چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۱)

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۱)

ځای: انلاین

وړاندې کوونکې: عایشه ځلا

د ګډون والو شمېر: ۲۲

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر ۱۱مه غونډه له معمول سره سم د کابل مازدیګر ۵ نیمې بجې پیل شوه. د غونډې په لومړۍ برخه بحث او بیا ورپسې د خاطرو پر لیکلو پرزنټیشن و.

د لومړي بحث په برخه کې پر دې خبره وشوې چې کال کې کومه ورځ په ادبیاتو کې د ښځو لپاره ونومول شي. دا چې په پښتو ادبیاتو کې د تاریخ په اوږدو او معاصر وخت کې ښځو فعال رول درلود، خو هغسې چې باید لمانځل شوې وای نه دي. د دې یوې ورځې په مشخصولو به د بهیر لخوا هر کال یوه ښځه ستایل کېږي، پر کار، اثارو او ژوند به یې خبرې او څیړنې کېږي. دا چې د بهیروالو نظرونه بېلابېل او ګڼ و، د غونډې وخت کم نو وپتیله شوه چې دې بحث ته به په چټ کې ادامه ورکول کېږي. 

په دوهمه برخه کې د خاطرو پر لیکلو پرزنټيشن و چې شفیقې خپلواک وړاندې کړ. د خاطرو په ډولونو، جوړښت، تاریخ او ارزښت خبرې وشوې. په پرزنټیشن کې وویل شول چې خاطره د ژوند د ورځنیو لویو او وړو رښتینو پیښو، عواطفو، احساساتو او فکرونو لیکل دي. دا پیښې ممکن د چا خپل ژوند کې واقع شي او یا یې هم ښايي‌ په شاوخوا چاپیرل کې وویني. د خاطرو په لیکلو کې صداقت تر ټولو مهم اصل وبلل شو. د تاریخ، وخت او ځای یادونه هم مهمه ده، خو دا چې خاطره ډېره شخصي تجربه ده ځینې اصول یې هم له یو کس تر بل توپیر لري. په پرزنټیشن کې د خاطرو لیکلو درې ډولونه تشریح شول چې ډایري، ژورنال او ژوند لیک و. ډایري د هرې ورځې یادښتونه دي، ځینې یې خو یې لا ساعت په ساعت لیکي. ژورنال لیکل د خاطرو یو بله بڼه ده چې اړینه نه ده هره ورځ ولیکل شي. ممکن په څو ورځو یا اوونیو کې یو ځل ولیکل شي یا ښايي‌ ځینې خلک یوازې مهمې او لویې پیښې پکې ولیکي. په ژوند لیک کې خلک د خپل ژوند کیسه لیکي، ضرور نه ده د ژوند لیک لپاره دې هره پیښه په هغه ورځ یاداښت شوې وي. خلک خپل تېر ته سفر کوي. ځینې یې ځوان او ځینې یې هم زاړه عمر کې لیکي. 

د خاطرو د لیکلو د تاریخ په اړه وویل شول چې تر ټولو زړه نسخه چې ممکن خاطرو ته نږدې وي په لرغوني مصر کې یو اثر دی. دا متن له یوه ښار نه بل ته د کاڼو د وړلو کیسه کوي. خو د معاصرې ډایري یا خاطرو د لیکلو تر ټولو زړه نسخه د ابو علي حس ابن البنا ده چې په ۱۰مه پیړۍ کې یې بغداد کې لیکلې وه. د دې ډایري یوازې څو پاڼې پاتې خو داسې ښکاري‌ چې ده د عمر تر پایه لیکلې وه. د تاریخ په اوږدو کې ډېر نور مهم کتابونه هم د خاطرو و چې خپل اغېز یې لرلی دی، لکه د مارکو پولو د وریښمو د لارې سفر. یا هم د پاچا خان زما ژوند او جد و جهد. 

ولې د خپلو خاطرو لیکل مهم دي؟ دې برخه کې څلورو دلایلو ته اشاره وشوه. لومړی د خاطرو تاریخي ارزښت، دوهم د ټولنیزو او کلتوري رایتونو بدلول. دریم په لیکوالي کې یې مثبت اغیز او څلورم دا چې د خاطرو لیکل ذهني روغتیا ته ګټه لري. 

په پرزنټیشن کې وویل شول، «فکر وکړئ ستاسې د نن خبرې کلونه وروسته لوستل کېږي. ډېر هغه شیان چې اوس موږ ته عادي او بې معنی ښکاري کلونه وروسته به د تاریخ برخه وي. او راتلونکي نسلونه چې ستاسې لیکنې لولي ښايي‌ د یوې بیخي بدلې ټولنې تصویر ولري. یا هم ډېر څه مشترک ومومي.» دې برخه کې د فلورنټیا سیل چې د رابرټ هنري سیل میرمن وه یوه خاطره شریکه شوه. دا د افغان-انګریز په لومړۍ جګړه کې کابل کې وه، او بیا سردار محمد وزیر اکبر خان له نورو کورنیو سره ونیوله. فورنټیا د جګړې د ورځو او د وزیر محمد اکبر خان د کلابندي د وخت خاطرې ټولې لیکلې. 

په دوهمه برخه کې په ټولنیز او کلتوري تصویرونو، لیدلوري او پېژندګلوي خبرې وشوې. دا چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ کیسه تل نورو کړې. او اوس هم زموږ روایتونه نور لیکي او نور یې ټاکي. په ټوله کې نور زموږ له ټولنې ناسم درک لري. په دې برخه کې د اورڼتلیزم او ډیکولانیزشن په مفاهیمو هم خبرو وشوې، چې باور لري غربي پوهان او نړۍ د یوه پټ تعصب او ناسم پوهاوي له عینکو شرقي ارزښتونو، کلتورنو او ادبیاتو ته ګوري. د دې دواړو خواو تر منځ د پوهاوي لوی واټن دی، او یو دلیل یې دا دی چې موږ خپله کیسه په خپله نه کوو او نه لیکو. وویل شول، « که یو څوک له نیویارک یا لندن نه راځي بیا د یوه ترجمان په مرسته له یوې افغانې ښځې سره غږېږي، یو دوه خبرې کوي، وروسته بېرته خپلې دنیا ته ستنېږي او پر همدې کیسه لیکي. ایا واقعا یې یوه افغانه درک کړې؟ همدا ډول کیسو زموږ په اړه راویتونه رامنځته کړي. هغوی زموږ په استازولي غږېږي چې یوه ورځ یې هم زموږ غوندې ژوند نه دی کړی.» 

پرزنټیشن کې د دې یادونه هم وشوه چې د خاطرو لیکل د لیکوالي لپاره ډېر ګټور دي. نثر ورسره روان کېږي. فکرونه منظم کېږي. او دا چې بیا، بیا لیکل د لیکوالي په عادت ګرځي. د لیکلو لپاره تر ټولو اسانه موضوع هم ده. 

پر دې هم بحث وشو چې خاطرې لیکل د ذهني روغتیا په ښه کېدو کې اغېزناکې دي. ځینې خو یې بیخي د منظمې تراپي په توګه کاروي. انسان له ځان سره خبرې کوي، خپلې ستونزې، مثبت او منفي فکرونه ښه درک کولی شي. په وروستۍ برخه کې د دې یادونه وشوه چې څنګه کولی شو خپلې خاطرې ولیکو. یوه لار یې په موبایل کې لیکل دي، چې هم اسانه دي‌ هم هر وخت د لاس رسي وړ دي. ځینې خلک یې ریکارد کوي هم. او ځینو ته کوډ هم ورکول کیدای شي. بل یې د یوې منظمې کتابچې ساتنه ده، چې که څوک علاقه لري په خپله خوښه یې ډیزاین کولی هم شي. او په پای کې وویل شول چې خپرېده او نه خپرېده یې مهم نه دي خو باید ولیکل شي. 

د بحث په دوام نور بهیروالو هم خپلې تجربې او نظرونه شریک کړل. هیلې پسرلی وویل چې موږ خپل ټولنیز تاریخ کم لرو، د همدې په مرسته به مو د دې خلا په ډکولو کې مرسته کړې وي. … 

امنې عزیزي ته خاطرې د ځان په پېژندلو کې ګټورې ښکاري. دې دا هم وویل چې کله، کله له چا لار ورکه وي نه شي کولی یو تصمیم ونیسي خو که ځان سره یې ولیکي یوې پایلې ته حتما رسېږي. او د خاطرو پر مرسته خلک خپلې زمانې ته رابللی شو. 

میمونې کامران د مکتب د دورې دردونکې خاطره شریکه کړه چې ښوونکو یې اجازه نه ورکوله خاطرې ولیکي. یا یې هم کتابچه ولري. «هغې نجلۍ به چې خپل یاداښتونه لیکل ټولو به رټله او د تالاشي پر وخت به یې کتابچې تر اخیستل کیدې.» د دې په باور که د مکتب له دورې نجونې تشویق شي چې خپلې خاطرې ولیکي خورا به موثره وي، که هېڅ نه وي حداقل سمه جمله بندي به زده کړي. 

منزه غفورزۍ یې بیا خپله لیکوالي د خاطرو له برکت نه بلله. خو دې دا هم وویل چې د صداقت تر څنګ په شخصي خاطراتو کې تعادل هم مهم دی. که موږ د غم ورځې لیکو د خوشحالي هم باید خوندي‌کړو. دې وویل چې یو وخت یې خپل خاطرات لوستل متوجه شوه چې ټولې یې منفي او د خپګان خبرې لیکلې، که دا وروسته چا لوستلی حتما به یې فکر کاوه چې د دې څومره غمجن ژوند و. «خو ما د خوشحالۍ ورځې هم لرلې، هغه مې نه وې لیکلې.» 

له نسیمې باري سره ډایري د کیسو په لیکلو کې مرسته کوي. دې وویل چې کله، کله په چم ګاونډ کې کیسې اوري او یاداښت کوي یې، بیا وروسته ځینې ترې کیسه کوي. او د دې په باور له همدې لارې موږ د خپلې سیمې کلتورنه او راوجونه هم راتلونکو نسلونو ته ورپېژندلی شو.

د کاملې عزیزي نظر دا و چې: 

“خاطرې دوه ډوله دي؛ یو هغه چې له احساساتو  لیکل کېږي، فقط د خپل حالت د سمېدلو لپاره وي، په دې کې که هرڅه هرڅنګه ولیکل شي ښه ده ځکه چې له نورو سره یې نه شریکوو. بل هغه خاطرې چې راته جالبې، په زړه پورې او له نورو سره د شریکېدو وړ وي، دا خاطرې نه یوازي د احساس بیان دی، بلکي زموږ له ډول ډول حالتونو او ژونده هم یو بل څوک خبرېږي؛ نو د دغسې خاطرو د لیکلو لپاره ځیني ټکي ضروري دي؛

اول دا چې فقط هغه پیغام تر نورو ور ورسول شي چې هدف مو دی، نه د شخصي ژوند نوري خبري.

خاطره باید رښتینې وي؛ که څه هم ژوند کې داسي خبرې وي چې له نورو سره نه غواړو شریکي سي او لوستونکی هم دا تمه نه لري چې له خپل هرڅه یې خبر کړو، خو څه چې لیکو باید رښتیني وي.

بل د خاطرې اتنخاب؛ هغه خاطرې چې د چا ژوند ته زیان رسوي باید و نه لیکل سي یا نوم يې پکې وا نه خیستل شي، البته که د یو چا نوم پکې ذکر شوی وي د هغه له اجازې وروسته خپره شي.

او بل په خاطرو کې قضاوت دی چې باید لوستونکي ته پرېښوول شي، د کرکټر شخصیت په نومونو سره نه، په عمل وښوول شي او هم له بېځایه تبصرو پکې ډډه وشي.” 

هیله پسرلی په دې باور وه چې: 

“د لیکوال/ې لپاره د خاطرو لیکلو یوه ګټه دا ده چې قلم روانوي بله لویه ګټه یې دا ده چې د خاطرو منظم لیکل د ژوند او چاپېریال په هکله زموږ دقت ډېروي، مطلب کله چې ځان مجبوره کړو چې هره ورځ به خامخا یو څه لیکو، بیا هر څه ته د خریدار په سترګه ګورو او چې سترګې خریدارې اموخته شي بیا نو د سوژې د کمښت ستونزه حل بوله. 

زموږ په وطن کې چې تاریخ لیکنه مو تر ډېره حده یوازې سیاسي ده، د خاطرو لیکلو لویه اجتماعي ګټه دا ده چې که خپل ژوند خوندي کړو په حقیقت کې به مو د خپلې زمانې اجتماعي تاریخ خوندي کړی وي. 

د خاطرو لیکلو په وخت کې دغه دوه فکره مو ممکن په ذهن کې تېر شي چې زما په باور دواړه سم نه دي. 

دا فکر چې ګواکي موږ هغمومره  مهم نه یوو چې د خپل ژوند په هکله ولیکو. ژوند لیکونه او خاطرات یوازې هغه خلک نه لیکي چې په اجتماع کې ډېر مهم وي یا مشهوره وي. په بله وینا لازمه نه ده چې موږ او تاسو دې باچا خان ووسو او بیا دې خاطرات ولیکو. د په اصطلاح عادي ژوند خوندي کول او خاطره کول لا لوی کمال دی.

همدارنګه دا فکر هم غلط دی چې زموږ د ژوند پېښې عادي، عامې یا محدودې دي نو په دې نه ارزي چې‌‌ په خاطرو کې یې خوندي کړو. دلته دوه خبرې دي. اول دا چې کومه پېښه یا کیسه چې نن عادي ښکاري سبا عادي نه ده. د نن ورځې د ژوند‌ په هکله ډېرې عادي او کوچینۍ خبرې او معلومات به سل کاله بعد نه عادي وي او نه به هم کوچینۍ وي. د نن ورځې عادي خبره سبا له یوې بلې خبرې سره یوځای کېږي او په مهم شي بدلېږي. 

بله خبره دا ده چې فکر کوم د لیکوالې او نه لیکوالې توپېر همدا دی چې لیکواله که وغواړي یوه عادي پېښه هم داسې لیکی شي چې په نوي او عالي شي یې بدل کړي.

نن سبا ممکن ډېرې افغانې میرمنې او نجونې ووايي چې زموږ ټولنیز ژوند محدوده شوی دی د څه شي په هکله ولیکو؟ 

دا سوال پر ځای دی خو کله چې خبره لیکوالي ته او د خاطرو لیکلو ته راشي بیا د صایب دا مشهور بیت ښه ده چې په یاد ولرو چې وايی: 

 یک عمر می‌توان سخن از زلف یار ګفت

در بند ان مباش که مضمون نمانده است

تل د ځان په هکله لیکل سخته وي او د  ډېر زه، زه بل عیب دا دی چې فکر محدودوي د خپل ژوند د نورو کرېکټرونو په هکله هم لیکل کولی شئ. مثلا، د خپلې مور یا انا د ژوند یوه خاطره لیکلی شئ او دا چې پېښو پر هغو څه اغیز کړې ده یا مثلا، د ګاونډي/ۍ په هکله د خیاط/ې په هکله، د  ډاکټر/ې په هکله.. 

د خاطراتو اهمیت ته زموږ په مشرانو کې خوشحال بابا توجو کړې ده ممکن ځینو دوستانو ته له دې اړخه د خان بابا لوستل جالب وي. په معاصرو لیکوالو کې ډېرو خپل خاطرات لیکلې دي، مثلا  د استاد شپون “و نه و یو شپون و” ژوند لیک او داسې نور.”

د غونډې وخت تمام و، مشاعره ونشوه. خو د نغمې او منګل په سندره « د سیند په غاړه راځه جانانه ـــ خړو اوبو یوړم ماښام دی…» پای ته ورسېده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب