تاند (یکشنبه، د غويي/ ثر ۲۱ مه) د شوروي اتحاد د مهال یوه فضابیړۍ، چې څه یاندې نیمه پېړۍ پخوا د زهرو په لور توغول شوې وه، بې له دې چې خپل هدف ته ورسیږي، پرمخکه ولوېده.
دا فضابیړۍ، چې چې کوسموس ۴۸۲ نومېده، په ۱۹۷۲ کال کې فضا ته استول شوې وه.
کوسمسوس (Kosmos 482)، چې د زهرې پر مخ د کښته کېدو لپاره جوړه شوې وه، د تخنیکي ستونزو له کبله بریالۍ نه شوه چې د هدف لور ته لاړه شي.
د روسی فضايي ادارې او د اروپايي اتحاديې د فضايي څارنې سیستم د دې فضابیړۍ بېکنټروله سقوط تایید کړی دی. روسي چارواکو ویلي چې ښايي فضابیړۍ په هند سمندر کې لوېدلې وي، خو یو شمېر کارپوهان د دقیق ځای په اړه شک لري.
د اروپايي فضايي ادارې د فضایي کثافاتو دفتر هم د دې فضا بیړۍ د سقوط څارنه کړې، او وروسته له هغې چې دا فضايي شی د جرمني د راداري مرکز له مخې ونه لیدل شو، د هغې سقوط او لهمنځه تګ یې تایید کړ.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د دې فضا بیړۍ کومه برخه به پاتې وي، د ځمکې اتموسفیر ته په لوړ سرعت د ننوتلو له کبله – چې معمولاً له سختې تودوخې سره مل وي –روغه پاتې شوې ده که نه.
د فضا د کثافاتو د تعقیب کارپوهانو مخکې ویلي و، لا وختي ده چې دقیق ووايي دا نیم ټنه فلزي جسم به چېرته ولوېږي او څومره برخه به یې د ځمکې فضا ته د ننوتو پر مهال وژغورل شي.
هالنډی ساینسپوه مارکو لانګبروک (Marco Langbroek)، وړاندوینه کړي وه چې دا ناکامه فضایي بېړۍ به د روانې مې په ۱۰مه نېټه د مځکې فضا ته راټیټه شي. نوموړي دا اټکل هم کړی و چې که دا جسم سالم پاتې شي، نو په ساعت کې په شاوخوا ۲۴۲ کیلومتره سرعت ولوېږي.
خو بالاخره دا فضا بیړۍ د شنبې په ورځ (د مې ۱۰ مه) راولوېده.