وحیدالله نواب
کابل – کارته چهار: د کارته چهار په سیمه کې د یوه جایداد د پلور، د معاملې د پیسو، مالکیت او وروسته انتقالاتو په اړه رامنځته شوې حقوقي او مالي شخړه له شاوخوا یوولسو میاشتو راهیسې لا هم نه ده حل شوې.
د جایداد مالک ادعا کوي چې د معاملې بشپړ قیمت ورته نه دی ورکړل شوی او د خپلې ادعا د اثبات لپاره یې اړوندو ادارو ته اسناد او عریضې سپارلي، د خو تر اوسه یې په وینا وروستۍ او روښانه پرېکړه نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د قضیې په اړه عصمت الله صمدي د عبدالصمد زوی او د حاجي خداینظر لمسي نیول شوی او د قانون منګلو ته سپارل شوی، او دا هڅې هم روانې دي چې د عصمت نومي بل همکار احمد فواد بارکزی د عبدالصمد زوی ونیول شي.
د موضوع مهمه برخه دا ده چې پر همدې لانجمن جایداد څو منزله ودانۍ جوړه شوې او د اپارتمانونو د پلور موضوع هم مطرح ده. له همدې امله، یو شمېر اساسي پوښتنې راپورته کېږي:
۱. که د ځمکې د مالکیت او معاملې پر سر حقوقي اختلاف موجود وي، ودانۍ څنګه جوړه او ثبت شوې؟
۲. اپارتمانونه د کومو قانوني اسنادو پر بنسټ پلورل کېږي؟
۳. د معاملې پیسې چا ترلاسه کړې او د ورکړې اسناد یې چېرته دي؟
۴. وکالتونه، قراردادونه او انتقالات چا او څنګه تأیید کړي؟
۵. په دې پروسه کې کوم کسان او ادارې شاملې وې؟
احتمالي پېرودونکي باید احتیاط وکړي
د ځمکې د مالکیت او انتقالاتو د شخړې تر روښانه کېدو مخکې، احتمالي پېرودونکي باید د اپارتمان له اخیستلو وړاندې د ملکیت اسناد، انتقالات، وکالتونه او د اړوندو ادارو ثبتونه په خپلواکه توګه وڅېړي.
ځکه د کور اخیستل یوازې د ودانۍ اخیستل نه دي؛ د هغه تر شا د ځمکې د مالکیت قانوني حق هم مطرح دی.
د شفافې څېړنې غوښتنه
د جایداد مالک وايي، هدف یې د کوم شخص یا شرکت تورنول نه دي؛ بلکې غواړي چې د معاملې ټول قراردادونه، مالي راکړې ورکړې، وکالتونه، انتقالات او اړوند ثبتونه په مستقل، شفاف او قانوني ډول وڅېړل شي.
اصلي پوښتنه دا ده: څنګه ممکنه ده چې د یوه جایداد د مالکیت او مالي معاملې پر سر شخړه موجوده وي، خو پر هماغه جایداد ودانۍ جوړه، اپارتمانونه خرڅ او خلک خپلې کلنۍ سپما د اخیستلو لپاره وړاندې کړي؟
د دې پوښتنې ځواب باید د اسنادو، شفافې څېړنې او قانون له لارې روښانه شي.