(پینځمه برخه)
ډمپنګ Dumping
اقتصاد او اقتصاد ښه کول یواځې د اقتصادي عواملو ښه ترکیب، د منابعوتخصیص او د تولید دحجم اعظمی حد او دلګښتونو اقل حد ته رسول نه دي، بلکې ورسره یو ځای د اداره کولو مهارت او باخبري یا د مارکیت له وضعیت څخه خبرتیا هم مهمه ده. نن ورځ MIS/Marketing Information System اود مارکیت څېړنه MI Research دوه سره تړلی مفاهیم دي چې د تولید او پروسس له پړاو وروسته باید محصول په مناسبه بیه وپلورل شي یا صادر شي. متاسفانه له موږ څخه دا ټکي هېر، بلکې بیخي ورڅخه بې خبره یاستو. زموږ د یوشمېر میوو او سبو دتولید پرمهال د هغو مارکیت یې یو مثال دی. دهرات انګور، دفراه هیندوانې، ننګرهار کې دسبو تولید، کابل کې د انګورو او مڼو دعرضې په مهال د کیلې او ام ښه پریمانه او ارزانه مهیا کېدل، د اسد او سنبلې میاشتو کې زموږ پیاز ګاونډي پاکستان ته تلل او بیا بېرته په حوت، حمل او ٍثور کې یې په موږ په دوه چنده پلورل یا دهغو پروسس شوې بڼې واردیدل، ټول زموږ د ناکامی مثالونه دي. په دې کې ډامپنګ هم یو بد مثال دی.
یومثال او یوه خاطره:
۱۳۸۴ل. کال کې افغانستان د اقتصادی پرمختګ له پلوه ګړندی په مخ روان و، د خلکو اقتصاد ډېر ښه شو، بازار کې اجناسو ته تقاضا ورځ په ورځ زیاتېده، له پاکستان څخه واردیدونکی یو بادرنګ شل او دمازیګرخواته پاتې کوچني او (خشره) بادرنګ به یودانه لس افغانۍ(شل کلداری) و(هغه وخت افغانیو سره یوځای کلدارې هم چلېدې). دا وخت ۵۱ افغانی د یو دالر مقابل کې تبادله کېدې. د ثور میاشت کې زموږ د لغمان(چهارباغ) بادرنګ راووتل او دلغمان شریف بزګران مو د خپلو خواریو دثمر په هیله وو. یو څو ورځو کې تازه د چهارباغ بادرنګ لس افغانۍ و او بزګران ډېر خوشحاله او راضی وو، دا وخت له پاکستان څخه واردیدونکي بادرنک هم ښه پرېمانه راورسیدل او د یوه دانه بیه یې پنځه افغانۍ یا لس کلدارې ټاکلې وه، ټول رش په پاکستانی بادرنګو شو. دې وضعیت ته په کتلو سره، دهیواد دننه تولیدوونکو دخپلو بادرنګو بیه هم له مجبوریته پنځو ته راټیټه کړه اوزموږ د چهارباغ د بزګرانو محصول ته تاوان پېښ شو. دا ځکه دیوه تندرست او تازه بادرنګ بیه له لسو پنځو ته له پاکستان څخه د بی کیفیته او ګرد او خاورو وهلیو بادرنکو سره مساوی،بی انصافی وه. سم چی جوزا کې د وطني بادرنګو موسم تېر شو، د پاکستانی باردنګو بیه بېرته شلو ته لوړه شوه. دا کیسه درې کاله روانه وه او بالاخره د چهارباغ بزګران د باردنګو له کرلو لاس په سر شول(له بده مرغه موږ تل دوکه کیږو، له یوې سوړې څو ځله چیچل کیږو). په ۱۳۸۵ل. کې په جلال اباد کې دیوې بهرنۍ موسسې له خوا د زراعتي محصولاتو د مارکیت په اړه یو ورکشاپ دایر شوی و. موږ دوه تنه استادان هم وروبلل شولو. ارواښاد توره کي د سبو تولید ته د مشرقی د اقلیم او خاورو د مناسبوالی او ما د سبو د مارکیتنګ( درمند، لیږد، پروسس، بسته بندی، بارجامه، لیبل…) په اړه خبرې وکړې او په ضمن کې مې چارواکو ته د ډمپنګ د مخنیوي او د کمرک مناسب تدابیر پیشنهاد کړل. د ډمپنګ موضوع مې یاده کړه، د کرنې د ادارې د هغه وخت رییس د ډمپنګ د مانا پوښتنه وکړه ورته ځواب می کړه او مثال مې ورکړ. حیران شو.
پوهنتون کې محصلانوته دا جالبه وه. ورپسې مې یوه مقاله ولیکله، خو تر اوسه لاهم دی برخه کی بې خبري شته. دا دی (ډمپنګ) یو ځل بیا د درنو ځوانانو، د اقتصاد دمحصلانو، د ګمرک او نورو اقتصادی موسسو د کارکوونکو او پالیسی جوړوونکو مخې ته ږدم:
ډمپنګ په قصدي توګه ارزانه پلورل، د صادروونکي هېواد له خوا يوه بل هېوا د ته د صادرو شويو اموالو ارزانه لېږل اوپلورل او د خپلو محصولاتو ډېره زياته اندازه داسې کوټ او انبار کول چې د واردوونکي هېواد خپلو داخلي محصولاتو دنه پلورل کېدو لامل شي. سره له دې چې ممکن صادروونکى هېواد به دغه خارجي بازار کې د لنډې مودې لپاره زیان سره مخ شي، خو کله یی چې د خپل پام وړ سیال هیواد په بازار کې له ماتې سره مخامخ کړ، نو بيا د انحصاري پلورونکى په توګه بيې په خپله خوښه تر هغو پورې لوړوي، چې پوره ګټه وکړي او تېر زيان ټول جبران کړي، دې ته په تبعيضي توګه په دوو بېلابېلو بازارونو کې په بېلابېلو بيو د اجناسو پلورل هم ويلای شو، ان دا چې خپل هېواد کې دننه په ګرانه خو د بهرني سيال هېواد په بازار کې په ارزانه بيه پلورل چې موخه يې په دوکه او مکارۍ سره سيالي کول او د ډامپنګ په واسطه د مقابل هېواد داخلي توليد له ماتې سره مخامخ کول دي، دا یو قاتلانه رقابت او اقتصادی جنګ دی. زموږ زیان زیاتره وخت د ډمپنګ له امله دی.
پایله: اقتصاد کې ډېر داسې مسایل مخې ته راځي چې په ظاهره ساده او یا زیاتره بیخی نه ترسترګو کیږي، خو د اقتصاد لپاره ډېر ضرور دي. اقتصاد کې د (پټ لاس عمل کول) مه هیروئ!
یادونه: دا سلسله دوام لري.