Homeخبرونهافغانستان او پاکستان دوحې ته د خپلو پلاوو رسېدا تایید کړه؛ خبرې...

افغانستان او پاکستان دوحې ته د خپلو پلاوو رسېدا تایید کړه؛ خبرې نن پیلیږي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) افغانستان او پاکستان دواړو تایید کړه چې جګپوړي پلاوي یې د وروستیو شخړو د سوله ییز حل په خاطر د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې به نن په دوحه کې پیل شي.

له بلې خوا د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی نن وویل چې د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ جګپوړی پلای دوحې ته رسېدلی دی.

د افغانستان له لوري د طالبانو دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد د  خپل پلاوي مشري کوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان به په دې خبرو کې له افغانستانه وغواړي چې له خپلې خاورې پاکستان ته د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ډول ادعاوې په ځلونو رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...