چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد تاجکستان په یوه کان کې ۸ افغان کارګر مړه شوي

د تاجکستان په یوه کان کې ۸ افغان کارګر مړه شوي

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د تاجکستان په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله اته افغان کارګر مړه شوي دي، ټول مړه شوي کارګر د افغانستان د دایکنډي ولایت اوسیدونکي وو.

د دایکنډي د طبعي پېښو د مدیریت ادارې د شنبې په ورځ، د مې په لسمه نېټې (غويي ۲۰مه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له وژل شویو کسانو څخه پنځه تنه د شهرستان ولسوالۍ، دوه د میرآمور او یو د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو. د افغانستان ملي تلویزیون هم دا خبر د دایکنډي د پېښو د مدیریت د ادارې له قوله خپور کړی دی.

تر دې وړاندې په ځلونو د پاکستاند بلوچستان د سکرو په کانونو کې د افغانانو د مړینو خبرونه ورکړل شوي خو دا لومړی ځل دی چې په تاجکستان کې هم افغان کان کیندونکي له مرګونې پېښې سره مخامخ کېږي.

افغان مهاجر معمولاً په هغو برخو کې کار کوي چې خطرناکې ګڼل کېږي لکه د سکرو کانونه او ساختماني کارونه، چې هلته ډېر وخت د خوندیتوب لازم تجهیزات نه وي موجود. دا چاره له تېرو کلونو راهیسې د ډېرو مرګونو پېښو سبب شوې ده، او کارګر له جدي روغتیايي او فزیکي خطرونو سره مخ کوي.

په بهر کې د افغان کارګرو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې د هېواد دننه اقتصادي بې‌ثباتي خلک اړ باسي چې له هېواده بهر د کار لټه وکړي. زیاتره دغه کارکوونکي له ډېرو خطرناکو کاري شرایطو سره مخامخ دي، او هیڅ ډول خوندي ضمانت نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...