د انسان پېژندنې د لړۍ په اوږدو کې مو د عقل او عقلانیت په ارزښتونو ګڼې خبرې وکړې، د عقل او جګړې بحث تر ډېره نوي بحثونه را وټوکول، دا ځل د عقلانیت او هیمونیزم بحث ته لاره باسو. عقلانیت د انسان له پیدایښت سره یو ځای د انساني ارزښتونو د ټاکلو، دارنګه د اړتیاو او ستونزو د حل لپاره ترې کار اخیستل کېږي. د عقلانیت موخه دا ده چې تاسو څه غواړئ هغه په سمه توګه ترسره کړئ. د عقلانیت دوه ډوله ډېر مهم دي.Epistemic عقلانیت دی چې تر ډېره د باور ( عقیدې) او دا چې ولې په دې عقیدې باور ولرو، په دې اړه بحث کوي. د مثال په ډول دا د منلو وړ نه ده چې تاسو سهار را پاڅئ، اسمان زرغون او چمن مو اسماني رنګ ولري. ټول هغه شواهد چې تاسو یې د خپل ژوند په اوږدو کې لرئ، دلیل وړاندې کوي چې د رنګونو په اړه داسې ژور توپیر ناشونی دی چې په یوه شپه ورځ کې دې رامنځته شي. اپیسټیمک عقلانیت همدا دلایل له ځانه سره ساتي او بیا د خپلو باورونو او یا نه باور په اړه ترې استفاده کوي. دا ډول عقلانیت د مشهورو او منل شویو فرضیو په منلو باندې حکم کوي. په دې پروسه کې د داسې باورونو د رامنځته کېدو لپاره لاره برابرېږي چې په لویه کې منل شوي او ریښتوني دي.
دې عقلانیت ته متبادر عقلانیت (Reason) ویل کېږي. د عقلانیت دا ډول د توجیح ، صحیح استدلال او صحیح استنتاج سره کار لری، چه دا خپله یو فکري عمل دی او لاندیني ډول عقلانیت فردي او یا ټولنیز عمل انځوروي.
د عقلانیت دویم ډول، ابزاري عقلانیت یا Instrumental Rationality دی چې د هدف او د فعالیتونو تر منځ پر اړیکه بحث کوي. دا مهمه نه ده چې تاسو کوم هدف ځان ته ټاکئ، خو مهمه دا ده چې هدف ته د رسېدو کومه لاره انتخابوئ. د همدې عقلانیت له لارې تاسو باید تر ټولو مناسبه او ارزښتناکه لاره انتخاب کړئ. د مثال په ډول که تاسو غواړئ ولسمشر شئ، نو د انتخابېدو له لارې یا د ټاکنو لپاره د تیاری حکم درته ابزاري عقلانیت کوي. ابزاري عقلانیت په دې مانا دی چې هر هغه فعالیت چې تاسو هدف ته رسوي، هغه باید ترسره کړئ.
د دې دواړو ډوله عقلانیت ترمنځ اړیکه د باور( عقیدې) او اخلاقو( سلوک) اړیکه ده . ډېری سلوک (اخلاق) د باور یا عقیدې په واسطه رامنځته کېږي، یا دا چې عقاید د اخلاقو لپاره د محرکې قوې دنده ترسره کوي. د مثال په ډول، کله چې تاسو مڼه خورئ، تمه مو دا ده چې دا مڼه به هم لکه د نورو مڼو په څیر خوږه او خوندوره وي. دروندالی د مڼې به همدومره وي لکه د نورو په شان. د دې مڼې صحي ګټه به همدومره وې لکه د نورو مڼو په څېر. کله چې تاسو بازار ته د مڼې د اخیستو لپاره تلئ، تاسو تمه لرله چې د میوې خرڅولو دوکان به په هماغه ځای کې وي چې تېره ورځ و. که ستاسو باورونه دلته بدل وو، یا مو ورته باور نه درلوده، کېدی شوای ستاسو سلوک یا کړڼې به هم ورته نه وې. نو له دې امله، د حقیقي او ریښتونو باورونو لرل، هدف ته د رسېدو لپاره لازمي ګام ګڼل کېږي. د عقلانیت دا دواړه ډوله د انساني باورونو او او د نتایجو لور ته د سوق کېدلو لارې په ګوته کوي. موږ د خپلو باورونو لپاره شواهدو ته اړتیا لرو، او موږ په ژوند کې اهداف ټاکو چې باید تر لاسه شي.
دا ریښتا ده چې انسانان تل عقلاني برخورد نه کوي. موږ له بده مرغه، د شخصي غرایضو، له نورو سره د مرستې او ښه نیت تر اغیز لاندې راځو چې د غلطیو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. د انسان ماغزه د غلطیو د مرتکب کېدو جوګه دي. که موږ وغواړو چې ښه کار تر سره کړو، ښه هدف وټاکو او په ښه توګه یې ترلاسه کړو، د لارې د ټاکلو لپاره، د هدف د ټاکلو لپاره، د فعالیتونو د سمې ترسره کېدا لپاره موږ شواهدو ته اړتیا لرو، تر څو د غلطیو له مرتکب کېدا، یا کم تر کمه د کمو غلطیو د مرتکب کېدو لپاره دا کار وکړو. حتی کله چی صدقه کوو، خیرات کوو، ښېګڼه کوو، د ښه کار د ترسره کولو نیت کوو، موږ باید عقلانیت ته مخه کړو، موږ باید د خپلو کړنو د موثر او ګټور ترسره کېدا لپاره اغېزمنه لاره انتخاب کړو، دا کار د ابزاري او Epistemic عقلانیت د منابعو په مټ چی یوه یې هم بشري تجربه ده، له لارې ترسره کېدای شي.
د پورته ارزښت له مخې هیمونیزم عقلانیت ته ډېر ارزښت ورکوي. د هیمونیزم او عقل بحث د مسیحیت او اسلام تر منځ متفاوت دی. د اروپایي رنسانس په برخه کې د عقلاني هیمونیزم کردار ډېر د پام وړ دی، ځکه چې هیمونیست باور لرونکي په دې عقیده دي چې عقل د انساني ژوند پاره کافی دی، وحي او دارنګه الهي ادیانو ته اړتیا نشته، هرڅه انسان د تعقل په مټ ترسره کولی شي. خو په اسلام کې تعقل او عقلانیت د دین د اساسي محورونو څخه ګڼل کېږي. په قران کې د تعقل، تفکر او تدبر ګڼ احکام راغلي، چې د هیموینست فکر یا باور ته په کتو ټول هغه ارزښت چې عقل یې د بریالي ژوند لپاره لري، په اسلام کې ورته ځای ورکړل شوی دی.
د ګڼو ورته ایتونو چې د بقره، آل عمران، المایًده، الا نعام، الاعراف، الانفال، یونس، هود او الانفال کې یې ذکر شوی. په سوره الانفال کې الله ج فرمایې: إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللَّـهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٢٢﴾
ژباړه: د الله ج په وړاندې تر ټولو بد مخلوق هغه ګونګ او کاڼه دې چې هیڅ تعقل نه کوي. په دې مانا چې په اسلام کې د هغو انسانانو ارزښت د کاڼه او ګونګ ( چې پر ټولنه بار انسان ګڼل کېږي) انسان دی چې په ژوند کې د تعقل او عقلانیت څخه کار نه اخلي. له دې امله کولای شو ووایو چې بشري مینه، د بشر ستر ستوب او بشر هوساینه کوم چې د تعقل په پایله کې ترلاسه کېږي، د اسلام د سپیڅلي دین تر ټولو مهم ارزښت او درس دی.
د نورې مطالعې د پاره، لاندې منابعو ته سر ورښکاره کړئ:
سرچینې:
- Johnson, Paul (2000). The Renaissance. New York: The Modern Library. p. 37.
- The influence of Jacob Burckhardt’s classic masterpiece of cultural history, The Civilisation Of The Renaissance In Italy (1860) on subsequent Renaissance historiography is traced in Wallace K. Ferguson’s The Renaissance in Historical Thought: Five Centuries of Historical Interpretation (1948).
- Ahmad, I. A. (3 June 2002). The Rise And Fall Of Islamic Science: The Calendar As A Case Study (PDF). Faith and Reason: Convergence and Complementarity. Ifrane, Morocco: Al-Akhawayn University. Archived from the original on November 29, 2014. Retrieved 2014-12-31.
- Potter, Charles (1930). Humanism A new Religion. Simon and Schuster. pp. 64–69.
- “History: New York Society For Ethical Culture”. New York Society for Ethical Culture. 2008. Retrieved 2009-03-06.
- Morain, Lloyd; Morain, Mary (2007). Humanism As The Next Step. Washington, D.C.: Humanist Press. p. 109. ISBN 978-0931779091. LCCN 97-74611.
- A. C. Crombie, Historians and the Scientific Revolution, p. 456 in Science, Art and Nature in Medieval and Modern Thought (1996).