Homeخبرونهزلینسکي د ټرمپ له غوښتنې وروسته له پوتین سره د مخامخ لیدو...

زلینسکي د ټرمپ له غوښتنې وروسته له پوتین سره د مخامخ لیدو لپاره چمتووالی وښود

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلېنسکي، ویلي چې چمتو دی د پنجشنبې په ورځ (د مې ۱۵مه) د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین، سره په استانبول کې مخامخ وویني، څو د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له اوکراین وغوښتل چې د پوتین له لوري د مستقیمو خبرو لپاره د ترکیې وړاندیز ومني.

زلېنسکي ویلي: “نور د وژنو د دوام دلیل نشته. زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین په تمه یم. مخامخ.”

هغه مخکې هم ویلي و چې هېواد یې د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې اوربند وشي.

مستقیمو خبرو ته وړاندیز د کرملېن له لوري شوی، خو لا روښانه نه ده چې پخپله پوتین به هم په دې لیدنه کې ګډون کوي که نه. تر دې دمه مسکو هم د اوربند ژمنه نه ده کړې.

ټرمپ نن پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې اوکراین باید “سمدستي” دا وړاندیز ومني، ځکه دا کار ښودلی شي چې د جګړې د پای ته رسولو کومه لاره شته که نه.

هغه زیاته کړې: “لږ تر لږه ، دوی به وکولای شي معلومه کړي چې ایا کوم تړون ممکن دی که نه، او که ممکن نه وي، نو د اروپا او امریکا مشران به وپوهېږي چې حالات تر کومه حده رسېدلي او پر هغه اساس به تصمیم ونیسي.”

ټرمپ ټینګار کړی: “دا لیدنه همدا اوس ترسره کړئ.”

زلېنسکي هم په خپله د ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه پوسټ کې هیله ښودلې چې روسیه دې له خبرو وړاندې اوربند ومني.

هغه ویلي: “موږ د سبا لپاره د یوه بشپړ او دوامداره اوربند په تمه یو، څو د سولې دپلوماتیکو هڅو ته اړینه زمینه برابره شي.”

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د شنبې شپې ناوخته په یوه وینا کې اوکراین جدي خبرو ته بللی.

پوتین ویلي چې “د یو نوي اوربند” احتمال ردولای نشي، خو د ۳۰ ورځني اوربند د غوښتنې په اړه یې مستقیمه اشاره نه ده کړې.

بل لور ته، کرملېن وایي چې پوتین او د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د یکشنبې په ورځ تلیفوني خبرې کړې دي، او اردوغان چمتووالی ښودلی چې په استانبول کې د سولې خبرو کوربه‌توب وکړي.

له دې مخکې هم پوتین د اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و، او ویلي یې وو چې دا خبرې باید پرته له ځنډه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...