لاندې شعر او ورسره لنډه مقدمه مې د خپل یو فرهنګي دوست (ف، ف تور شالی) د یو ښکلي شعر(سپوږمۍ، غر او ځنګل) له لوستلو نه وروسته ولیکل:
تورشالي ګله!
څو شیبې مخکې له یوه اوږده سفر نه راستون شوم. کله مې چې د مخکتاب پاڼه پرانسته، د «سپوږمۍ، غر او ځنګل» شیرام راباندې ولګید او په مینه مې د خپلې ستړیا د ایستلو په نیت، ستا د شعر په بڼ کې د قدم وهلو نیت وکړ.
د فرهنګي ملګرتیا په سترګو نه، بلکې په رښتیا سره یې درته وایم:
ستا په شعر کې د توتکۍ انځور ډیر زړه راښکونکی راوړل کیږي. زما د ذهن په دوړو کې ستا دشعر یو بل تت شانتې انځور هم شته دی چې اختر ته دې لیکلی و او زما «دسولې ـ غمي» په کلیزه کې دې زما ګڼو رابلل شوو ملیمنو ته اورولی و.هلته هم د توتکۍ انځور دغسې یو څه په ښکلې بڼه تل پاتې شوي و؛ او دلته:
توتکیو ته دپسرلیو پر لار، په الوت الوت دعبادت د اذان ورښودل، واه …
نور به څه ووایم؟ د ذهن په هغوګوتوچې زه لیکل کوم، هغه یو چا را تړلې دي.
زما دغو لاندې تورو ته که شعر وايي، که نثر، خپلو تړلوګوتو ته مې، د همدغو جملو دلیکلو په شیبه کې انشا کړيدي:
پاسپورت
زما د ټولنې د سانسور منګولې
زما د شنه ذهن په بڼ کې ښې را خښې دي نن
زما د ذهن تاندو څانګو سره
مرګونې لوبې کوي
او دنیستۍ د دایرې ښکلی پاسپورت ورکوي.
16 08 2014
هیدرسلیف، ډنمارک