تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې بیا افغان لوبغاړو لومړي مقامونه خپل کړي.
راشد خان د یو ورځنیو لوبو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې د ۷۱۴ امتیازونو په لرلو لومړی مقام لري.
نوموړی د شلاوریزو لوبو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې هم د ۷۲۰ امتیازونو په لرلو لومړی ځای لري.
دغه راز عظمتالله عمرزي د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې د ۳۳۷ امتیازونو په لرلو لومړی مقام خپل کړی دی.
بل لورته افغان کرېکټ بورډ د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره د تبصره کوونکو نوملړ خپور کړ چې پکې ملي لوبغاړی نوین الحق هم شامل دی.
په نوملړ کې بل افغان مبصر احمد فرهاد فدایي هم شته.
دغه لوبه سبا (جمعه) د ابو ظبۍ په زاید لوبغالي کې پیلیږي.