره د ده له درون سره ډېره متفاوته ده. د ده درون مړاوی، خوږ او زخمي دی، خو ده ته دا زخم انسان ورکړی، مګر دی بیا دومره مهربان دی، چې په یو بل شکل دوی ته د خواخوږۍ پیغام ورکوي، هغوی په ژوند او خپلو کړنو غوره کولو ته هڅوي.
د تخلیقکار د عالمیتوب لپاره دا خبره ضرور ده، چې هغه دې لویه حوصله ولري، د هغې پر وړاندې پېښېدونکې غمیزه برعکس ځواب کړي او خپله هنرمندانه رویه په خپل دغه اظهار لا غښتلې کړي. زما یار رحماني په دې برخه کې ډېر پیاوړی دی. ادب او په خصوص کې شعر د لفظونو ژبه ده. که موږ د درد شدت ته هغسې چې موږ ځوروي، په خپلو لفظونو قاطع ځواب ووایو، نو دا کوچنۍ باریکي شعر په شعار بدلوي، چې له دې سره د تخلیق عمر کمېږي.
بله خبره د ده په شعر کې د ده خپله راښکاره کېدنه ده. ما ډېر پخوا ده ته دا خبره کړې وه، چې ته منفرد یې! منفرد په دې مانا چې نه د چا پېښې کوې او نه هم درپسې څوک شته. د ده په شعر کې دا کار هم تر سترګو کېږي، کم نه بلکې ښه زیات. د ده فردیت په دې شعر کې بارز دی او کله چې په خپله فرد په شعر کې بشپړ نه شي، نو اجتماع ته یې د خیر رسېدو لاره بندېږي.
خپله (تخلیقکار) په شعر کې ښکارېدل د هغه د اوچت هنري ذوق، اوچتې ادبي مطالعې او همداراز د هغه د اوچت تخلیقي قوت په مانا دی. دا فردیت په ټولنه کې د خوځښت باعث کېږي، ځکه ټولنه هېڅکله په خپله له لومړي سره نه خوځېږي. کله چې په هغې کې یو جدا شخص رامنځ ته کېږي، نو په دې سره د هغه پر وړاندې بېلابېل دریځونه رامخې ته کېږي او په اخر کې ټولنه د ارتقا خواته ځي؛ زما په باور دا شی په ادبیاتو کې تر ټولو ډېر مهم دی. رحماني د همدې خوځښت یوه بېلګه ده او زه باور لرم که د ژوند منډو ترړو ایسار نه کړ، د ده ژوند به د ده له شعر او د ده شعر به د ده له ژونده متداوم وي.
د ځنګل مارَه او بوره سپۍ هغه دوه ترکیبونه دي، چې له لومړي سره د حقارت سترګکونه وهي؛ په یوه تجمع (ټولواله) کې دومره ښه انداز سره فیمینستیک تظاهر د ډېر غښتلي او خلاق ذهن پیداوار دی، که څه هم د معاني له اړخه به د سپۍ کلمه ستونزه لري، خو دا هېرول نه دي په کار چې حقارت د دې ټولنې د هرې ښځینه د ژوند یو اړخ دی. زه ډېره کله ګورم چې نږدې دا باور په ارزښت بدل شوی دی. سپۍ لفظ ډېر ستغ لګېږي او موږ یې ممکن که د چا ډېر عادت نه وي، نو په اخیستلو کې به یې هم ډېر احتیاط کوي، خو رحماني د دې ټولنې د انسان بېحسۍ ته بله جوړه کلمه ونه موندله او زه باور لرم چې وبه یې هم نه مومي، نو ځکه یې مخ دې خواته کړ او خپل بړاس یې په دغه ترکیب وویست.
شاعر او په ټوله کې هر لیکوال دا هڅه کوي، چې د خپل مفهوم د افادې لپاره داسې الفاظ وکاروي چې بل څوک په دغومره منتهي ډول دا برداشت بیان نه شي کړای. رحماني دا هڅه کړې ده، ځکه سپۍ له لومړي سره د ارزښت وړ نه وي، څوک ورته پام نه کوي او نه هم څوک د هغې له حال خبر دي. د ښځې لپاره زموږ په ټولنه کې تر ټولو تحقیرآمیزه تشبیه همدا ده، خو د دې سره چې بیا بوره هم شي، نو ته وا چې بیا به یې هم څوک په کیسه کې شي؟ د دې ترکیب تر شا د رحماني هغه تجربه ده، چې دی یې ویني، خو له ده سره د بیان ځانګړی ځواک شته؛ همدا د ده د فردیت خبره ده او د ده له خولې څخه له راوتلو وروسته یې اجتماعي رنګ اخیستی دی.
د شعر اختتام هم ډېر خوندور دی، هغه هم داسې چې دی له احتیاجه خلاصېدل غواړي، د انسان له احتیاجه خلاصېدل. داسې ځواک، ان که دوه جوړه هم وي، خو چې د یو بل له همکارۍ پرته یې ترسره کړي، لکه د خدای لاسونه (الله ج لاسونه لري، خو بلا کیف). د همدې تشبیه تر شا د قوت یوه دعا پرته ده. له محتاجۍ خلاصېدل هر څوک غواړي، خو د رحماني په څېر وړاندې کول به یې کلونه وخت ونیسي، چې یو څوک دې په دې ډول خپل برداشت شریک کړي.
د دې شعر ټوله سوژه له انسان څخه د ناهیلۍ، هغه هم د یوې داسې ناهیلۍ چې هېڅ د بل انسان د اذیت د کیسې په سر او پای ځان خبرول نه غواړي، را غونډه ده. د انسانانو له بازاریتوبه شکایت کوي، انساني ژوند د محتاجۍ پرته بل څه نه ګڼي او د یوه داسې قوت لپاره له انسانانو رخصت غواړي، چې مثال یې هم نشته.
نوټ: دې ته مې شعر ځکه ووایه چې راته اسانه و، دلته یو بل بحث هم شته او هغه هم دنثرم دی، ما د بېخبرۍ له وجې نه بلکې د سخت جنجالیتوب له وجې ترې ډډه وکړه.