جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهځلاندافغانستان د امنیتي رژیم په لومه کې| ډاکتر ځلاند

افغانستان د امنیتي رژیم په لومه کې| ډاکتر ځلاند

سیاسي نقد:

د حکومت په ځانګړنو کې د واک انحصار په سر کې راځي، چیرته چې حکومت موجود وي هلته صحرایي محکمي، زور واکي، درغلي او د قانون سپکاوی نشي تر سترګو کیدلی، کله چې درغلګر، زورواکي او مافیايي ډلې وغواړي چې خپلو کړنو ته د قانون پوښ ور واغوندي، نو بیا دوی ټول په یوه خوله د حکومت د واک ویشلو ته زړه ښه کوي، هغه مشهور متل دی چې د کلي د سپو کور، په کور بدي وي، خو منلګ ته یې یوه وي، د زورواکو، قانون ماتوونکو او درغلګرو مثال همداسې در واخلي، دوی ټول د حکومت کمزوري کولو او ماتولو ته یوه خوله په اتفاق وي.

د ګران افغانستان د کورني سیاست تجربې په افریقا کې د اوږد مهال دپاره عملي شوي تجربي دي، هلته هم د واک په سر د زور واکو، غلو، داړه مارانو او درغلګرو ګډ برید ددې سبب شوی چې د افریقا وچه یې له تیرې نیمې پیړۍ را هیسې د بې ثباتي او مافیایې جګړه په ستر مرکز بدله کړي ده، چې دهغه ناوړه سناریو په امنیتې مطالعاتو کې په دا ورستیو کې د Regime Security په نامه نومول شوي ده. د رژیم ساتني تیوریې هغه سناریو ته ویل کیږي چې جګړه ماران ، زورواکي او مافیایي ډلي د مرکزي حکومت په وجود کې ځانونه له قانونه پورته، معاف او مصون ګڼي، هغوی په ډير مهارت سره د ژبي، قوم، نژاد یا مذهب تر نامه لاندې د خلکو وړې کتلي په ځان را غونډوي او په دې توګه د مرکزي حکومت د واک انحصار تر برید لاندې نیسي، دوی په دې لاره کې د مرکزي حکومت په چوکاټ کې نظامي اورګانونه، پولیس او د قانون د څار ټولي اداري تر خپل اغیز لاندې راولي، په دې سناریو کې معدنونه، قیمتي ډبرې، د کوکنارو کرکیله، قاچاق او مافیا له دوی سره د سیمي او نړۍ په کچه د مرستندویو وسایلو یا اغیزمنو فکتورونو په توګه همکاري کوي، د ذکر شویو وسایلو له لارې دوی په نړیوال سیاست کې یا هم په سیمیز سیاست کې ځانته سیاسي مصونیت پیدا کوي، له بده مرغه، د افریقا د لویې وچې دا بدمرغه سناریو دلته په افغانستان کې له تیري یوې لسیزې راهیسي عملي کیږي، د ولسمشر کرزي د مصلحتي سیاست په پایله کې رژیم سیکورتي سناریو د زورواکو، جګړه مارانو او درغلګرو د ساتني دپاره تر ټولو اغیزمنه لار ګڼل کیده، خو ولسمشر کرزي تر خپله وسه له دې ډلو، ټپلو سره د مقابلي لارې چارې په کار واچولي چې کومه خاصه د یادولو وړ پایله یې تر لاسه نه کړه.

له دې امله د تیري یوې لسیزې په پای کې، افغانان د حکومت په منځ کې د وړو، وړو حکومتونو له شتون څخه په تنګ راغلل، د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د پیل سره سم خلکو په بدلون سترګې خښي کړي، د رژیم سیکورتي څخه تر ټولو زیات اغیزمن کیدونکي خلک د هیواد متوسطه او غریبه طبقه خلک وي، له دې امله دې دواړو طبقو په ټاکنو کې د پراخ ګډون پر اساس دا ثابته کړه چې دوی د زور، جبر او ظلم په وړاندې په یو حماسه یې انقلاب سره د مقابلي ملا تړلي، دې حالت، دهغه ناقانوني ډلي وننګولي، او بلاخره ټول په یو ټغر سر راغونډ شول، دوی ګواښ وکړ چې موازي حکومت به جوړوي او په دې توګه به د مرکزي حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

تر ډیره داسې بریښي چې دا هر څه پخوانیو تجربو ته په کتو سازمان شوي خوځښتونه ول چې ملت یې ننګاوه او د خپل قوت اظهار ته یې لار پرانیزله، ددې ټول قوت او زور په وړاندې د بدلون شعار کاواکه او کمزوری شو، د ملي وحدت تر نامه لاندې د ولسمشر کرزي ملي مصلحت ته د قانوني چوکاټ پلمه جوړه شوه، دا پلمه په پټو سترګو اشرف غني له عبدالله سره لاسلیک کړه.

پوښتنه دا را ولاړیږي، چې که عبدالله موازي حکومت ته زړه ښه کاوه، نو ایا په حکومت کې له شامیلیدو وروسته به دوی د حکومتي واک د موازي استعمال څخه لاس په سر شي؟ ایا د عبدالله او دهغه د ډلي ګڼ قانون تیښتي کسان به د رژیم سیکورټي سناریو تکرار ته مخه نکړي؟ پوښتنه دا را ولاړیږي چې د ملت د خوښي په خلاف د چور ایتلاف ته زړه ښه کول به د راتلونکي حکومت مشروعیت تت او کمزوری نه کړي؟ پوښتنه دا را ولاړیږي چې د امنیتي اورګانونو په ویش سره د رژیم سیکورټي حالت ده پیاوړتیا بهانې نه برابریږي؟

که د پورته سوالونو ځوابونه لا هم روښانه نه وي، یا په بله مانا چې زړه نا زړه توب یې په ځواب ویلو کې وجود ولري، دا نو بیا پردې دلالت کوي چې مونږ د ناکام دولت جوړیدو ته ډول وهو، مونږ په حکومت کې د موازي حکومتونو جوړښت ته قانوني لاره برابرو، مونږ په تیاره کې خپله د لاس ډیوه هم مړه کوو، مونږ له تیاري سره یوځای د توپان په وړاندې د کمزوري ډیوې د بلیدو کوښښ کوو.

په اخره کې،  ایا  دا به ښه وي چې د ولس تر څنګ ودریږو او که د څو درغلګرو، قاچاقبرو اوغلو ګواښونو ته سر ښکته کړو، تر ټولو ستر قاضی د انسان خپل وجدان بلل کیږي، دا هم تاسي او ستاسو وجدان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب