تاند – په یوه نوې څېړنه کې، چې د بریتانیا د لیدز پوهنتون ساینسپوهانو کړې، دا څرګنده شوې چې حیوانات هم د انسانانو غوندي دي چې د عمر له زیاتېدوسره له نورو ځانونه ګوښه کوي.
په دې څېړنه کې، چې په وروستیو کې د طبیعي علومو د پرمختګ لپاره د لندن د سلطنتي ټولنې د “فلسفي تعاملات” په مجلې کې خپره شوې، هڅه شوې چې د زړښت په مهال د ټولنیزو چلندونو یو بشپړ تصویر وړاندې شي.
د څېړنیزې ډلې مشر ډاکټر جاش فورت وايي چې دې څېړنې نه یوازې د دې پدیدې علتونه او پایلې وڅېړلې، بلکې د هغې احتمالي ګټې یې هم څرګندې کړې، چې دا زموږ د زړښت په اړه پوهاوی بدلولی شي.
دا مطالعه چې په څه باندې ۱۵۰ ډوله حیواناتو باندې شوې، ښيي چې هغه حیوانات چې ډېر ټولنیز وي، اوږد عمر او د نسل زیاتولو زیات فرصتونه لري.
د بېلګې په توګه، څېړونکو په دې تحقیق کې ښاري مرغۍ /چوغکې شپږ کاله په غور وڅارلې او له دې مطالعې یې دا نتیجه واخیسته چې زړې مرغۍ تر نورو کوچني ټولنیزه ډلګۍ لري او له نورو مرغانو سره لږه اړیکه جوړوي.
د دې مطالعې یو بل څېړونکی ډاکټر جیمی ډانینګ وايي، د انسانانو په شان، حیواناتو ته هم د زړښت په مهال د دوستانو موندل ستونزمن وي، ځکه چې دوی له نورو سره اشتراکات کم لري. دا موضوع په شمپانزو، د شاتو مچیو او نورو حشراتو کې هم صدق کوي.
آماندا برټمن، چې د دې مطالعې له اصلي څېړونکو څخه ده، وايي شواهد ښيي چې حتی په هغو حشراتو کې چې پېچلې ټولنیزې اړیکې نه لري، ټولنیز چاپېریال د دوی په اوږد عمر او زړښت باندې لویه اغېزه لري.
په زړه پورې خبره دا ده چې په داسې حال کې چې د انسانانو په منځ کې د ګوښه ګیرۍ او ټولنیزو اړیکو د کمېدو کچه یوه منفي پدیده ګڼل کېږي، ساینسپوهان باور لري چې دا چاره د حیواناتو د ژوند په ساتنه کې ګټې لرلی شي. د بېلګې په توګه، د بیزوګانو د ټولنیزو اړیکو د ماډل جوړولو مطالعو ښودلې چې د ټولنیزو اړیکو کمېدا د زړو حیواناتو لپاره د شدیدو ناروغیو د خطر د کموالي سبب کېدای شي. زاړه ژوي د معلوماتو تبادلې ته هم لږه اړتیا لري.
د دې څېړنې له مخې، ډاکټر فورت ټینګار کوي چې باید په زړښت کې د ګوښهوالي او ټولنیزو اړیکو د کمېدو ممکنه ګټې هم په پام کې ونیول شي. هغه دې ته هم اشاره کوي چې عصري ټکنالوژي، لکه مجازي اړیکې، کولی شي زړو خلکو ته بې له دې چې له احتمالي خطرونو سره مخامخ شي، دا فرصت برابر کړي چې د ټولنیزو اړیکو له ګټو برخمن شي.
په عمومي ډول، دا موندنې کولای شي د بشري ټولنو او حیواناتو په نړۍ کې د زړښت د مدیریت د څرنګوالي په اړه نوي نظرونه وړاندې کړي.