Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټاپي پروژې پرمختګ؛ پاکستان ته د منځنۍ اسیا د ګازو د...

د ټاپي پروژې پرمختګ؛ پاکستان ته د منځنۍ اسیا د ګازو د نوې سرچینې هیلې تازه شوې

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) پاکستاني رسنۍ وايي، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژې د پرمختګ له امله پاکستان ته د منځنۍ اسیا د ګازو د نوې سرچینې د ترلاسه کولو هیلې بېرته تازه شوې دي؛ خو کارپوهان وايي، پاکستان باید د دې پروژې د عملي کېدو لپاره حقوقي، سوداګریز او زیربنايي چمتووالی چټک کړي.

په افغانستان کې د ټاپي نل‌لیکې سرحدآباد-هرات د ۱۵۳ کیلومتره برخې د جوړولو چارې روانې دي. د ترکمنستان د د تېلو او ګازو دولتي ادارو په وینا، د پروژې لپاره شاوخوا ۷۰۰ ترکمن متخصصان او تر ۲۵۰ ډېر ساختماني او تخصصي ماشینونه کارول کېږي. په کارکوونکو کې انجنیران، ویلډران او د ګازو متخصصان شامل دي.

ټاکل شوې ټاپي نل‌لیکه له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر پولې پورې شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره اوږده وي او په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت ولري.

د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د لوړې کچې له خبرو وروسته د دې پروژې د پرمختګ بهیر لا چټک شوی دی.

ترکمنستان وايي، د سرحدآباد-هرات برخې د جوړولو چارې، چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې وې، په چټکۍ روانې دي او د ترکمنستان د ګلکینیش د ګازو ستره حوزه به د دې نل‌لیکې د ګازو اصلي سرچینه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امکان‌سنجۍ پر بنسټ د ټاپي پروژې لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر اټکل کړی او دا پروژه یې د پاکستان د انرژۍ د امنیت د ستراتیژۍ یوه برخه بللې ده. اسلام‌اباد او عشق‌اباد په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان په برخه کې د کارونو د چټکتیا لپاره د ګډ عملي پلان هوکړه هم کړې وه.

د اسیا پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان او هند به هر یو د قرارداد شوي ګاز ۴۷.۵ سلنه ترلاسه کوي او پاتې پنځه سلنه به افغانستان ته ورکول کېږي.

په پاکستان کې د سیمه‌ییزو مطالعاتو انستیتیوت څېړونکې ملیحه محمود وايي، ټاپي کولی شي د ګازو په برابرولو سره د پاکستان د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي؛ ځکه دغه هېواد اوس د نړیوالو مایع طبیعي ګازو یا «LNG» د بیو له بدلونونو سره زیان‌من دی.

هغې وویل، د ځمکنۍ نل‌لیکې له لارې د ګازو انتقال به د سمندري انرژۍ پر وارداتو د پاکستان اتکا کمه کړي او هغه مهال به ورته بله لاره برابره کړي چې د نړیوالو LNG بیې لوړېږي یا سمندري لارې له ستونزو سره مخ کېږي.

د اسلام‌اباد د عصري ژبو ملي پوهنتون د حکومتولۍ او عامه پالیسۍ څانګې استاد ډاکټر مسعود احمد وايي، د ټاپي اوږدمهاله ارزښت به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې دغه پروژه له اقتصادي پلوه څومره سیالي کولی شي.

نوموړي وویل، پاکستان باید د ټاپي د ګاز وروستی لګښت له LNG او نورو موجودو سرچینو سره پرتله کړي. د ده په وینا، د ګاز وروستۍ بیه، د ترانزیت فیس، د تمویل لګښتونه او امنیتي ترتیبات به معلومه کړي چې پروژه له اقتصادي پلوه دوام کولی شي که نه.

مسعود احمد زیاتوي، د دې پروژې اقتصادي بری به دا هم څرګنده کړي چې صنعت، د سرې تولید او نور د ګازو مصرفوونکي سکتورونه کولی شي ګاز په مناسبه بیه وکاروي که نه.

هغه وايي، که ټاپي په داسې بیه د باور وړ ګاز برابر کړي چې د صنعت او نورو سکتورونو ملاتړ وکړي، اقتصادي ارزښت به یې د پام وړ وي؛ خو که د ګاز وروستی لګښت ډېر لوړ شي، یوازې ستراتیژیکې ګټې به د اوږدمهاله ژمنو د توجیه لپاره بسنه ونه کړي.

د نوموړي په وینا، د دې ترڅنګ ثابته تقاضا، د تادیاتو تضمین او باثباته قراردادي ترتیبات هم مهم دي؛ ځکه د پولې پورې غاړې نل‌لیکې د پانګونې د لګښتونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ډېرو کلونو لپاره دوامدار سوداګریز بهیر ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...