وایي مار دې لنډی کړ خو مړ دې نه کړ. هند حمله وکړه خو اوږدمهاله ستراتیژي یې نه درلوده چې څنګه جنګ کنترول او یا په مخ لاړ شي. پاکستان هم اوږدمهاله ستراتیژي نه درلوده چې څنګه د هند د حملو مخه ونیسي.
په خوالو رسنیو کې دواړو ملکونو کافي د دروغو ویډیوګانې خپرې او لاپې شاپې وکړلې. دا چې دواړه ملکونه له داخلي ستونزو او فشار سره مخامخ دي نو دواړو غوښتل چې د خپل ولس توجه بلې خواته واړوي.
د هند ستونزه زیاته سیاسي ده خو د پاکستان ستونزه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ده.
دا جنګ به د موډي حکومت محبوبیت به هند کې کم کړي خو د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزې به لا نورې هم پیچلې شي ځکه پاکستان د پوځ ستراتیژي کې تغییر نه دی راغلېی.
د پاکستان پوځ به بلوچستان، خیبر پښتونخوا او تر یوه څه حده سند کې دله اوږدمهاله مقاومت سره مخ شي. څومره چې د پاکستان پوځ د شدت او زور نه کار واخلي هماغومره به د پوځ په ضد مقاومت او د پوځ نه انزجار زیاتیږي.
د پاکستان پوځیان نشي کولې چې د داخلي مقاومت د ځپلو لپاره د غرب یا عربو نه پروژه واخلي. دا وضعیت به د پاکستان اقتصادي او ساسي وضعیت نور هم خرابوي.
دغه جنګ وښودله چې امریکا اوس هم په سیمه کې نفود لري او د امریکا د مداخلې له امله اوربند وشو. دغه اوربند د موډي حکومت موقف به د هند په داخل کې او هم نړیواله کچه راټیټ کړي ځکه هند د امریکا د نفوذ او فشار لاندې اوربند وکړ.
د افغانستان معلوم الحاله سیاسیونو په خپلو تبصرو کې وښودله چې دوی څومره ژورې اړیکې د پاکستان سره لري او د پاکستان د لاس نیانځکې دي.
همدوی چې اکثره يې د جمهوریت په وخت کې د پاکستان په ضد چیغې وهلې او پښتانه مشران یې اکثره د پاکستان سره په اړیکو تورنول، اوس دوی ثابته کړله چې همدوی د پاکستان اصلي ګوډاګیان و او دي.
د دغه اشخاصو او ډلو مقاومت د طالب په ضد هم جعلي او د پاکستان په اشاره دی. طالبان به هم ونشي کړې چې پس له دې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. طالبان د مار په څیر سوړې ته نږدې شويدي. یا به سیده کیږي او یا به یې لکۍ پریکړ کیږي.
لکه ځنګه چې سیمه او نړۍ د هند او پاکستان جګړه نشوه زغملې زما په اند، سیمه او نړۍ د افغانستان دا اوسنې وضعیت هم نشي زغملې چې په افغانستان کې یو غیر مشروع او قانونمند حاکمیت دوام وکړي او افراطیت ورځ تر بلې زیات شي.
یوازې د افراطي طالبانو محدود کسان د قدرت ساتلو لپاره د جنګ شوقیان دي. همداشان د طالبانو په ضد په نامه مقاومتیان هم کوښښ کوي چې کومه جنګي پروژه واخلي خو اوس د جنګ د پروژو د تمویل لپاره په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو لخوا اشتها نشته دی.
یوازې دسپورتونو مقاومت به دوام کوي خو په عمل کې به څه نه وي.
د هند او پاکستان جګړې وښودله چې په دغه سیمه کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ انګیزه او اشتها نشته دی. په دېتوګه افغانستان کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ اشتها نشته دی. خامخا به یو مثبت تغیر بې له جنګه رامنځته کیږي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر
امریکا په اصل کې دا معلوموله چې د هند او پاکستان پوځی وړتیا څومره ده ، د دوي کمزوری نقطي کومي دی.
دا چې جګړه شروع شوی نه وو زیاتره هیوادونو په پاکستان او په ځانګړي ډول هند غږ وکړه چې ستونزی سوله ایزو خبرو اترو یا دیپلوماتیکو له لارو حل کړی خو هند ونه منله چې کله برید وکړ ، هغه هدف چې دوی ټاکلي وی تر یوه حده ورسیدل ځکه د اظهر د کورنۍ او ملګری یی ووژل ، دا چې عطامحمد نور د پاکستان له لپاره تمایل وښوده دا پدې معنا چې دا ټول برهان الدین ربانی ټیم ده شورای نظار یا جمعیت اسلامی حزب ورته ویل کیږي ځکه خو پاکستان به تل لیکل چې (جهاد افغانستان ،دفاع پاکستان)
امریکا او برتانیه په اوسني جنګ کې د چین دریځ او روسیه حرکاتو ته انتظار وو خو چین او روسیی کوم سخت غبرګون ونښود
کله چې ټرمپ د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند غږ وکړ نو روسیی ته یی هم وویل چې اکراین کې ۳۰ ورځني اوربند ومنی مګر اسرایلو ته ونه ویل چې فلسطین باندي جګړه بنده کړه، همدا ډول یمن باندې بمبار روان ده مګر هغه نه دروی